کله چي د موټر لپاره يو ټاير رانيسی پرهغه به مو دا ليکلي څه ليدلي وي. ايا په دې پوهيږی ؟
ژباړه : محمد طاهر ابشار / هلمند
کله چي د موټر دپاره يو ټاير رانيسی نو د ډيرو خلکو مشورو ته غوړ نيسی چي کوم ټاير ښه دی او کوم نه، کله چي بيا کوم هټيوال ددې ټاير ستاينه وکړي نو بيا يې خاماخا خبره منی او ټاير ورڅخه اخلی. په دې حقيقت کي نه يو خبر چي پر دې ټاير چي څه ليکلي دي هغه دڅه لپاره دي؟ که چيري ځير سو نو ددې څخه موږ ډير اړين معلومات ترلاسه کولای سو. په راتلونکي کي که مو کله هم ټاير رانيوی نو په ټاير ليکلي عددونه او حروف خاماخا وګورئ. ددې څخه کوم علومات تر لاسه کيدای سي راځی چي وه يې ګورو.
عموماً تاسو پر ټاير باندي دا ډول يو شميره وينی ( R 15 91 H 65 195 ) چي ددې معني په دې شان ده.
195 : ددې معنی داده چي د ټاير بر(سور) 195 ملي متره دی.
65 : دا د بر (سور) او لوړوالي ترمنځ تناسب ښئي، په دې معنی چي د ټاير لوړوالی د بر په اندازه 65 سلنه دی.
R : ددې معنی ( Radial ) وړانګين دی.
15 : دا دپايې قطر دی، يعني کوم ټاير چي تاسو وينی هغه پر 15 انچ ټاير باندي سم دی.
91 : دې شميرې ته لوډانډيکس ويل کيږي. لوډانډيکس 91 دا معني لري چي دا ټاير 615 کيلو ګرامه وزن پورته کولای سي، يا توان لري.
H: دا توری رفتار ښئي. څومره چي غټ توری وي هغومره د تيز رفتار توان لري، د H ټايرونو لپاره تر ۲۱۰ کيلو متره پر ساعت رفتاره پوري محفوظ رفتار بلل سوی دی.