ژباړه: حضرت عثمان نوري
که تاسې دغه لاندې لس ځانګړنې لرئ؛ نو ستاسو فکر، عمل او د ژوند تړلي مسائل صحت دي، چارې مو ښې مخته روانې دي، ژوند مو بریالی دی او له دې مه ډارېږئ چې کار ته به مو ستونزه پېښه شي.
لومړی: د نورو خبرو ته ځيرک اوسئ او په خبرو کې یې مه ور لوېږئ
که تاسې په مجلس (ناسته) کې له ملګرو سره بوخت یاست، او د نظر ورکولو فرصت په لاس نه درځي؛ نو بیړه مه کوئ او انتظار وباسئ، دا به ستاسو لپاره ګټوره وي، ځکه ممکن ستاسو نظر په داسې وخت کې خپور شي، چې د مجلس د غړو ټول فکر او پام تاسې ته وي.
دوهم: خپل محیط له نږدې وڅارئ
د حساسو او موثرو سپارښتنو لپاره دا یوه ښه لاره ده چې تاسې د خپل چاپيریال څخه څارنه وکړئ. که په کار ځای، کور او یا هم کومه مؤسسه کې کارمندان یاست، نو د خپل کارځای سمه ساتنه وکړئ، څو مو چارې غېر منظمې او مخللې نه شي.
دریم: خپل خوب مو منظم کړئ
که تاسې خپل کار لپاره یو مهالوېش لرئ، نو حتماً به مو د خوب لپاره هم یو ځانګړی وخت ټاکلی وي. ځکه ارواه پوهان وايي: (یو ډېر بد سړی د خوب اهمیت نه پیژني.) که تاسې په چارو کې ستومانه کېږئ، نو دا منل شوی حقیقت دی چې ستاسو تلل بیستر (خوبځای) ته په خپل ټاکلي وخت ستاسو ستومانتیا آراموي.
څلورم: خپل احساسات مو کنترول کړئ
احساسات ستاسو د ژوند سره تړلې موضوع ده او که یې کنترول کړئ؛ نو خپل کار او فعالیتونه مو له هر ډول نیوکو او ستونزو ژغورلی شئ. ډېر خلک ددې توان نه لري چې خپل احساسات کنترول کړي او په بیړې سره خپلې پرېکړې کوي، که څه هم تاسو په لومړېو کې د احساساتو څخه کار اخلئ، خو دا چاره په آینده کې تاسو په پرېکړه پښېمانه کولی هم شي.
پينځم: تېر هېر کړئ
تاسې د تېر وخت خیالات او تصورات پرېږدئ او خپله حافظه په کار واچوئ، ترڅو د تیر یا راتلونکي په اړه د غیر ضروري فکرونو مخه ونیسئ. ځکه پرته له عمل څخه د تېر یا راتلونکي په اړه خیالات او تصور کول بې ګټې کار دی.
شپږم: د هدف لپاره یو پیاوړی پلان ولرئ
که تاسې د روښانه آینده هیله لرئ؛ نو لاس تر زنې مه کښېنئ، بلکې د خپل کار لپاره ځانګړی پلان او مهالوېش جوړ کړئ. پلان د هر کار د مخه ستاسو هدف پنځوس سلنه ټارګېټ کوي او په آسانۍ ستاسو مخته تګ ته زمینه مساعدوي.
اووم: دقیق اوسئ او له خپل فکر کار واخلئ
خپلو فعالیتونو ته دقیق او ځیرک اوسئ، که په یو شرکت یا اداره کې کارمندان یاست او ادارچي د ادارې له غړو نظر پوښتنه لرله؛ داسې نظر ورکړئ چې ستاسو ادارې ته ګټور او د عمل وړ وي.
اتم: د نورو احساسات او فکرونه درک کړئ
د شعور خاوندان ددې احساس کولی شي چې نور خلک څه فکر او څنګه احساس کوي؟ همدا راز دوی له فکرونو او څرګندونو په آسانۍ اخذ کولی شي او ډېر ژر پرته له دې چې کوم څوک خپل احساسات او سنجول شوی فکر څرګند کړي، دویو له وړاندې ستاسو د فکر اټکل کړی وي.
نهم: په باور کولو کې له احتیاطه کار واخلئ
که څه هم ددې امکان شته چې تاسې په هر چا باور وکړئ، خو دا ډېره سخته پرېکړه ده چې تاسې په چا، څنګه او ولې باور وکړئ؟ ځکه ځیني وخت بې باوري تاسو په کړي باور هم پښېمانه کولی شي او ښه خبره دا ده چې د اړتیا په وخت د باور په اړه لومړی خپل فکر ښه وسنجوئ او بیا په ناپېژانده خلکو باور وکړئ.
لسم: د نوښت روحیه ولرئ
په خپل مقام پاتې کېدل ستاسو د فعالیتونو په ناسم مدیریت اړه لري. ځکه ارواه پوهانو تایئد کړې ده چې (هغه کار بریالی مه بولئ چې تاسې پکې پرمختګ او نوښت ونه کړئ.) نوښت او مثبت بدلونونه ستاسو د پرمختګ لپاره بشړه لاره هوارولی شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
پای
January 21, 2018