ژباړه: عدنان نجیبي
سایبري امنیت د مالوماتو ساتل دي، له لویو انټرنیټي ګواښونو څخه، د بېلګې په ډول سایبري ترهګري (Cyber terrorism)، سایبري جګړې (Cyber warfare) او سایبري جاسوسي (Cyber espionage). انټرنېټي ګواښوونکي پټ اهداف لري، سیاسي نظامي او کله کله هم د یو ملت بنسټیزې سرمایې هدف ګرځوي، چې دا یې تر ټولو بدې بڼې دي. نو ځکه خو انټرنېټي امنیت د هر هېواد د امنیتي تګلارې یوه مهمه برخه وي. د بېلګې په ډول د امریکا فدارالي حکومت د ۲۰۱۰م کال څخه را په دې خوا هر کال د سایبري امنیت لپاره له ۱۳ ملیارده ډالرو څخه زیاته بودیجه ځانګړي کوي.
سایبري ترهګري:
د ترهګرو ډلو په واسطه د مالوماتي ټکنالوژۍ غلط استعمال دی، تر څو خپلې نظریاتي او سیاسي برنامې پر مخ یوسي. دا د بریدونو له هغې بڼې څخه عبارت دي، چې په شبکو (Networks)، د کمپیوټر په سېسټمونو او په مخابراتي زېربناو باندې تر سره کېږي. د بېلګې په ډول کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د روسیې د دوهم نړیوال جنګ یادګارونه له منځه یوړل شول، نو په ځواب کې يې د استونیا هېواد د یوه لوی (Distributed Denial of Service DDoS) برید سره مخ شوه، چې تقریبا د هغه هېواد د ټولو وزارتونو او لویو بانکونو شبکې یا نېټورکونه یې له لیکې څخه و وېستل. په دغه ډول انټرنېټي ترهګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په امریکا کې د سایبري پوځ (Military of Cyber Command) مشر کیت الېکزنډر (Keith B. Alexander) ویلي چې د ۲۰۰۹م کال راهېسې په اسانتیاو چې په مهمو زیربناو وېشل شوې دي، انټرنېټي بریدونه ۱۷ ځلې ډېر شوې دي.
(Distributed Denial of Service DDoS): دغه برید یو ډول هڅه ده تر څو یو پر لیکه (Online) خدمت لکه د یو مطلق ترافیکي بندښت په څېر له لیکې یا لاسرسي څخه و باسي. دوي په لویه کچه مهمې منابع، لکه د بانکونو د شبکو څخه نیولې بیا د خبرونو تر برېښنا پاڼو پورې خپل هدف ګرځوي او خلکو ته یوه لویه ننګونه را مخ ته کوي او هغوی په دې یقیني کوي چې خلک مهم مالومات تر لاسه کولی او شریکولی شي.
سایبري جنګونه:
د مالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د یو هېواد وګړي د بل هېواد شبکو یا نېټورکونو ته داخلېږي او هغوی ته تاوان اړوي دې ډول جنګونو ته انټرنېټي یا سایبري جنګونه وايي. په امریکا کې او همدارنګه په زیاتو نورو هېوادونو کې سایبري جنګونه د ځمکې، سمندر، هوا او فضا پسې پنځم اړخ پېژندل کېږي. دا ډول بریدونه په عمومي ډول د هغه هکرانو په واسطه تر سره کېږي، کوم چې د خپلو هېوداونو په واسطه یې ملا تړ کېږي او د کمپیوټري شبکو په برخه کې ښه روزل شوي وي. د دې پر ځای چې يوه هدف شوې شبکه بیخي و تړي، ځېنې وختونه، شبکو ته داخلېږي تر څو ارزښتناکه مواد (Data) ترې تر لاسه کړي، د اړیکو سپکاوی کوي، زېربنایي خدماتو لکه ټرانسپورټي او صحي خدماتو ته ضرر رسوي او یا هم په سوداګرۍ کې د خلل باعث کېږي. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۸م کال کې د جنوبي اوسېتیا په جګړه کې، د ګرجستان په خاوره د روسيې لمړنی برید یو سایبري برید وو، چې په کې د ګرجستان تقریبا ټولۍ دولتي برېښنا پاڼې (Websites) شلې (فلج) کړی شوې.
سایبري جاسوسي:
سایبري جاسوسي د مالوماتي ټکنالوژۍ په مټ د پټو مالوماتو تر لاسه کول دي، پرته د هغه د خاوند او یا ساتونکي له اجازې څخه. سایبري جاسوسي ډېری وخت د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي او نظامي ګټو د تر لاسه کولو لپاره کارېږي. دا کار د درزونو یا کریکنګ تخنیک (Cracking techniques) او مالویر (یو ډول زیانمنوونکی Software) په واسطه تر سره کېږي. په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د جاسوسۍ ضد ادارې په رسمي ډول یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې يې د هغه سایبري جاسوسۍ په اړه مالومات ور کړي وو، چې غوښتل یې د امریکا ستراتېژیکو اقتصادي ګټو ته تاوان و رسوي. د وال سټريټ ژورنال د یوې ګڼې په یوه برخه کې داسې یوه نظریه راغلې وه، چې د کورني امنیت پخواني ریس مېچل چېرټاف ( Michael Chertoff) په معنوي ملکیتونو د چین د جاسوسۍ په اړه توضیحات ور کړل، او سایبري جاسوسي یې د نن ورځې د پرمختللي اقتصاد د “سرچینه کوډ ”(Source Code) سره تشبه کړه. د خپل پراخه او ارزانه کاري ځواک له لارې، چین دغه نظریات په موثره او ارزانه ډول په عمل کې پلي کوي. هغه پیسې چې کوربه هېوادونه یې په دغه برخه کې سرمایه ګذاري کوي، دا یې ثمره ده چې دغه غله خپل اهدافو ته اقتصادي او ستراتیژیک زیانونه رسوي.
د چټکو پرمختلونکو او دوامداره سایبري ګواښونو سره په یو هېواد کې، د سایبري امنیت او ستراتیژۍ چټک ساتل او پرې کړنې کول د حکومتونو لپاره یو د غټو ننګونو څخه دي. سایبري امنیت د خصوصي شرکتونو لپاره هم یو لوۍ ګواښ ګڼل کېږي، معنوي ملکیتونه ګواښي او خصوصي زېربناوې تر ولکې لاندې راولي. مشورتي ارګانونه لکه د معیاري کولو نړیوال سازمان (ISO) په دې وروستیو کې یو لارښود وړاندې کړی دی، چې یوې ډېرې فعاله او تطبیقي کړنلارې ته وده ورکوي، چې مسلسلې څارنې او وخت په وخت ارزونونې په کې شاملې دي. دغه لارښوونې د معیاري کولو نړیوال سازمان په ۲۷۰۰۲ یا (ISO 27002) نشراتو کې تفصیلي تشریح شوي دي.
You also might be interested in
ژباړه: عدنان نجیبي مونږ او تاسې د سایبري یا کمپیوټري[...]
ژباړه: عدنان کاروې یې که بایلې یې، په ځان باور[...]
ژباړه: عدنان نجیبي روڼ اندي، چې په انګلیسي کې ور[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی