ليکنه: مارک باونس
ژباړه: محمود سعيد
هغه شېبه مې هېڅکله له ياده نه وزي چې د ځان وژنې له ناکامې هڅې وروسته مې يو سهار په روغتون کې سترګې وغړولې. زه شپږويشت کلن وم چې ګډ ژوند مې خراب شو او هغه ناګټندوی بنسټ چې ما ورته اوږده موده په ډېره لېوالتيا کار کړی و؛ له کاره ولوېد. ما نه غوښتل ژوندی پاته شم.
له اووه کاله ګډ ژوند وروسته مې مېرمن د کور له دروازې په داسې ډول ووته چې بيا به نه راګرځي. زه په کور کې يوازې کېناستم او ټولو هغو توکو چاپېره کړم چې موږ په ګډه او مينه جوړ کړي وو. ماته راتلونکې خورا تياره او ماتېدونکې برېښېده او داسې مې انګېرله چې نور په دې نړۍ هېڅوک نه لرم. ما ګوګل پرانست او پکې ومې ليکل: (د ځانوژنې لپاره بې درده او آسانه لار). ما په بشپړ ډول دا منلې وه چې له دې سيارې نه زما د څېرې د ورکې هڅه زما لپاره تر ټولو غوره لار ده خو دې هڅې زما ژوند په بشپړ ډول بدل کړ.
کله چې د ګډ ژوند تړون ماتيږي؛ دنده نه موندل کيږي؛ هيلې له منځه ځي او يا خپل تګلوری نه مومو؛ دا ټول هغه څه دې چې موږ يې تجربه کوو او ورته د ژوند تياره وختونه وايو. په داسې سختو وختونو کې ده چې کېدای شي په يوه ژور او بشبړ انسان بدل شئ.
اجازه راکړئ؛ تاسې ته هغه څلور لارې وښیم چې په مرسته يې کولی شئ د خپل ژوند تياره وختونه د ژوند جوړونې لپاره وکاروئ.
تحميلي ځان ګرانښت
کله چې ژوند تاسې خپلو تيارو ګوټونو ته بيايي نو هېڅوک نه پوهيږي؛ تاسې څه ډول احساس لرئ او يا په تاسې څه تېريږي. کېدای شي نورو هم ستاسې په شان حالت تجربه کړی وي خو يوازې تاسې کولی شئ د دې حالت پر وړاندې لکه څنګه چې کولی شئ؛ وړ غبرګون وښيئ. د ژوند په سختو حالاتو کې هڅه وکړئ چې خپلې سترګې له سترګو سره وجنګوئ. هندارې ته ودرېږئ او د خپلې اروا ژورو ته ځير شئ. فکر وکړئ چې همدا شېبه له خپل ځان سره مينې ته اړ يو. په دې توګه موږ پرېکړه کولی شو چې خپل ځان يو ځل بيا تعريف کړو چې موږ څوک يو؛ څه غواړو او کوم څه په ژوند کې ومنو او يا يې هم رد کړو. د ژوند په دې تياره ګوټ کې همدا ټاکنه زموږ د راتلونکي ژوند لپاره د غوره بدلون بنسټ کيږي.
د فرصت تشه کېږدۍ
څرګنده ده چې موږ ته ژوند بښل شوی دی. د ژوند پای ته رسولو لپاره زما هڅه، په دې حقيقت د پوهېدو لپاره زما د ويښتابه شېبه وه. ما په رښتيا وموندل چې موږ دلته يو ځل ژوند کوو پرېکړه مې وکړه چې ژوند د يوې تشې خېمې په بڼه وګورم؛ له سره پیل وکړم او هر انځور هماغه ډول ورنګوم؛ کوم چې د هغه په شان د ژوند کولو لپاره لېوالتيا لرم. پایله دا شوه چې ما په فيجي کې د ټاپو –چاپېريال کاروبار پیل کړ چې د نړيوالو رسنيو پام يې ځان ته راواړاوه. د پروګرام فلم اخستنې اتلس مياشتې دوام وکړ او د يوې ټلويزيوني نندارې په بڼه په بريتانيا، استراليا او امريکا کې خپور شو. زما د ژوند تياره شېبه زما لپاره هڅوونکې شوه تر څو ټول ژوند راټول کړم او په پایله کې يو لېونی ماجرا غوښتونکی جوړ شوم.
په نښه شوې تجربه
کله چې موږ د ژوند د يوه پياوړي حالت تجربه کوو نو تر دې د بد حالت اټکل نشو کولی؛ ځکه نو دا تجربه د راتلونکي ژوند لپاره د يوه ښه بنسټ په توګه کارولی شو. هېڅ شی تر دې بد نشته چې څوک وغواړي خپل ژوند واخلي. له همدې کبله ما د يوې بېباکه او زړورې نظريې پر بنسټ خپل کار پیل کړ. که چېرې زه په دې کار کې ناکام او ډېوالي شوی وای؛ تر دې بده نه وه چې هېڅ مې شتون نه درلودای. ټول هغه سخت حالتونه چې موږ يې زغمو؛ موږ ته د انګيزې، بيا راګرځېدنې او ادامې فرصت راکوي. کله چې موږ پوهېږو چې د (X, X) تر ټولو سخت حالتونه مو زغملي دي او لا هم مخ پر وړاندې ځو؛ دا موږ ته دا هيله رابښي چې کولی شو د نن ورځې له وړو ستونزو سره لا ښه مبارزه وکړو.
د ويښتابه شېبه
زموږ په ژوند کې داسې شېبې خامخا شته چې هر څه مو د سر له پاسه وي. ښايي په پایله کې موږ ناسمه پرېکړه وکړو. په هغو حالاتو کې چې اړيکې خرابيږي؛ په چلند کې کمزوری اړخ ټاکل کيږي؛ روږديتوب پراختيا مومي او داسې نور… کېدای شي ځينې ملګري او دوستان دا ووايي چې موږ په يوه ورانوونکي مسير روان يو خو موږ يې د يوه مسير په توګه نه منو او په همدې لاره تګ موږ ته آرامتيا بښي. زه په رښتيا په دې باور یم چې موږ ټول د ژوند له داسې شېبو سره مخ کېږو چې غواړي موږ ته ماته راکړي. د ماتې له همدې سترې تجربې کولی شو د خپل ځان د ستر او ځواکمن بدلون لپاره کار واخلو او په دې توګه له خپلو نيمګړتياو او بديو ځان خلاص کړو. همدا شان د ويښېدو د يوې شېبې له لارې د خپل ځان د بيا جوړښت او په دې د پوهېدو لپاره چې موږ څوک يو، څه يو او له پیله تر اوسه د څه لپاره ولاړ يو؛ ګټه واخلو. همدا د ويښتابه لپاره ډېرې پياوړې شېبې دي.
زما د ژوند په تر ټولو تياره شېبه کې يوازينی هغه کس چې پوهېده زه کوم لوري ته ځم؛ (ګوګل) و. دا ښايي ستاسې لپاره هم ورته تجربه وي. همدا ګړی، همدا شېبه يوازې زه او ته يو. زه تاسې هڅوم چې دا سخت حالت په آسانۍ مه زغمئ بلکې د هغه ښکرونه ونيسئ؛ غېږ ورکړئ؛ په ځمکه يې راڅملوئ او بريالي شئ. کله چې دا کار تر سره کړئ؛ زه په بشپړه توګه باور لرم چې بيا به شاته وګورئ او دا وړتيا به ولرئ چې ووايئ: دا شېبه، همدا اوس تر ټولو غوره څه وو چې وشول. زه په تاسې باور لرم.
سرچينه: http://www.pickthebrain.com