لیکنه: طارق احمدزی
کمپیوټر پوهنه راتلونکي ته نوې بڼه ورکوي. اوس کمپیوټر پوهنه زمونږ له ژونده یوه نه بیلیدونکې برخه ده، تقریبا ټولو هغو شیانو ته چې له موږ څخه راغونډ دي په مجازي توګه داسې بڼه ورکوي چې مونږ پرې اړيکې ونیسو، سفر، کار او لوبې وکو. دا یواځې د کمپیوټري انقلاب شروع ده. په اوس وخت کې کمپيوټر پوهنه د نوښتونو، پنځونو او د تشبث د نورو ډیرو ډګرونو یوه پیاوړې کیلي ده، پدې اړوند مطالعې حیراننوکې او الهام ورکونکې دي.
حيرانيږه مه! ته کولای شې، یو له همدوی (نوښتگرو/پنځونکو) څخه واوسې!
د کامپیوټر کارپوهان د راتلونکي نوښتونو (د معماریو پر ودې او د پرمختللیو محاسباتو اړوند تخنیکونو) لپاره د هغو سافټورنو پر ودې بوخت دي چې په همغه چارچوب کې پر کار اچول کیږي. کمپیوټر پوهنه په نړۍ کې د مثبت بدلون لپاره یو پیاوړی ځواک دی. کامپیوټر کارونې مریخ ته د یو کنجکاو پالندوی د رسولو (غورزولو) شونتوب پر غاړه اخيستی، د غیر مترقتبه دواګانو له تداخل څخه د مریض سمه پالنه او ساتنه، د K-12 ( په امریکا، کاناډا، ترکیه، مصر، شمالي کوریا او فلیپین کې د ابتدایه، متوسطه او بیا له نهم څخه تر دولسم ټولگيو پورې مجموعې ته ویل کیږي) ښوونیز انقلاب او د ګرځنده مبایلونو له لارې زده کړه، او حتی د کمپيوټر پنځونه چې د مخاطرې پر وخت یې د ځان پر ګټه کارولای سو.
دا (کمپوټر پوهنه) د بې پولې ځواک ډګر ده.
تیار اوسه چې نړۍ ته بدلون ورکړې!
د کمپيوټر پوهنې ارزښت او کارونه د هغه د لنډ تاریخ څخه چې د کمپیوټر د نړۍ شروع بلل کیږي څرګندیږي، دا چې نړۍ ورځ تر بلې د نوښت په لټه کې ده نو د کمپیوټر د نن نوښتونه به د سبا لپاره یواځې یوه مفکوره پاتې وي. نړۍ د تیرو دوه لسيزو په موده کې د کمپیوټر پوهنې پر مټ هغې پوړۍ ته ورسیده چې خلکو ته یې ګمان لیونتوب او په اړه يې خبرې افواهات او عبثيات ښکاريدل.
کمپیوټري تفکر به یو بنیادي مهارت وي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د نړۍ هر وګړی کاروي. په لوست، لیک او محاسباتو کې باید د هر ماشوم تحلیلي ځواک ته کمپیوټري تفکر ور اضافه شي. کمپیوټري تفکر د ستونزې حل، د یو سیمتم ډیزاین او د انسانانو د رویې (سلوکو) درک او بیا د مفاهیمو پر بنسټ يې انځورول د کمپيوټر پوهنې د بنيادي مفاهيمو په ټوگه ځان کې رانغاړي.
کمپیوټري تفکر د کمپيوټر پر ظاهري بڼې او کارونې بسنه نکوي، دا هغه کار ده چې نن یې هر انسان پر کارونې برلاسی دی مګر؛ د نوښتونو، سهولتنو او مجازي امنیت د رامنځ ته کولو په اړه فکر ته وايي. دا (کمپيوټر پوهنه) د تجزيه کولو(سوچه کولو) او بيا په نتيجه کې د تجزيې پر مختلفو سطوحو د فکر کولو وړتيا ته اړتيا لري. د کمپیوټینګ (محاسباتو) ډګر په علمي سوالونو، ټیکنالوجیکل(تخنيکي) نوښتونو او پر ټولنیزو غوښتنو رهبري کیږي، دلته د دې درې مفهومونو ترمنځ عجیب د ټیلې او تمبې بالمثل متقابل عمل پروت دی. د مثال په توګه، د تیکنالوژي(تخنيک) د پرمختگ تیزوالی او ټولنیزه غوښتنه مونږ د کمپیوټينګ(محاسباتو) اساسي علمي پوښتنو ته بیایي. دا مفهومونه هم د کمپیوتنیګ (محسباتي) تحقیقاتو د تاثیر مقیاس دی.
يوه ځانگړنه چې کمپيوټر پوهنې ته خاص ارزښت ورکوي چې د ساينس او تيکنالوژۍ نورې برخې ورته اړ دي، سافټور ده. سافټور دا لاره برابروي چې خپلو تصوري افکارو ته په مجازي نړۍ کې يو انځور ورکړو تر څو په حقيقي نړۍ کې يې د گټې او هوساينې موخې معلومې وي نو؛ سافټور د اخيرو دوه لسيزو د نوښتنو او پنځونو دروازه بلالی سو. پدې هيله چې د هيواد په پوهنيز ډگر کې د دې دروازې د پرانيست لپاره بنسټيز گامونه پورته سي.
د يو سوکاله افغانستان په هيله …