ژباړه: رفيع الله آرمان
څومره چې مشترک ژوند دوړاندې تګ لار لنډوي ميرمن او خاوند هم دمختلفو تجربو پړاونه وهي او لازم دې چې په خپل منځي اړيکو يې دواړه غور وکړي او هغه څه چې د دوی دواړو ترمنځ داړيکو دخرابوالي لامل کيږي په نښه کړي او له منځه يې يوسي .
واده د نر اوښځې ترمنځ هغه هوکړه ليک يا قرار داد دی چې يو بل ته يې دوفادارۍ او همیشه له يو بل سره په څنګ کې داوسيدو په خاطر ورکوي. د ښو اړيکو درلودل، ديوبل ستونزې او مينه درک کول تر واده وروسته يو مهارت او هنر دی چې ميرمنې له رواني روغتيا، دکورنيوکارونو، ښايست اوښه صحت څخه پرته هم ورته اړتيا لري. دميرمنې څخه يوازې دجينسي مينې غوښتنه بې ځايه هيله او تيروتنه ده.
کله چې موږ واده کوو په لمړيو کې دشريک ژوند سره ليوالتيا دومره کلابند کړي وو ،باوجود د دې چې له يو بل نه مو غوښتنې پوره توپير لري خو بياهم دا ستونزه راته وړه او جزوي ښکاري چې بيا په ورو، ورو دا توپيرونه غزونې کوي ، ريښې کوي او حتا دخبرو کولو په وخت کې مو هم د پريشانۍ سبب کيږي . تر ژبه لاندې او منحصرې خبرې له هر چا سره هغه وسيله ده چې د يوې ريښتينې دوستۍ او پيوند لپاره يې مقابل لوري ته کاروي ، دغه پيوند په کينايي خبرو نه بلکه په ځينو واضيحو عکس العملونو باندې تړل کيږي چې تر ټولو مهم پيغام دی، دا چې موږ دا پيغام څه ډول بايد مقابل لوري ته ورسوو په لمړيو کې چې هر پيغام ليږدوو او هره اړيکه جوړوو له دوو حالتونه څخه خالي نه ده چې يو ليدلوری او بل کړه وړه دي .
په هره اړيکه کې دوه ليدلورې مجود دي، يودا چې زه په هره اړيکه کې ځان ته ارزښت او اهميت ورکوم.
دوهم دا چې ځان ته هيڅ ارزښت او اهميت نه ورکوم. همدغه موضوع ددې سبب کيږي چې موږ د خپلې ميرمنې سره داړیکو په خاطر همداسې کوو يعنې پام مو وي چې که ځان ته په اهميت او ارزښت قائل ونه اوسو نو ميرمنې ته مو هم ارزښت او اهميت نه دی ورکړی ځکه له يو بل سره اړيکه د يوبل د درک کولو يوه وسيله ده ،خو د ميرمنې اوخاوند ترمنځ تر ټولو غښتلې اړيکه له يو بل سره خبرې اترې او دنظر شريکول دي .
د خاوند او ميرمنې ترمنځ د اوږدو لانجو يو لامل د پورته ذکرشوي مهارتونو نه لرل دي. که غواړئ چې دغه مهارت ولرئ او دغه هنر لا ښه زده کړئ او ځان اصلاح کړئ لمړی ګام دا دی چې له ميرمنې او يا کورنۍ سره مو په ستونزو يونظر وکړئ او خپله تيروتنه پيدا کړئ دځان قاضي شئ او دخپل وجدان له قضا نه ورته وګورئ . لاندې څو ټکي به درسره مرسته وکړي .
دځان قاضي و اوسه :
د اړيکو د ټينګلو په طريقه مو په خپله غور وکړئ ؛ وګورئ له ميرمنې سره مو مخالفت او مينه په کومه کچه ده ،؟ په ورځ کې څو ځله او حتا هره شپه يو ځل له ځان سره خپله ارزيابي وکړئ او دمثبت رول لوبولو په خاطر خپله هڅونه او آفرينی مه هيروئ .
وجود مو په خبرو راولئ:
بهتره ده دوړاندې تګ اړيک مو له يوې آرامې نقطې څخه پيل کړئ. دژبې تر کارولو وړاندې مو بدن ته د خبرو موقيع ورکړئ. دسترګو حرکات او موسکا تر ټولو مهم دي؛ مثلا کله چې ستړي مشي او دحال او احوال پوښتنه کوئ ، دلاسونو حرکات، دکيناستلو طريقه، له ميرمنې سره دنژديوالې فاصله دا ټول درسره دخبرو کولو په وخت کې مرسته کوي چې دا دبدن ژبه ده او بايد زده مو وي .
د دې لپاره چې په خبرو او د اړيکو په ټينګولو ځان برلاسي وښاياست، نيغ کينئ او ملا د يوه ستقيم خط په امتداد برابره کړئ، څو ځله دآينې مخ ته دخوښيو په وخت کې مو خپلې خنداګانې تمرين کړئ. په لاسونو له خبروکولو، د وجود له هرې برخې خوځلو، په پوزو کې ګوتې وهلواو… نورو څخه ډډه وکړئ ځکه دميرمنې حواس مو بايد بلې خواته ولاړ نه شي چې ګوياتاسو له هغې سره دکومې دعوې فيصله کولو په خاطر خبرې کوئ .
په ميرمن مو دخبرو کولو اثر:
څوځله دورځې او حتا هره شپه خپله ارزيابي وکړئ او دښه په زړه پورې رول په خاطر ځان ته آفرينی ورکړئ . ددې لپاره چې دکورنۍ مشر ستاسو په مطلب وپوهيږي او وکولای شئ چئ ورسره په آرامه خبرې وکړئ، واضيح او په خپل ځان په پوره ډاډه سره خبرې پيل کړئ . دکور دميرمنو لپاره ستاسو دخبرو ددرک په موخه له هغوی سره پرته له کومې پوښتنې په ټيټ غږ، له نورو سره دهغوی تر مقايسې پرته ورسره خبرې وکړئ. دخپل ځان له پيژندګلوئ نه پيل وکړئ په پوره صميميت نرمۍ سره خبرې وکړئ تر څو مو ميرمن په تاسو پوره باور وکړي. له خبرو نه مو کنايې وباسئ کيدای شي چې له وينا څخه مو اوريدونکي بل مطلب واخلي تر ډيره د (زه) يا (زه خپله ) کمله ډيره وکاورئ.
مناسب وخت او فرست په نظر کې نيول دخبرو کولو اثر ډيروي ځينې کسان په ځنډ خبرې کوي دې ته مو هم بايد پام وي چې دخبرې منځ ته يې ورټوپ نه کړئ .
اوس مو چې دا هرڅه په نظر کې نيولي ، زده کړي مو دي او عملي کړي مو دي نو دخوشاله اوښه ژوند مبارکي درته وايو .
پای
You also might be interested in
لیکنه: رفيع الله آرمان تقريبأ پنځه پنځه نيم سوه کاله[...]
ژباړه: رفيع الله آرمان وړې ستونزې پريږدئ چې خپله لاروهي، ستاسو[...]
ژباړه: رفيع الله آرمان ارواپوهان په دې عقيده دي څومره[...]