لیکنه: محب الله آرمل
محکمې ته دې يوې شاهدۍ لپاره لاړم چې يو کس ته د تقاعد وسيقه جوړه کړو، زموږ شاهدي لا نه وه اخستل شوې چې يوه چادري واله ښځه چې لکړه هم ورسره او ښۍ پښه يې په کچ کې تاو وه راننوته څو ماشومان چې مشره يې نجلۍ وه ورپسې وو. چادري واله ښځې د کوم قاضي پوښتنه کوله خو هغه نه و ، له شته قاضيانو يوه ترې وپوښتل : مورجانې ته د خپل مشکل ووايه هغه کس چې ته يې ښيې اوس نشته .
ښځې وويل : زه غواړم وسيقه جوړه کړم، مېړه مې بندي دی، لورونه مې ټول بېل دي څوک يو ځای دي څوک بل ځای، په پلار ګنۍ کې مې يو ورور درلود هغه هم اوس پدې دونيا نشته، د اولاد نفقه نلرم که دولت زه ما د بې کسه ماشومانو د روزۍ څه غم وخوري.
قاضي ورته وويل موږ داسې ماشومانو ته قانوني وسيقې نشو ورکولی چې پلار يې ژوندی وي او يا بندي وي ، که ستا مېړه ورک وي او څه درک مرک يې هم نه وي کېدای شي، که مړ وي هم کېدای شي خو اوس نشي کېدای …
ماته په زړه کې راتېره شوه چې که پلار بندي شي نو اولاد يې د دولت پکار ندی. دا ولې ؟ آيا د پلار جرم د پلار دی که اولاد هم ورسره شريک دی ؟ د هغه ماشوم ګناه څه ده چې په هېڅ خبر ندی خو د پلار په نشتون کې له هرڅه محروم دی ؟ داسې به ډېر پلرونه بنديان وي چې اولادونه يې پې سرپرسته دي. داسې به ډېر ميندې د زندان د تورو تمبور تر شا وي چې واړه اولادونه يې بې موره ګزاره نشي کولی او غواړي يې … آيا جرم پردي دی که نه ؟ که فردي وي نو د پلار په جرم ماشوم ولې د ژوند له ټولو امکاناتو محروم شي، دولت د داسې کسانو غم ولې نخوري ؟
هسې خو دا ملک جګړو ځپلی دی او د کاروان صيب په وينا چې د هرې ليکنې عنوان دی، مګر د هغه ماشوم حقوق ولې پايمال شي، چې آن د روانې تراژيدۍ د سريال او کټرونو په رول لا نه پوهېږي، چې پدې آګا ندی چې پلار مې په کوم جرم ووژل شو، بندي شو او ياهم تری تم شو . يا به شايد چې دولت دې ډول ستونزو ته پروګرام لري خو دا په ډاډ سره ويلی شم چې لس سلمه مستحقو کسانو ته هم د دوی مرستې نه رسيږي .
چې له محمکې راووتو له همدې ښځې مې وپوښتل چې د کوم ځای ده، که څه هم ويرده او نه يې راته ويل خو بلاخره يې هرڅه راته وويل. نوموړې د وردګو ولايت د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکې وه خو نور جزيات يې زه ددې په ټينګار نشم ليکلی دی.
دې ښځې کابو اوه يا آته کاله مخکې د خپل ژوند کيسه داسې راته بيان کړه : زموږ په کور کې هره آسانتيا وه او ژوند مو ښه و ، زما د مېړه د ميرې يو زوی هم و، چې هغه په وردګو کې نه بلکې په بلخ ولايت کې اوسېده ، لورونو او مېړه مې خپل دغه ميرنی زوی پدې خاطر وواژه چې اولاد يې نه و او دوی غوښتل ميراث يې ور پاتې شي . کله چې دوی د خپل ميرني زوی قتل وکړ ، دولت راغی زما لورونه او مېړه يې بنديان کړل … اوس زه په کور کې د روزۍ ګټلو څوک نلرم درې اولادونه چې دوه مې زامن دي او يوه لور بې کسه راته پراته دي، دوی ډوډۍ غواړي، دوی بايد ښونځي ولولي … خو زما په وس کې هېڅ نشته، اوس چا راته وويل چې پدې جريان دولت خبر کړم که مرسته راسره وکړي . خدای خبر چې دولت به مې د ماشومانو غم وخوري او کنه ؟
د ښځې په وضعيت مې چورت خراب شو خو دغه ناورين د يوې بلا په څېر مخکې روان دی هره ورځ ميندې بورې کيږي، کونډې کيږي ماشومان بې موره يا بې پلاره کيږي … که دولت پدې برخه کې جدي اقدام ونکړي نو راتلونکي نسلونه به مو هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.