ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښایي له واده او یا له بلې هرې جدي اړیکې څخه مخکې، له ډېرو کسانو سره آشنا شئ، چې حتا اړیکې مو د کلونو له پاره وغځېږي. ښایي له ځان سره داسې تصور وکړئ، چې پوهېږئ، څنګه خپله اړیکه کنټرول کړئ، خو تر کله چې یوې جدي اړیکې ته نه یاستئ ننوتلي، نه پوهېږئ، له هغو څیزونو څخه هېڅ یو یې، چې مخکې مو نه دی تجربه کړی، واقعي نه دی.
رښتینې مینه له عادي اړیکو سره، یو توپیری احساس دی، حتا که چېرې هغه اړیکې د ډېرو کلونو له پاره غځېدلې وي، کله چې په یوې اړیکه کې ښه یاست، نو ډېر زیات څیزونه زده کوئ، توپیري چلند کوئ؛ د یوه ټیم په څېر فکر کوئ، نه د یوه کس په څېر. پرځای د دې، چې له خپل مقابل لوري څخه ډېر ژر ستړي شئ، لا ډېر یې درک کوئ او منئ یې.
۱ ـــ نه ډډه کېدونکي نا سم پوهاوي:
تل نا سم پوهاوي را منځته کېږي، که چېرې د خپل مقابل لوري خبرو ته دا سې پام وکړئ، چې وروسته پوه شئ، چې په خپلو خبرو کې یې تېروتنه کړې ده، هغه مه ګواښئ، هېر یې کړئ، که چېرې وغواړئ، چې څو څو ځلې ترې یادونه وکړئ، نو وروسته به له اړیکیزو ستونزو سره مخامخ شئ.
کله وخت ښایي د خپل مقابل لوري یوې خبرې یا کړنې ته په تېروتنې سره متوجه شئ او له دې چې ستاسو مقابل لوری په تاسو باندې نه پوهېږي، ستړي شئ، یو ګام شاته لاړ شئ او هڅه وکړئ پوه شئ، چې مسئله دومره هم پېچلې نه ده، لکه څنګه چې تاسو یې په اړه فکر کوئ. ناسم پوهاوي باید په بشپړه توګه له ځانه لرې کړئ، ځکه ډېر کوچني دي او که چېرې وغواړئ، چې ستر یې کړئ، نو په واقعي ستونزو به بدل شي.
۲ ـــ زده کړئ، چې په هغه/ هغې اعتماد وکړئ:
باید په خپل مقابل لوري باندې اعتماد وکړئ، ځکه باید خپل ژوند له یو چا سره ووېشئ، آیا فکر کوئ، چې خپل مخ را وګرځوئ له ښوېیدو سره لاس وګرېوان کېږئ؟ که چېرې د خپل مقابل لوري په رښتینولۍ، مینې، وفادارۍ او یا بل هرڅیز باندې اعتماد ونه لرئ، نو په خپله اړیکه کې ښه نه یاستئ. تر ټولو غوره اړیکې په ژور اعتماد سره پیلېږي او حتا کله چې ستونزې را منځته کېږي، دا اعتماد هومره پیاوړی او ځواکمن دی، چې تاسو د یو بل تر څنګ ساتي.
۳ ـــ پرېږدئ، چې په یو بل پسې خپه شئ:
مین یاست، په همدې خاطر غواړئ، چې تل او هر وخت د یو بل ترڅنګ واوسئ! ډېره ښه ده، چې تل سهار او ماښام له یو بل سره واوسئ، خو څوک د بېلابېلو څیزونو د تجربه کولو له پاره وخت لري؟ کله چې کار او یا د زده کړې ځای مو له یو بل څخه جلا وي، نو له یو بل سره به د خبرو کولو له پاره موضوع ولرئ.
کله چې له خپلو دوستانو سره بهر لاړ شئ او مقابل لوری مو هم له خپلو دوستانو سره، هغه وخت به د ځان له پاره وخت ولرئ او په ډېرې انرژۍ سره به د یو بل لوري ته ور وګرځئ، موکه به ولرئ، چې په یو بل پسې خپه شئ او دا مرسته کوي، چې د خپلې اړیکې په رښتیني ارزښت باندې پوه شئ. په یو چا پسې خپه کېدل فوق العاده دی. ځکه د هغه بیا لیدنه په تاسو کې ښه او غوره احساس را منځته کوي.
۴ ـــ د ودې او بدلون له پاره یو بل وهڅوئ:
په یوه ښه اړیکه کې دواړه لوري د ودې او بدلون له پاره هڅول کېږي، تاسو یوازې یو ځل ژوندی کوئ، نو باید په بشپړه توګه یې وازمایئ. که چېرې غواړئ، چې خپل کار خوشې کړئ او خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړئ، مقابل لوری مو باید له تاسو څخه ملاتړ وکړي، که چېرې نوی کار وازمایئ.
یا هغه کار ته بېرته ور وګرځئ، چې په تېر کې مو ترسره کاوه باید له تاسو څخه ملاتړ وکړي؛ تاسو هم باید هغه له همدې ملاتړ څخه برخمنه کړئ، خپل مقابل لوری وهڅوئ، ترڅو نوی کار وازمایي، نوي څیزونه زده کړي او له نویو کسانو سره آشنا شي. که چېرې وغواړئ، چې مقابل لوری مو هېڅ بدلون ونه کړي او هماغه ډول چې دی پاتې شي، نو ژوند به مو ډېر ستړی کوونکی شي.
۵ ـــ کم راتلل په دې مانا نه دی، چې کمزوري یاست:
کم راتلل د تسلیمېدلو په مانا نه دی، په دې مانا نه دی، چې جګړه مو بایللې ده، په بشپړه توګه برعکس خبره ده. آیا پوهېږئ، چې کله وخت کم راتلل څومره سخت کار دی؟ خوښېږي مو چې خپله خبره ثابته کړئ، ځکه فکر کوئ، چې سمه ده او د مقابل لوري خبرې مو بېځایه او بې مانا دي.
یو ګام شاته واخلئ او لږ په سیاست سره دې شخړې ته وګورئ، منطقي پایله یې څه ده؟ که چېرې مقابل لوری مو په حقه دی، له دې چې هغه ومنئ مه ډارېږئ، خبره یې ومنئ یا دواړه په خپلو نظرونو کې لږ بدلون را منځته کړئ، چې دواړه راضي شئ. مهم ټکی دادی، خپله خبره مه ثابتوئ، کم را تلل او سوله کول، ستاسو د اړیکې له ودې سره مرسته کوي.
۶ ـــ خپلې کمزورتیاوې ومنئ:
مقابل لوری مو له تاسو څخه دا تمه نه لري، چې فوق العاده واوسئ او احتمالاً تاسو له هغې څخه دا تمه نه لرئ. موږ ټولو انسانان یو او جایز الخطا. هېڅ ستونزه نه شته، چې تېروتنه وکړو، په حقیقت کې، د دې له پاره، چې دوامداره او جدي اړیکه ولرئ، نو باید اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو ستاسو په کمزورتیاوو باندې پوه شي، دا د دې سبب ګرځي، چې د هغو څیزونو په اړه لا پسې حساس شئ، چې ځوروي مو او مرسته درسره وکړي، ترڅو په هغه برخه کې ځان پیاوړی کړئ.
۷ ـــ ډېری وخت باید مسایل ومنئ، ځکه چې د سمون توان یې نه لرئ:
ټول انسانان تېر لري، تاسو یې هم لرئ او مقابل لوری مو هم لري؛ آیا کولای شئ، تېر ته ور وګرځئ او خپلې بدې تجربې پاکې کړئ؟ نه! اړ یاست چې وې زغمئ او هڅه وکړئ، چې وې منئ. له دې ځینو تجربو څخه تېرېدل آسانه دي، خو رښتیا دا دي، کله وخت نه شئ کولای، چې په مسایلو کې سمون را منځته کړئ، داسې کوم کار نه شئ ترسره کولای، چې ستونزې مو له منځه لاړې شې، باید وې منئ او ترې تېر شئ. پرته له دې اړیکه به مو زیانمنه شي.
۸ ـــ ډېر ژر او د زړه له کومې بښنه وکړئ:
هر کله مو چې له یو بل سره شخړه وکړه، په دې اړه مه خواشیني کېږئ، چې څوک یې ګټي او څوک بایلي، له خپلې شخړې څخه درس واخلئ، کله چې له خپلې شخړې څخه درس اخلئ، نو کولای شئ، چې هغه درس په خپله اړیکه کې پلی کړئ، ترڅو د هغې ستونزې د بیا رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
دا ټول ښه دي، خو کار مو پایته نه دی رسېدلی، خپل مقابل لوری وبښئ! ځان هم همداسې! شخړه پای ته رسېدلې ده، اوس باید له هغې څخه تېر شئ. هېڅکله له خپل لوري څخه په زړه کې کینه مه ساتئ، ځکه دا کینه او غوسه تر هغه ځایه دوام پیدا کوي، چې نور به دې ته لېوالتیا ونه لرئ، چې له هغې سره خپلې اړیکې ته دوام ورکړئ.
۹ ـــ هېڅکله تمه مه لرئ:
دا هیله مه لرئ، چې لوری مو واتوانېږي، ستاسو ذهن مطالعه کړي، یا سبا ناری مو په وخت سره راوړي، لوښي درته ووینځي. ټاکل شوې نه ده، چې دا پېښې رامنځته شي، نباید له چا څخه تمه ولرئ، مګر دا چې هغه په دې باندې پوه کړئ. خبرې وکړئ او ډاډ تر لاسه کړئ، چې مقابل لوری مو پوهېږي، چې له اړیکې څخه څه تمې لرئ، دغه راز د بېلابېلو مسایلو په اړه باید د ستاسو په نظرونو باندې پوه شي، دا له هغه سره مرسته کوي، چې ستاسو پر وړاندې په ډېر پام سره چلند وکړي، خو سره له دې هم له هغې تمه مه لرئ.
۱۰ ـــ خپل احساسات ښکاره کړئ:
تر ټولو بد کار چې کولای شئ، په یوه اړیکه کې یې ترسره کړئ، دا ده، چې لوبې وکړئ، خپل مقابل لوری مه ځوروئ، ښه چلند ته یې په مینې او د لېوالتیا په څرګندولو سره مکافات مه ورکوئ، په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې مقابل لوری مو دا احساسوي، چې ورسره مینه لرئ. ښایي د هغې له لاسه خوشاله یا غوسه واوسئ، هېڅ مهمه نه ده، هغه باید داسې احساس کړي، چې ورسره مینه لرئ، هغه باید ستاسو په احساساتو باندې پوه شي، نو داسې کوم کار مه ترسره کوئ، چې له ناسم پوهاوي سره لاس و ګرېوان شئ.