• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

که ذهن مو وروسته پاتې وي، چټک اخذ په دې ډول کولی شئ

Home ژباړهکه ذهن مو وروسته پاتې وي، چټک اخذ په دې ډول کولی شئ

که ذهن مو وروسته پاتې وي، چټک اخذ په دې ډول کولی شئ

ژباړه: حضرت عثمان نوري

که تاسې نشه یي توکي نه کاروئ او بیا مو هم ذهن چټک اخذ نشي کولی، نو دا د شرم خبره نه ده، ځکه د الاهي ورکړه ده. دې نړۍ کې ډېر خلک شته چې ډول ډول حافظې لري، ځیني یې تر نورو چټکه زده کړه کولی شي، ځيني یې بیا په اوسط ډول او ځیني یې بیا تر نورو ډېر وروسته پاتې اخذ کوي، دا دریم ډول خلک د پڅ ذهنه خلکو په نامه هم نومول کیږي.

که تاسو د ذهن له پلوه وروسته پاتي یاست او غواړئ چې هر څه ژر یاد کړئ، نو دا سخته نه ده او په دې ډول خپله حافظه غښتلې کولی شئ.

لومړی: په درس خونه کې په خپل ځان باوري اوسئ

مخکې له دې چې ستاسو لکچرر خپله مقاله (درسي موضوع) پېل کړي، ورته ځیرک اوسئ او زړه مه وهئ (په ځان مه بې باوره کېږئ.) که لارښود مو تاسو ته د پینځه سوو تر دوه زرو کلېمو درسي موضوع تشرېح کوله؛ نو کوښښ وکړئ چې ژر ژر د خپل لکچرر د خولې مهم نقاط له ځان سره یاداښت کړئ.

دویم: ډېر لوستل وکړئ

ژوره مطالعه او د مختلفو لیکوالانو کتابونه لوستل ستاسو حافظه په کار اچوي او د حافظې ګراف مو تر څلوېښت سلنه پورته کوي. په لوستلو کې له سکېم (سرسري تېرېدلو) څخه ځان په کلکه وساتئ او د موضوع کلیدي ټکې بیا بیا ولولئ؛ ځکه ریډینګ (لوستنه) د زده کړې غوره لاره ده.

دریم: ډېر لیکل وکړئ

د ښې زده کړې لپاره تاسو اړ یاست چې لیک وکړئ، کوم موضوع چې تاسو یې یادول غواړئ؛ له لوست وروسته یې ولیکئ. که تاسې موضوع لولئ او بیا یې لیکئ، په دې ډاډمن اوسئ چې موضوع مو د یادولو وړ ده او په اسانۍ سره یې حفظ کولی شئ.

له لوست وروسته مو چې کله په لیک پېل کولو، د ژبدود تېروتنې یې حل او همدا شان نقطه ګذاري یې سمه کړئ.

څلورم: مطالعه په یو آرام ځای کې وکړئ

که تاسې په یو آرام ځای کې نه یاست او درس ځای مو د ځوګ او شور په مېنځ کې موقیعت لري، نو زده کړه مو له خنډ سره مخ کیږي. اروا پوهان وايي: (د زده کړې لپاره له آرام چاپیریال څخه استفاده وکړئ.) خاموش او آرام موقیعت ستاسو حافظه له ذهني فشاره ژغوري او درس په ښې لېوالتیا سره اخذ کولی شئ.

پینځم: د مطالعې په جریان کې قدم ووهئ

اروا پوهانو ثابته کړې ده، کچېرې د مطالعې په جریان کې قدم ووهئ؛ دا ستاسو د وینې فشار لپاره ګټور تمرین دی او دا چاره ستاسو حافظه د زده کړې لپاره ښه چمتو کولی شي.

شپږم: په پای کې پورته جریان یاداښت کړئ

اروا پوهان وايي: که تاسې د ذهن له پلوه وروسته پاتې یاست او په لومړي ځل پورته لارښوونې عملي کړئ؛ نو د پینځه سوه کلېمو مقاله (درسي موضوع) له درې ساعتو څخه په کم وخت کې زده کولی شئ. که تاسې بیا بیا تمرین وکړئ، همدا د پینځه سوه کلېمو درسي موضوع له شپېتو تر نوي دقیقو پورې زده کولی شئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

January 24, 2018

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

که دغه ۱۰ خاصیتونه خپل کړئ، نو د ښه شعور خاوندان یاست

Jan 22, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري که تاسې دغه لاندې لس ځانګړنې[...]

د بریا لپاره دغه ۱۰ ننګونې باید په ژوند کې وګالئ

Jan 13, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري تاسې په خپل محیط کې څومره[...]

ریښتیني خلک دغه نهه (۹) ځانګړنې لري

Jan 24, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري صداقت او ریښتینولي د غوره شخصیت[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022