ژباړه: حضرت عثمان نوري
که تاسې د فشار لاندې یاست، په دې اعتراف وکړئ چې ستاسو ذهن چېغې وهي او آرامۍ (سولې) ته اړتیا لري. که په فشار کې خپلې چارې مخته وړئ، حتما له تاسو تېروتنې کیږي او دا ستاسې د ناکامۍ پېل ګرځي.
که تاسو د فشار سره مخامخ یاست، بیا نو د اندېښنې، خفګان او روغتیايي مسلو ته مو پام نه راګرځي؛ اجازه راکړئ چې دغه اووه (۷) ټکي دلته تاسې ته روښانه کړو. دا لاندې تېروتنې ناچیزه مه ګڼئ؛ او په دې فکر وکړئ چې آیا تاسو دا تېروتنې لرئ؟
لومړی: چارې مو ځنډیږي
کله چې تاسې د فشار پر وخت چارې مخته وړئ، نو د خپل کاري مهالوېش د لومړیتوب وړتیا له لاسه ورکوئ. که ذهن مو نا آرامه وو، نو خپلې چارې ودروئ، لنډه دمه واخلئ؛ تازه هوا تنفس وکړئ، دا چاره ستاسو فشار کنترولولی شي.
دوهم: سمه ټاکنه نه شئ کولی
ممکن ستاسې ځینې ملګري وکولی شي، څو له تاسو سره د اړتیا پر وخت مرسته وکړي. که تاسې د فشار پر وخت له ملګرو مرسته غواړئ، ممکن د ستونزې اړوند ملګري و نه مومئ او ستونزه له داسې چا سره شریکه کړئ چې مختصص یې نه وي.
دریم: په لږ کار سره ډېر ستومانه کېږئ
د فشار پر وخت تاسې په ډېر لږ کار زیات ستومانه کیږئ او خپل وجود مو نا آرامه کيږي. ددې لپاره چې تاسې خپلې چارې ښې مخته یوسئ، لومړی په ځان فشار راکم کړئ او ورو، ورو خپل کارونه د مهالوېش اړوند پېل کړئ.
څلورم: ذهن مو په غلطو شیانو تمرکز کوي
که تاسو د فشار لاندې یاست؛ نو ذهن مو نا آرامه دی؛ او خپله حافظه مو په منفي او غلطو شیانو تمرکز کوي، چې دا چاره ستاسو لپاره ستونزه پېښوي او حل یې نشئ پېدا کولی. که تاسې غواړئ، بریالي مخته ولاړ شئ، نو د ستونزې په ځای تاسې د حل په اړه تمرکز زیات کړئ.
پينځم: چارو ته مو ښه دوام نشئ ورکولی
لکه چې وړاندې مو وویل، د فشار پر وخت ستاسو چارې ځنډيږي، او له ښې پایلې مو مخنیوی کوي، همدا راز د خپل کار لپاره پلان جوړول د بریا په لاره تګ دی او په دوام یې خپل هدف ته رسیدلی شئ.
شپږم: فکر مو بدلیږي او کار ته مو سم پام نه راګرځي
د کور دننه ستونزې، ورځنۍ پېښې، اقتصادي اړتیاوې او ځيني نور مسائل ستاسو په ذهن حمله کوي او خپل فکر مو بدلوي. که خپل فعالیتونه د فشار پر وخت ترسره کوئ، نا آرامه ذهن مو بشپړ ډول منطقي غبرګون نه شي ښودلی او له خپلو مهارتونو مو ګټه نه شئ اخیستلای.
اووم: خپل ذهن مو د بیا رغونې مفکوریه له مېنځه وړي
دا ستونزمن کار دی چې ستونزې په اسانۍ حل کړئ؛ ځکه خو منطقي غبرګون وخت نیسي چې د ستونزو حل ته خپل فکر وسنجوئ.
ستاسو د ذهن نېکمرغي ستاسو لپاره خورا مهمه ده. که تاسې ددې هیله لرئ چې خوشحاله ژوند ولرئ؛ باید د زیانمنوونکو فشارونو مخه ونیسئ.
ــــــــــــــــــــــــ
پای
January 17, 2018