لیکنه: کرسټین فیر
خپرونکې: نشنل انټرسټ
( حقیقت دادی چې ایران د پاکستان هغه عملونو چې پخوا یې کول او اوس هم دوام ورکوي، هیڅ لاسنیوی نه دی کړی)
ژباړه: لاهورخان منګل
د سناتورې باربره میکولسکې په شمول اوباما د ایران د اتومې هوکړې لپاره ۳۴ رایې لري چې کولی شي معامله پرې ترسره کړي. ددې مقصد ور هاخوا د ایران سره اتومي معامله کولای شي چې د سپټمبر ۱۱ مې وروسته په افغانستان کې ترسره شویو اشتباهاتو کې سمون راولو. کله چې موږ د سپټمبر د ۱۱مې نیټې د برید وروسته افغانستان ته لاړو موږ یوازې او یوازې په یوه هېواد یانې پاکستان باندې تکیه وکړه. دا چې موږ یوازې په پاکستان باندې تکیه وکړله، پاکستان زموږ ددې مجبورۍ څخه ګټې اخستنې سره زموږ سره دوه مخیتوب وکړ چې پایله یې د ډیرو امریکایانو او همدارنګه افغانانو د وینې تویونه وه.
ځینې امریکایان استدلال کوي چې موږ بله لار نه درلودله خو حقیقت دا و چې موږ ایران درلود. د افغانستان په بیا جوړونه کې د ایران دوخت ولسمشر محمد خاتمي زموږ د هڅو څخه په کلکه ملاتړ وکړ. ایرانیانو د بون په پریکړه کې د امریکایانو له ستراتیژۍ څخه کلک ملاتړ وکړ او حتی مشوره یې وکړه څو د افغانستان په اساسي قانون کې د دموکراسۍ ټکی وراضافه کړو. ایران دوه سمندري لارې چاهبهار او همدارنګه بندر عباس هم لري چې موږ کولای شول په افغانستان کې د پوځ لپاره د اکمالاتو لپاره مو ترې ګټه اخستې وای. که چېرې موږ د خاتمي ملاتړ په هغه وخت کې ترلاسه کړی وای، موږ به اړ نه وای چې یوازې په غدار پاکستان باندې مو تکیه کړې وای. ددې په ځای د بوش ادارې ایران ته د شیطان خطاب وکړ او په پایله کې یې ایران اړ ویست څو د امریکې د هڅو په وړاندې واقع شي.
د ایران سره د اتومي هوکړې په سر مخالفتونه دا ول چې موږ دایران سره چې د امریکې او د اسرایلو د وینو تږی دی نه شو کولای چې هوکړه وکړو خو بیا هم موږ پاکستان ته چې اتومي وسله لري تر ۳۰ ملیارده ډیرې پیسې ورکړې، داسې یوه هېواده چې تراوسه د افغانستان په خاوره کې د امریکايي سرتیري وینه بهوي. پاکستان د کال ۱۹۴۷ راپدیخوا د اسلامي سخت دریځو څخه دبهرنۍ کړنلارې د یوې مهمې الې په توګه کاراخیستی دی او د امریکې ترټولو بدنامه دښمنان د ملا عمر څخه نیولې تر اسامه بن لادن پورې يې په خپل هېواد کې پټ ساتلي ول. د ایران په ډول ریژیمونو موږ ته دومره زیان نه دی اړولای څومره چې زموږ ناسمو کړنلارو موږ ته زیان اړولای دی. موږ د هغه رژیمونو سره چې نه مو خوښیږي حتی د یوه ګډ دښمن په له منځه وړلو کې هم همکارۍ ته تیار نه یو. دې کار موږ ته دومره زیان اړولای چې ښايي په افغانستان کې بریا له لاسه ورکړو او پایله یې په عراق او سوریه کې د داعش د ډلګیو زیږول وي. د ایران سره د اړیکو پړاو که څه هم چې په لومړیو کې سست او ښايي ازمایښتي وي، دا به ښې پایلې ولري. که چیرې موږ د ایران سره خپلې اړیکې ورغوو موږ به وکولای شو چې د ایران د چابهار د لارې په استفادې سره چې د هند په مرسته رغول شوی دی، افغانستان ونښلوو او خپلو پوځیانو ته ترې اکمالات ترسره کړو خو بیا هم موږ په پاکستان باندې تکیه کوو چې دا په خپل وار سره موږ د پاکستان په وړاندې چې زموږ پیسې هم اخلي او پوځیان مو هم راوژني، د روښانه دریځ په درلودلو کې ممانعت کوي.
د ایران سره د اړیکو د بیا رامنځ ته کیدا له امله موږ کولای شو چې په پاکستان باندې لازم فشار وارد کړو څو په افغانستان کې لاسته راوړنې مو له منځه لاړې نه شي. موږ دې سیمې ته په داسې حال کې راغلو چې اوسنی تاریخ مو له یاده باسلی و. د افغانستان څخه د روسانو د وتلو څخه دری کاله وروسته ولسمشر جورج بوش دا حقیقت چې پاکستان اټومي وسله ترلاسه کړې، تصدیق نه کړ په پایله کې په پاکستان باندې د امریکې د نظامي مرستو بندیز ولګیده. زیات شمېر جمهوري غوښتونکو او ډموکراتان په دې باور ول چې دا ډول بندیزونه اغیزمن تمام نه شول او پاکستان په کال ۱۹۹۸ کې د اتومي وسلې ازمایښت ترسره کړ. ځینې نور بیا وايي چې داډول بندیزونو د طالبانو رامنځ ته کول، افغانستان ته د القاعده ورتګ او همدارنګه د ۹/۱۱ پېښه رامنځ ته کړله.
ددې دواړو ډول دا استدلال نیمګړی و ځکه د پاکستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر عبدالستار په وینا چې دا ډول بندیزونو ځکه په پاکستان باندې اثر ونه کړ چې پاکستان په کال ۱۹۸۰ کې لا له وړاندې اتومي وسله درلودله. په پاکستان باندې د بندیزونو قانون اجازه راکوله چې د روسيې په وړاندې د چیریکي جګړې د ترسره کولو لپاره موږ کولای شول چې د پاکستان سره مرسته وکړو. د امریکې څارګره اداره پوهیده چې پاکستان د اتومي وسلو په جوړولو باندې کارکوي. د ولسمشر کارټر ادارې په پاکستان باندې لومړي بندیزونه د ۱۹۷۹ کال د اپریل په میاشت کې ولګول. د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۵ کلونو په مهال چې دا نوی قانون تصویب شو، ددې قانون یو شرط د ټولو بندیزونو لیرې کول شامل ول. د ۱۹۹۰ کلونو د بندیز قانون کې د پاکستان لاس ته د افغانستان ورتسلیمول شامل نه ول خو موږ دقیقا همدا کار وکړ چې پایله یې د طالبانو راپورته ته کیدا،د اسامه سره د هغوی اړیکې او همدارنګه د سپټمبر ۱۱ مه پېښه وه.
که څه هم چې د روسانو د ښکرونو د تاوولو څخه ډیر وخت تیرشوی خو یو ځل بیا موږ د هغوی سره خپل ځای تبادله کړ او دا دی اوس موږ په افغانستان کې یو. که څه هم چې په افغانستان کې د بریا ادعا نه شو کولای، موږ اوس هیله لرو چې د افغانستان څخه د پاکستان په مرسته د زغملو وړ وتنه کې راته رهنمايي وکړي. بې له شکه دا د ناکامۍ نسخه ده چې اوس هم پاکستان زموږ یوازینی ګاونډی متحد ګڼل کیږي چې د هغوی له سمندر څخه ګټې اخستنې ته اړ یو. هندوستان او ایران په افغانستان کې د سني سخت دریزو سره په جګړه کې د امریکې سره ځواکمن ګډ اهداف لري. د تیرو کلونو په مهال ایران باندې د امریکې او اروپا بندیزونو د ایران او هند شونې همکاري له خنډ سره مخ کړه چې برعکس موږ باید ددوی څخه پوخ ملاتړ کړای وای. د امریکې له خوا په ایران باندې د بندیزونو لیرې کول ښايي چې ډیره لږه مرسته وکړي او ښايي چې اوس ناوخت هم وي خو ښايي د دوه( هند او ایران) سیمه ییزه قدرتونو د همکاری لاسته راوړلو لپاره چې نور یې دښمني نه شو زغملای، د بدلون د ښه هرکلي سره مخامخ شي.
دا مقاله په نشنل انټرست کې پرون ورځ خپره شوې ده.