لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک
پښتورګي د انسان روغتیا لپاره ډیر اړین دی او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.
د پښتورګو ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټ پیدا کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰٪ پاتې وي او نور له منځه تللی وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلی ناروغي هم وايي.
په کافي اندازه اوبه نه څښل
پښتورګي د خپلو فعالیتونو ساتلو لپاره کافي اندازه اوبو ته اړتیا لري. په کافي اندازه اوبه نه څښل د دې لامل ګرځي چې زهرجن مواد په وینه کې ټول شي ځکه چې پښتورګي یوازې د اوبو په مرسته کولی شي زهرجن مواد له بدن څخه خارج کړي.
ادرار ځنډول
د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول د ادرار فشار زیاتوي چې په پایله کې په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدو او یا هم په بشپړ ډول د پښتورګو کار پریښودلو لامل ګرځیدی شي.
د مالګې زیات استعمال
بدن خپل فعالیت ساتلو لپاره مالګه او سودیم ته اړتیا لري. خو ځینې خلک بیا له اندازې زیاته مالګه استعمالوي کوم چې په پښتورګو فشار اچوي او د وینې فشار اوچتوي. په ورځنی ډول باید له پنځو ګرامو څخه زیاته مالګه استعمال نشي.
د بورې زیات استعمال
هغه کسان چې په ورځنی ډول دوه یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښي د هغوي په ادرار کې پروټین د عامو خلکو پرتله زیاته وي. په ادرار کې پروټین د پښتورګو فعالیت زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.
د جاپان په پوهنتون کې یوې ترسره شوې څیړنې کې څرګنده شوې چې په ورځنی ډول دوه او یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښل د پښتورګو د ناروغیو خطر زیاتوي.
په ادرار کې د پروټین شتون د دې ښکارندوی دی چې پښتورګي زیانمنې شوي او خپل فعالیت په سمه توګه نشي ترسره کولی خو په دغه مرحله کې بیا هم پښتورګي د درملنې وړ وي .
په کافي اندازه خوب نه کول
د شپې لخوا په کافي اندازه او ارامه خوب نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته ډیر ګټور او اړین دی بلکه د پښتورګو لپاره هم ډیره ګټه لري. د پښتورګو حجرات د شپې له لوري بدلیږي چې له همدې امله په وخت نه ویده کیدل پښتورګي زیانمنوي.
د منرالونو او ویټامینونو کموالی
خپل خوړو کې د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن عمومي روغتیا او پښتورګو ته ډیره زیاته ګټه لري. کله چې بدن د منرالونو او ویټامینونو له کموالي سره مخ شي نو په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدل او د پښتورګو د کار پریښودلو خطر زیاتیږي. مګنیزیم او ویټامین بي ۶ د پښتورګو د ناروغیو څخه مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.
د غوږ خیره یا چرک
د نوې څېړنې له مخې، د غوږ خیری د باکتریا او میکروبو ضد مواد لري.
د غوږ خیری یو له هغو موادو دی، چې د انسان له جسم څخه وځي، چې معمولاً په ادبناکو مجالسو کې پرې خبرې نه کېږي، خو ځینې انسانان یې له یادېدو سره ډېر حساسیت لري.
په تېر کې د غوږ خیری د شونډو د وچو شونډو د لمدولو لپاره کارول کېده.
خو نوې څېړنې ښوولې، چې د غوږ خیری په بدن کې د خیرنو موادو د راټولېدو له کبله پیدا کېږي، چې په ښکاره د ځینو ناروغیو ښکارندويي کوي.
د غوږ د خیري په اړه پنځه داسې پټ رازونه دي، چې ګڼ خلک پرې نه پوهېږي:
د غوږ خیری څرنګه راوځي
د غوږ ژونکې د انسان په بدن کې بېله ځانګړتیا لري. د رنګ یو څاڅکی پخپل غوږ کې اچولی شئ، تاسو ګورئ چې تر څو اونیو پورې د ژونکو د حرکت له کبله خوځېږي”.
که چېرې داسې ونه شي، نو ښکاره ده چې د غوږ تونلي برخه له هغو مړو ژونکو ډکېږي، چې د جسم د طبعیت بدلون یې لامل ګرځي.
د دغه خوځښت له کبله د غوږ خیری پیدا کېږي، خو ځینې وايي چې د خوراک او څښاک پرمهال د ژامې بې ځایه خوځول په دې خوځښت کې ډېره برخه لري.
د غوږ خیری د ژوند په ډېرېدو سره پیکه رنګه خپلوي، خو هغه چې پر غوږونو یې وېښتان وي، د عمر په ډېرېدو سره د وېښتانو د مخنیوي له کبله د غوږ خیری په اسانۍ نه شي رایستلی.
د میکروبو ضد
د غوږ په خیري کې داسې غوړ خیری شته، چې له کیراتینو رامنځ ته کېږي، چې د غوږ د ننه مړې ژونکې هم ونډه پکې لري.
ډاکټران وايي، چې د غوږ د ننه د زرو او دوو زرو ترمنځ د میکروبو ضد څیزونه دي، او د سکوالین، کولیسترول او یوې بلې غوړینې مادې په یوځای کېدو سره د غوږ خیری پیدا کېږي.
د غوږ خیر ځینې وخت داسې زهرجن مواد لري، چې یوازې په معاینه کې څرګندېدلی شي.
د غوږ خیری په نارینه وو، ښځینه وو، د ډېر عمر کسانو او یا ځوانانو کې یو شان وي. خو یوې څېړنې ویلي چې د پاسو یادو درو څیزونو په یوخای کېدو سره د کال د نومبر او جولای میاشتو ترمنځ موده کې د کال د نورو برخو په پرتله د غوږ خیری ډېر وي.
د غوږ په خیري کې د لیزوزیم په نامه یو ډول ماده ده، چې د باکتریا ضد فعالیت کوي، او د باکتریايي دېوال نړېدو کې هم ښه رول لوبوي، خو یوه ډله وايي چې د غوږ خیری د باکتریا د ودې دنده لري.
توکمیز اصول توپیر رامنځ ته کوي
د غوږ د خیري د بوی له تحلیل ښکاري، چې انسان کوم ډول نارونغۍ لري.
د یوه ناروغ د ناروغیو معلومولو لپاره له وراثي طریقې، یانې د غوږ د خیري د بوی له لارې د هغه ناروغۍ معلوموي. همدا ده چې د ناروغ غوږ پاکوي.
کله چې یوه چا ته ووایاست چې ستا کار د انساني پر بوی تکیه کوي، شاید ډېر زیات درته وخاندي. خو کله یې چې د اهمیت په اړه معلومات ورکړې چې له دې کاره څومره نور معلومات ترلاسه کېدای شي، نو ډېر خلک بیا قانع شي”.
په برېښنايي جارو غوږ پاکول غوره دي
کاري رابرټس، چې تر څلوېښتو کلونو یې عمر اوښتی، د غوږ له خیري تر پزې راغلې وه، څو ځلې یې د غوږ د پاکولو عملیات کړي، ګرم تېل یې هم په غوږ کې اچولي، خو هېڅ چاره یې نه ده موندلې، همدا وه چې پای کې یې دواړه غوږونه بند شول.
کاري پرېکړه وکړه، د برېښنايي جارو له لارې به خپل غوږ پاکوي، چې په دې طریقې سره په یوې ډېرې نرۍ طبي الې سره د غوږ خیری پاکېږي، چې د برېښنايي جارو کار کولو ته ورته والی لري.
خو ډاکټران بیا دا کار د یوې عادي پیچکارۍ په مټ ترسره کول غوره بولي، چې وايي پیچکارۍ کې تړمې اوبه دې غوږ ته ور دننه شي ترڅو خیری ویلې او راووځي.
دودیزه پیچکاري کارول د ډاکټر د ړانده کار لامل ګرځي، د غوږ د ننه هېڅ نه ويني، که چېرې ډاکټر اوبه وکاروي، نو بهېدونکی څیز د غوږ خیري ته رسېږي او د تیت پرک کېدو په صورت کې یې بهر ته راوباسي”.
ډاکټران وايي د پیچکارۍ په وسیله د غوږ پاکول ښه نه دي، بلکې په برقي جارو باید پرېمینځل شي.
که چېرې داسې کوم سوری نه وي، چې د پیچکارۍ د ننوتو اجازه ورکړي، نو په زور باید د غوږ د ننه پیچکارۍ ته فشار ورنه کړل شي”.
د غوږ خیر هم د انسان د بدن د نورو افرازاتو په شان د درنې اوسپنیزې مادې په څېر زهرجن مواد لري.
زهرجن مواد
د هاضمې اړوند ځینې ستونزې د غوږ پر خیري اغېز کولی شي. په یوه څېړنه کې د ژیړ کب په غوږ کې تر ټولو ډېر زیات خیری (۲۴ سانتي متره پیړ) موندل شوی و.
خو په انسانانو کې برعکس، کم لیدل کېږي، هغه کبان چې تر ډېره یې خواړه په سمندر کې ځوړند څیزونه وي، د غوږونو خیری یې ورسره ډېرېږي، یا دا چې هغه ونې خوري، چې ریښې یې سرېښناک مواد ولري.