پيژندنه
کمال الدین مستان د جمال الدین زوی ، په ۱۳۳۷ لمریز کال د لوګر ولایت د څرخ علاقه دارۍ ، په شش کلا نو می کلي کې په یوه بزګریزه کورنۍ کې زیږیدلی دی.
زده کړې
کما ل الدین مستان لومړنی ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپله سیمه کې ترسره کړې دي، د لوړو زده کړو لپاره کا بل ته راغی ، د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځی یې ولوست او بری لیک یې تر لاسته راوړ . دندې ۱- د روغتیا زیری ، هنر ، فر هنګ مردم او آواز د مجلو چلوونکي یا همکار په توګه یې دنده ترسره کړې ده. ۲- د کلنی ( سالنامی ) د آمر په توګه یې دنده ترسره کړې ده . ۳- د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د لوی ریاست د ادبي دیپارتمنت مشر په حیث دنده سر ته رسولې ده. ۴- د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ازریابۍ د څانګې د آمر په توګه دنده تر سره کړې ده. ۵- د راډیو تلویزیون د نطا قانو د ادارې مشري یې هم یوه موده په غاړهدرلوده. ۶ – د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند د کار مند په تو ګه یې کارو نه کړي دي. ۷ – اوس د دولتی راډیو تلویزیون د هنر او ادبیاتو د ریاست مرستیا ل دی .
چاپ شوي آثار :
عبدالغفور ليوال د مستان شاعري د لنډې ارايې شاعري بولي : (( يو ډول مختصر نويسي يا د لنډې ارايې شاعري ده. په دې معنی چې کله کله د هغه شعر يوازې څو کلمات دي چې د يوه شاعرانه تصوير په دننه کې کار کوي.)). سره له دې چې کما الدین مستان تر هرڅه لومړی شاعر دی خو د نثر په برخه کې یې هم د پام وړ کارا کړی دی، چې د ښاغلي مستان خپاره شوي اثار په لاندې ډول دي.
۱– ولسي شا عران
۲ــ ولسي پانګه
۳ــ د بهایي جان احوال او آثار
۴ـــ بهایي جان شاعر شیرین سخن ( دري)
۶ــ هوښیاره نجلۍ ــ ماشوما نه فوکلوریکه کیسه ( بي بي سي )
۷ ــ کیسی ــ چیستانونه ( بي بي سي)
۸ـ د موسهی مولوی فیض محمد آخندزاده احوال او آثار
۹ـ زما پوهنځی ــ ژباړه
۱۰ــ توپان ــ ژباړه
۱۱ ـــ پرېمنځلې خندا ـ شعري ټولګه
۱۲ د پاڼو شهادت ــ شعري غونډ
۱۳ د لمر شعلو ته ــ شعري ټولګه .
۱۴ – د چکړیو منیار ژباړه
کماالدین مستان د پښتو ژبې په خواکې په دري ژبه هم لیکل او شاعري کوي.