لیکنه: حضرت الله ارغوان
زموږ ټولنه چې کلک سنتي جوړښت لري او په بشپړ ډول د ناوړه او ظالمانه رواجونو په دیوالونو کې منحصره ده، د قانون حاکمیت او برلاسیتوب پکې یوه ناممکنه چاره ګرځېدلې ده.
حقوق او وجایب دلته څوک د قانون له نظره نه تعریفوي بلکې د خپلو ځاني غوښتنو سره سم ورسره غیر عادلانه برخورد کوي او داسې پېژند ورته پیدا کوي چې دده شخصي ګټه پکې وي.
ناوړه دودونو دلته عدالت تر پوښتنې لاندې راوستی، په کلي، قوم، قبیله او کورنۍ کې هغه څوک چې د قانون خبره کوي نو د خلکو د منفي غبرګون سره مخ کیږي، په قانون کې دوه پدیدې چې یو حق دی او بل وجیبه ده، نږدې د ټولو ډولونو سره خوندي او تعریف شوي دي چې د ټولنیز نظم د استحکام او د ژوند د لا بهبود په خاطر په هغو باندې اجرا او التزام د یوه فرض عمل په توګه ګڼل کیږي.
په ټولنه کې د وګړو د جنس، سن و سال، د احوالو او حالاتو، د وخت او ځای، وړتیاوو، د دین او عقیدې، د مشترکو انساني او صافو او… سره په مطابقت، قانون د هر چا لپاره بیلابیل حقوق ټاکلي خو بدبختانه که په ځینو کورنیو او قبیلو کې د یو چا د حقونو رعایت ته څوک د قانون په اډانه کې توجو کوي نو ټولنه یې بزدله، بې غیرته او په بېلابیلو بدو صفاتو ستایي.
انسان د انسان سره اړیکې لري دا روابط په بیلابیلو بڼو ښکاره کیږي څوک د یو چا سره ګډ تجارت کوي، یو څوک سره کلیوال دي، ځینې نور یو د بل سره دې دین، ژبې، سمت او یا نورو عواملو له امله مشترک ژوند خپلوي، په ټولیزه توګه اړتیاوې داسې څه دي چې د پورته یادو، ټولو عواملو په نسبت، د ارتباطاتو په روغولو او ټینګولو کې بارز او د پام وړ رول لري او له همدې امله ده چې د نړۍ په هره برخه کې مختلف انساني ټولګي سره پیوست او تړلی ژوند کوي.
کورنۍ یوه داسې ټولنه ده چې د خوني اړیکې تر څنګ پکې افراد له هرې نګاه نه قوي او ټینګې اړیکې لري دغه اړیکې محدودې نه پاتې کیږي بلکې نورو وګړو ته هم ورو ورو غځیږي او د خپلوۍ او دوستۍ په نومونو رامنځته کیږي.
د کورنۍ پیل د دوه انسانو له یو ځایوالي او ګډ ژوند غوره کولو کیږي چې د نکاح قانوني چاره ورته مشروعیت وربخښي خو پوښتنه دلته ده چې څوک له چا سره او په کوم ډول دغه ګډ ژوند غوره کړي تر څو له هره اړخه د یوې ارامې، هوسا او پرمختللې کورنۍ بنسټ کیښودل شي.
معقوله او قانوني خو دا ده چې کله یو فرد د بلوغ تر حده ورسیږي نو په پوره اختیار سره د خپل ژوند، ملګری وټاکي ځکه شخص چې قانون ورته د انتخاب حق ورکړی، اوس بالغ دی، د خپلو اعمالو په نتایجو او عواقبو پوهیږي، روا او نا روا سره بیلولای شي خو بدبختانه زموږ ځینې مشران د اولاد بلوغ یوازې د هغوي د جنسي غرایزو په پوخوالي پورې تړي نور یې دې ته پام نه کوي چې زوی یا لور مې د عقلانیت له اړخه هم یو څه تر بلوغه رسیدلی او پرېږده چې خپل قانوني حق وکاروي، ددې اختیاري ټاکنې صلاحیت پلرونه له اولادونو یا په شعوري او یا غیر شعوري توګه اخلي، واده ورته په خپله خوښه کوي، ګویا زوی یا لور ته نه بلکې ځانته واده کوي.
هغه معیارونه چې جینۍ او هلک د خپلو ځانونو لپاره ټاکلي او د دوی لپاره ګټور هم وي په بې دریغه توګه له پامه غورځي او یو جبري واده صورت نیسي.
همدغه مور او پلار چې زوی یا لورته یې د هغه د خوښې خلاف د ژوند شریک وټاکه که له واده وروسته یې اینګور چې نابلده او تازه دې کورنۍ ته راغلې، کوچنۍ تېروتنه وکړه نو ګاونډیان څه چې ټول کلی به پرې خبر شي، له اولې ورځې ورپسې د زرې زرې حساب پیل شي ته به وایي د قیامت د ورځې له میزانه یې خلاصوي.
شریعت او قانون دواړه ښځې او مېړه ته د متقابلو حقوقو او وجایبو د ترسره کولو امر کوي.
په ورستو او زړوـــ رواج ځپلو کورنیو کې څرنګه چې د پوهې له اړخه یې وګړي ډېر لویدلی وضعیت لري نو داسې ظالمانه چارو ته د حق یا وجیبې په توګه ګوري چې نه یې شریعت تائیدوي او نه هم قانون، یوه وریندار به لس د میړه وروڼو، شل د هغه د تره زامنو، خواښې او خسر او حتا د هغوی لیرې خپلوانو ته لاس په نامه لکه غلامه ولاړه وي، جامې به یې وینځي، مخې ته به په منډه ورځي او په تمامه معنا به یې خدمت کوي که څه هم چې ددې غریبې له وس پورته کارونه هم وي، ټوله ورځ به هغه درانه کارونه کوي او د شپې یې که کوم ماشوم د ناروغۍ یا بل عامل له امله ژاړي نو مور به یې ورته ټوله شپه شوګیره کوي.
د ناروغۍ نه به چا ته نشي ویلی او که احیاناً داسې یې وکړل نو نارینه یې کلینیک ته له دې امله نه وړي چې ښځه ده او بازار کې به خلک راته ګوري، شرم دی.
که ناوې دغه کارونه چې دود او رواج یې تائیدوي، تر سره کړل نو غوره میرمن نومول کیږي خو که خبره لیږ برعکس وه نو د هغې میړه ته به شکایت کیږي او که هغه ورته ښه وهل او ډبول ورکړل نو د مور او پلار حق یې اداء کړ، غیرتي دی او ښه سړی هم دی خو که دا کار یې ونه کړ، د مور او پلار نافرمانه اولاد او په کورنۍ او قبیله کې بد انسان معرفي کیږي.
د ناوې کورنۍ به په ډیر اختیاط اړیکې پالي ځکه چې بیا د دوی د یوې وړې تېروتنې سزا هم د هغوی لور ته ورکول کیږي، که وهل ونه خوري نو مور او پلار ورته په بدو نومونو خو خامخا یادوي او یا ډول ډول پیغورونه ورکوي.
ولور به ترې د جینۍ پلار اخیستی وي خو لور ته به یې ویل کیږي چې درانه کارونه کوه، د سرو زرو په تول مو اخیستې یې.
بله موضوع د هغه ماشوم راتلوونکې ده چې د همدغو دودیزو فشارونو لاندې مور اولاد دی، مور بې چاره نه دده صحت ته پاملرنه کولای شي، نه یې پاکۍ او صفایۍ ته وخت لري، نه ورته د نیکو او ښو کارونو توصیه کولای شي.
د اخلاقه په اړه چې څه ډول یو انسان اخلاقي وصول خپلوي، دوه ډوله نظریات وجود لري یو دا چې انسان په فطري توګه اخلاقي دی او فطرتاً یو مینه ناک او خوشبین موجود دی خو یوه ډله نور پوهان بیا وايي چې اخلاقي کیدل او اخلاقي اصول خپلول کسبي چاره ده چې دا نظریه تر ډیره د منلو وړ ده ځکه که وګورو نو ماشوم د عمر له لومړیو دوه کلونو وروسته د لویانو حرکات، سکنات او خویونه په خپلو حرکاتو او سکناتو کې منعکسوي، د انسان ټول سلوکونه، عادات او خویونه معمولاً د ټولو هغو تقالیدو ټولګه ده چې له ماشتوبه د لویوالي تر پړوا پورې، ده له خپل چاپیریال څخه کسب کړي دي.
ماشوم چې په یو متشنج او له لانجو ډک ماحول کې رالوی شي هماغه د لویانو بد عادات کسبوي او دده شخصیت هم په دغو ټولنیزو ناروغیو اخته کیږي.
د کریمنالوژي له نظره هغه ماشومان چې د لویانو لخوا ورسره ښه چلند نه دی شوی او مینه ورته نه ده ورکړل شوې په راتلوونکي کې د ټولنې په نسبت دده ټولنیزه روحیه یا خو بیخي کمزورې وي او یا په په بشپړه توګه ځان منزوي او متنفر احساسوي، ځان ورته له نورو ټیټ ښکاري او همدغه د کمترۍ احساس یې په زړه کې د کرکې او کینې زړي زرغونوي، د خلکو سره عقده مند چلند کوي، ورو ورو پکې جرمي روحیه پیاوړې کیږي او ممکن د درنو جرایمو لکه قتل، ضرب و جرحې او د داسې نورو ارتکاب ته مخه کړي ځکه ټولنیز ماحول ورته پخوا د جرایمو ترسره کولو لپاره، هم دده په ذات کې د جرم عوامل ایجاد کړي او هم یې دده له وجوده د باندې جرمي چاپیریال مساعد کړی دی.
انسان د هغه څه د تر لاسه کولو کوښښ کوي چې پخوا یې نه درلودل او یا اوس ورته لاسرسی نه لري نو دغسې ماشوم چې پخوا د نورو له مینې بې برخې ؤ او په یو ډول ټولنیزه انزوا کې رالوی شوی دی، که یو څوک ورسره کاذبه همدردي ښیي نو دی پرې سمدستي باور کوي ځکه دی په رواني لحاظ سخت ځپل شوی دی،اراده یې سالمه نده پاتې په دې توګه د اروایي ځور نه د خلاصون په خاطر نور دغه شخص خوندي ځای لټوي، د چا چل او دوکه نشي درکولای، چټک او بې فکره تصمیم نیسي همدلته ده چې حرفوي او مسلکي مجرمین له دا ډول ځوانانو نه په قاچاق، سرقت او نورو جرایمو کې استفاده کوي.
هغه ځوانان چې د ډول ډول ناحوالو له امله ځوریدلي او وړتیاوې یې وژل شويدي د ناهیلۍ او نا امیدۍ د ډنډ په غاړه مړاوي ناست وي، د اروایي ډاډ او سکون په خاطر د مسکراتو کارولو ته مخه کوي او یا د روحي تسکین په پار پرنولوژیکي مسائیلو ته مخه کوي او په دې توګه په بېلابېلو اخلاقي جرایمو باندې مبتلا کیږي.
ډېپرېشن، شېزوفرنیا او نور سایکوتیک امراض لکه مرګي او نور، ټولې هغه ناروغۍ دي چې د ډیریو عوامل بد ټولنیز وضعیت، ملوث چاپېریال، بې سوادي او اقتصادي ستونزې دي.
هغه ماشوم چې مور یې د کورني تاوتریخوالي سره مخ ده او پلار یې له دې امله چې د کورنۍ د نفقې او مصارفو پوره کولو دروند مسئولیت ور تر غاړې دی، هغه ډول چې لازمه ده نه روزل کیږي، نه ورته څوک مینه ورکوي او نه پرې شفقت کوي.
کریمنالوګان وايي چې: د مور او پلار مینه ماشوم ته د رواني وټامین حیثیت لري. په رواج ځپلو او زوړ پالو کورنیو کې کې چې عاطفي غربت اوج ته رسیدلی وي، ماشوم له دغه معنوي وټامین ځینې، بد بختانه چې محروم وي ځکه نه مور ورته وزګاره ده او نه یې پلار موجود دی چې له ده سره په مُسکو شونډو خبرې وکړي او د مهرابانۍ غیږه ورته پرانیزي، بس نو قسمت او کوتک ته پرېښودل شي چې اینده یې په تباهۍ او بربادۍ منتج شي.
You also might be interested in
لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي ځواني د انسان د هلوځلو[...]
څرګنده ده چې د وخت په تېرېدو تعريفونه، حالتونه او[...]
رنځ او د کينې ډولونه د منفي افکارو برخه ګڼل[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی