ژباړه او زیاتونه: مصطفی نور
خپلې شاوخوا ته نظر وکړئ، هر چیرته چې یی، هر څه چې کوی، ودریږئ او لږ خپله شاوخوا وڅیړئ، هر څه چې وینی، میز، چوکۍ، یخچال، ډوډۍ چې خوری یې، ګاډي چې کارځای د تللو لپاره ترینه ګټه اخلی…. د هر څه یو وخت کې شتون نه درلود.
که لږ شاته ولاړ شو، انسانان هم نه وو، ځمکه ۴،۵ میلیارده کاله او معاصره انسانان تقریبا ۲۰۰۰ کاله مخکې پیدا شوي، دا اریانونکې وده او پرمختییا یوازې د ۲۰۰۰ کالو په موده کې شوې، یعنې؛ د ځمکې د پیدایښت ۰.۰۰۴ مه برخه.
دا ټول څنګه له هیڅ څخه جوړ شوي؟ دا ټول د انسان د ذهن او د تخیل د قدرت پوروړي دي، کله چې انساني عقل د دې سیارې پرمخ را څرګند شوو، هر څه په چټکۍ سره پرمختګ وکړ او له هغې نه وروسته یې وده وکړه او پرمختللي شول.
د انسان د ذهن قدرت حیرانونکی دی، سره له دې چې انسان ډېر مخ په وړاندې راغلی او ډېر څیزونه یې زده کړي، خو تر اوسه یې ونشوای کړای چې د انسان د مغز ټول مرزونه او رمزونه پیدا کړي. تریخ واقعیت دی، چې ډېر انسانان ځان ته زحمت نه ورکوي، چې مسایلو ته له دې لیدلورې څخه وګوري، ډیری خلک له هغه وړتیا څخه نه دي خبر چې په لاس کې یې لري( د نړۍ ته د بدلون وړتیا).
سره له دې که ذهن مو هغې خواته متمرکز کړی، واقعا کولی شی چې نړۍ ته بدلون ورکړی، خو لمړی باید له وړو څخه پیل وکړئ، لمړی باید هغه څیزونو ته چې په شاوخوا کې مو دی بدلون ورکړئ، وروسته کولی شی له هغه څخه د باندې راووځی، تر ټولو ښه ځای چې کولی شی، ترې پیل وکړی، خپله ځان مو دی، لمړی داسې ژوند ځان ته جوړ کړئ، چې خوښ مو دی.
له بنا( بنسټ ) څخه پیل وکړئ؛
غواړی څرنګه کور ولری؟ آیا هغه ښکلی، پاک او منظم انځوروی؟ یا د اوس په شان شنلی او پاشلی؟ ورځ مو څنګه مجسموی؟ ښايي د خیالي نړۍ لپاره مو د کار ځای نه وي، خو یوه ورځنۍ کړنلاره چې د اوس لپاره یې باید ولری، ستاسو لپاره څنګه ده؟
آیا ژر له خوبه پاڅیږئ؟ سپورت کړی او له انرژۍ ډکه ورځ پیلوی؟ یا دا چې د شپې په ښه وخت کې نه یی ویده شوي په همدې خاطر په سلو بدمرغیو سره له خوبه پاڅیږی؟
خپله ورځنۍ کړنلاره، بد عادتونه او ژوند مو بدل کړئ، دا ټول ستاسو د ذهن په قدرت سره شوني دي، د کار رمز تمرکز دی، نړۍ په ډېر ساده ډول کار کړي، په څرګنده توګه یو څه ترسره کیږي او په بل شي اغیزه لري.
د پرمختګ یوازینۍ لاره دا ده چې خپل ټول تمرکز هغو کارو ته چې باید ویکړئ راټول کړئ، ځکه په همدې ډول کولی شی څرنګه چې غواړی ژوند وکړی، وې به کړای شی.
ټول فکر مو باید د ژوند یو اړخ ته چې غواړې بدلون ورکړي راغونډ کړئ، د څیزونو د بدلون په لوري یې راغونډ کړئ؛ که غواړی چې اندام مو جوړ کړی، باید خپل فکر پر ښوو خوړو، سپورت او په روغ ژوند راغونډ کړئ، داسې فکر وکړئ، لکه څنګه اندام چې غواړی لری یې، هغه بدن چې حجرې یې له ښوو او مغذي خوړو څخه جوړ شوې وي، قوي او متناسب دی.
که غواړی، ښه سندرغاړی شی، باید خپل ځان، ذهن او ژوند مو په سندرو او موسیقۍ کې غرق کړئ.
غواړی چې یو ښه انځورګر یا نقاش شی؟ باید هغسې ژوند وکړئ، هر څه د پیل ټکی لري، اړینه نه ده چې هر څه په سستۍ سره مخته یوسی او واړه ګامونه پورته کړئ.
که فکر وکړئ، کولی شی د یو ښه لوبغاړي، معمار، بډای یا آشپز ژوند ولری، یوازې باید هغه ژوند په ذهن کې راجوړ کړی، هغه ژوند چې هیله یې لری، له بریالي ژوند سره چې غواړی وې لری مه غلطوی، دا چې وغواړی، هغه څوک واوسی چې غواړی یې، آسانه دي، خو د نورو جزیاتو زیاتونه یو عمر وخت غواړي.
مثلآ: د یوه بریالي سوداګر کیدل، کلونه وخت او کار غواړي، خو یوازې د سوداګر کیدل ډېر وخت ته اړتیا نه لري، یوازې بسنه کوي چې ویټاکی، چې غواړی یو سوداګر واوسئ، د یوه سوداګر د ژوند لاره وټاکئ او د هغه ژوند ټولې ښیګڼې، ستونزې او بدې ومنئ، وروسته باید په ښه ډول هلې ځلې وکړي چې هغه ژوند ته داخل شی.
دا چې تل او هره شیبه متمرکز ژوند وکړی، ستونزمن کار دی، خو د وخت په تیریدو سره به ساده شي او په ځان کې به پرمختګ ووینی، که فکر د خپل ځان او موقعیت د ښووالي په لور راغونډ کړئ، په ډاډ سره به پرمختګ وکړی، خو په یاد ولرئ، چې هیڅ لنډه لاره وجود نه لري.
ښايي واردواره بخت درسره ملګرتیا وکړي او ډېر ژر ځان په چټک پرمختګ کې وګورئ، خو ښايي داسې ونه شي او یو څه وخت ونیسي تر څو پوه شئ چې پرمختګ مو کړئ، نو له هلو ځلو لاس مه اخلئ!
خو هر پرمختګ چې لری، که څه هم کوچنۍ وي، بیا هم پرمختګ دی، نو مثبت اوسئ او خپل تمرکز له لاسه مه ورکوئ، خپل ځان د هغه په بند کې مه اچوی، چې خپلې وړتیاوې بریالي کیدو او هیلو ته د رسیدلو لپاره کمې ويني ( تاسو هر څه کولی شی، یوازې حرکت وکړئ! )
منفي فکرونه مو ډېرې هیلې له منځه وړي، د پرمختګ لپاره اړینه ده چې مثبت واوسئ، کچېرې مثبت وی او باور ولرئ، چې کولی شی خپلو موخو ته ورسیږی، ډاډه اوسئ، همداسې به کیږي. که ذهن ته مو اجازه ورکړی، چې په منفي فکرونو ولړل شي، هر کار چې وکړی، په پای کې به ماتې خورئ، نو تل مثبت فکر وکړئ!
که فکر وکړئ چې کولی یې شم او که فکر وکړئ نیشم کولی، په دواړو حالاتو کې حق له تاسو سره دی (هنری فورد)
نړۍ له هیڅ څخه جوړه شوې ده، تاسو هم کولی شې له هغه ذهن څخه چې ورسره د نړۍ ته راغلي یې، خپله نړۍ له هیڅ څخه جوړه کړئ! په منفي فکرونو کې لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ!
که د پرمختګ په لټه کې یی، نو بدلون اړین دی، تاسو خپله باید همدا بدلون واوسی، ټول هغه شیان چې اړین نه دي له ژوند څخه لرې کړئ، هر څه ساده کړئ، د ځان لپاره ساختمان جوړ کړئ او د هغه د ډکولو لپاره پیل وکړئ، ځان ته وخت ورکړئ، چې په مثبتو فکرونو باندې خپل فکر راټول کړي، کومه لاره مو چې خوښه ده، پرې لاړ شئ، څنګه اغیزه مو چې خوښه ده کیېږدئ!
دا کار څو څو ځله تکرار کړئ او ټول منفي فکرونه له ځانه لرې کړئ، تر څو چې ټول په مثبتو فکرونو ډک شي او هغه په ریښتیا بدل کړئ، کله چې هر څه په یو څرخندوکي ولویدل، کومه وړتیا چې له ځان سره راوړی، لاره درته نوره هم آسانه کوي.
تاسو نړۍ ته بدلون ورکولی شی، هیڅ بانه نه شته چې ووایی: په ځان کې بدلون نه شم راوستلای.