لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
ټوله کورنۍ
کورنۍ د فزیکي امنیت، احساسي مصئونیت،ملاتړ، باور، ډاډ، سکون، مینې، ګرمۍ، روحیاتو، هدف ټاکلو، جرئت، عزت، ځانګړتوب، ارزښت، د زړه بېرته کولو، رازدارۍ او ارام مرکزونه دي؛ هسې د خلکو ساده ګروپونه ندي.
انسان اړیکو او ټولنیز پیوند ته ضرورت لري او کورنۍ د تعلق او ارتباط تر ټولو پیاوړی احساس درکوي. د اړیکو تر ټولو حیاتي شبکه ده، تاریخي پیوند، ټولنیز ارتباط ته ورتګ او د بل سره د مینې لارې درښایي. کورنۍ د مینې د تبادلې ځای دی او ښه ده چې مینه پکې یو اړخیزه نه ده. دلته هر یو له بل سره مینه لري.دا مینه بې تمې، بې الایشه او بې مقصده ده.
د انساني ټولنو د نېکمرغۍ یو لوی عامل لویې او متحدې کورنۍ دي. کورنۍ د ټولنیزو نورمونو، دیني ارزښتونو، تاریخي پیوند او شخصي سلوک د زده کړو لومړنۍ مدرسه ده.
کورنۍ لومړنی ښوونځی دی چې انسان ته په نړۍ کې د ژوند درس ورکوي. د کورنۍ غېږه د مینې، ګرمۍ، ملاتړ او ډاډ ځای دی؛ پیاوړې کورنۍ خپلو غړو ته د ژوند په تر ټولو سختو شیبو کې رواني او فزیکي مرسته برابروي. پیاوړې کورنۍ د هر غړي د وینا او فکر د اظهار امکان اوخلاصه فضا برابروي. د پیاوړې کورنۍ هر غړی یو بل اوري، درک کوي یې او په زړه او هیلو یې پوهېږي. یو د بل خبرو ته غوږ نیسي او د ستونزو په حل کې یې فعاله برخه اخلي.
کله چې مو د کورنۍ یو غړی په ستونزه کې و، خبرو اوریدو ته یې تر هر څه لومړیتوب ورکړئ. تلویزیون او رادیو بند کړئ، بل کار مو پرېږدئ، په فعال ډول یې خبرې واورئ ورسره په مرسته تمرکز وکړئ. پر اصلي موضوع تر پوهېدو مخکې قضاوت، لارښوونه او مشوره مه ورکوئ. د کورنۍ له غړو سره خپل خیالات او نظریات شریک کړئ.
د کور هر غړي ماشومانو، لویانو، ښځو او نرو ته یو شان ارزښت ورکړئ، خو په درناوي کې د مشرانو او په شفقت کې د کشرانو ځانګړی خیال ساتئ.
نړۍ نن سبا ډېره مصروفه ده، خو کورنۍ اړیکې او ورته وخت ورکول د مهمترینو لومړیتوبونو په لست کې راځي. که د ژوند په نورو برخو کې هر څومره بریالي شو، خو چې په کور کې ناکام یوو، ژوند مو روغ او نېکمرغه کېدای نشي.
ماشومان/ اولادونه
هر ماشوم ځانګړی دی. خوی، مزاج، توقعات او هیلې یې بېلې دي. استعداد او پوټنشیل یې هم له نورو توپیر لري. له ماشومانو سره مینه، ورته ملاتړ او مرسته برابرول، اهمیت ورکول، باور پرې کول، مشوره ترې اخیستل، د زده کړې، لوبو، تفریح او عبادت څارنه یې کول، زموږ مسئولیت دی. ماشومانو ته له لومړي سره ښې او مودبانه کلیمې زده کړئ: سلام علیکم، خیر یوسئ، اباد اوسئ، هر کله راشئ، الله جل جلاله مو په خیر ورسوه، تاسو څنګه یاست، هیله کوم، لطفا، معذرت غواړم، زه فکر کوم، بښنه غواړم، زما په نظر، پوره روغتیا مو غواړم او داسې نورې. د هرې خبرې د استعمال ځای هم وروښایئ.
ماشومانو سره لوبې وکړئ، رواني فشار او سترس مو کموي، ماشوم ته هم خوشالي او جرئت ورکوي او ډېر زیات فعال کېږي. انسان دومره نه زړېږي چې لوبې ونشي کولی. ستاسو ټولینز موقف هم دومره نشي لوړېدای چې له ماشومانو سره په لوبو دې راټیټ شي. رسول الله (صلی الله علیه و سلم) به خپلو لمسیانو سره لوبې کولې. موږ خو عادي انسانان یوو، ولې خپل ځانونه تر دې لوړ وګڼو چې خپل اولاد ته دومره وخت ورنکړو؟ لوبې د ماشوم د زده کړې، تفاهم او بیان لومړنی شکل دی. هره ورځ تر معمول حد ۱۵ دقیقې زیات وخت د ماشومانو سره لوبو ته ورکړئ. ماشومانو ته ځینې ځانګړي فعالیتونه زده کړئ، په فزیکي فعالیت کې ورسره شریک شئ، درسونه یې ورسره تکرار کړئ، د دوی د خوښې صحي خواړه ورسره یو ځای وخورئ، ملګرو او ښوونکو ته یې درناوی وکړئ او پدې ډول ځان د دوی د ملګرو په نظر کې دروند کړئ، چې مستقیما د دوی له درنښت سره اړیکه لري. د څېړنو په نتیجه کې ثبوت شوې ده چې ماشومان د مور و پلار سره وخت تېرولو ته ډېر خوشالېږي. دایې په احساسي پرمختګ او اړیکو جوړولو مثبت تاثیر لري او جرئت او فعالیت ته لېوالتیا یې زیاتوي. خپل ارزښتونه مو ماشومانو ته انتقال کړئ. ماشومان د پلرونو او میندو او د کورنۍ له نورو غړو څخه د ژوند، دین، دنیا او اخرت مسایل تقلیدوي، دوی ته د تقلید یوه ښه مرجع شئ. ماشومانو ته شکرګذاري زده کړئ. دیني اداب او د عقیدې او ایمان په باب پوهه ورکړئ. هغه ماشومان چې عمر یې د بلوغ وخت ته نږدې کېږي، نو د وخت او موقع مناسب ورته د دغه عمر د بدني او ذهني بدلونونو په باب تعلمیات هم ور زده کړئ، چې مشروع نکاح ته یې ذهن اماده خو د غیر مشروع لارو څخه یې زړه تور شي.
اولادونه مو درانه وګڼئ او په درنښت ورسره چلند وکړئ. رسول کریم (صلی الله علیه و سلم) به بي بي فاطمې ته چې تر واده وروسته به د خپل ګران پلار کور ته راغله، له ځایه ولاړېده، ښه راغلاست ته به یې مخې ته ورته، د هغې لاس به یې ښکلوه او پر خپل ځای به یې کېنوله. موږ ولې خپل ځانونه تر دې لوړ وګڼو چې خپل اولاد ته دومره درناوی وکړو؟ اولادونه مو په پوهنه ښکلي او په کسب، هنر او مهارت پیاوړي کړئ چې د ژوند د اوږدې مبارزې لپاره روغ او تیار وي.
والدين (مور و پلار)
د مور و پلار درناوی یو دیني فرض؛ انساني مسئولیت او اخلاقي مکلفیت دی. کله چې مور و پلار د کار په عمر کې وي، ستاسو ټول بارونه یې په اوږو وي، خو چې زاړه شي، ستاسو مسئولیت پیلېږي. له دوی سره راز ونیاز کول، تکلیف او درد ته یې رسیده ګي کول، د درملو، تمرین، عبادت، تفریح او متوازنو خوړو د شرایطو برابرول یې ستاسو د شخصیت د ښکلا او پوخوالي نماینده ګي کوي.د دوی د ژوند کیسو ته غوږ شئ، ارزښتنونه یې وپالئ، دوستان یې درانه وګڼئ، کله کله یې خپلو دوستانو ته ورولئ، په ټولنیزو مناسبتونو کې یې ګډون ممکن کړئ او د کورنۍ نورو غړو په ځانګړي ډول ماشومانو ته یې د ارزښت او عزت احساس تلقین کړئ.
د موروپلار په باب د اسلام احکام ډیر عالي او جالب دي. په قرآنکریم کې دوه ځل تر شرک نه کولو له موروپلار سره د احسان امر شوی دی. یو ځل پر الله تعالی تر ایمان وروسته له موروپلار سره د احسان امر شوی دی. په نورو ځایونو کې چې د احسان کولو امر کیږي نو اول موروپلار او بیا په ترتیب سره خپلوان، یتیمان، مسکینان او بې سرپرستان یاد شوي دي. خو په انسانانو کې تر والدینو د هیچا حق مخکې ندی یاد شوی.د رسول کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې هم د موروپلار حق تر هر چا لومړی ذکر شوی دی.
دا موږ ته ډیر واضح پیغام دی چې زموږ په ژوند کې تر موروپلاره هیڅوک لوړ او ارزښتمن کیدای نشي. مور و پلار د لمر او سپوږمۍ په شان دي، چې بدیل نلري.
ورونه خوېندې
ورونه او خویندي يه څو بدنونو کې د یوې ساه مثال لري. دوی تر هر چا زیات یو د بل په درد دردیږي او په خوښۍ خوشالیږي. له ورونو خویندو سره اړیکې باید د کوچنوالي تر صمیمیت راکمې نشي، تل باید پکې دوه اړخیز باور، مرستې، قربانۍ او ملاتړ ته حاضر اوسو. که دوی اولاد ولري او تاسو یې له اولاد سره مرسته، مینه او همدردي وکړئ ، دوی پرې تر هغه زیات خوشالېږي چې له دوی سره مرسته او مینه وکړئ. مالي مسایل تر ورورولۍ او خورولۍ بې حده واړه او ټیټ دي، د ضرورت پر مهال یو له بل سره بې عوضه او بې منته مرسته وکړئ. کوښښ وکړئ چې یو بل سره داسې مرسته وکړئ، چې هر یو پخپلو پښو ودرېږي، ماهیان ورته هره ورځ مه اخلئ، د ماهي نیولو مهارت ورزده کړئ.
د ژوند شريک
د ژوند له شریک (مېرمنې یا مېړه) سره مو اړیکې ډېرې مهمې دي. دا اړیکې په مینه او محبت پیلېږي او په باور او احترام دوام کوي. په اونۍ کې بایدلږ تر لږه پنځه ساعتونه یو بل ته داسې ورکړئ، چې پوره یوازې یاست، د ژوند د خوږو خاطروپه رایادولو، د اولادونو د نېکمرغي، پوهنې، روغتیا او بري په باب د پلانونو جوړولو، د خپلوانو او ټولنې د خیر ښېګڼې په مسایلو او د مینې، وفادارۍ، محبت او قربانۍ د احساس په پیدا کولو سره یو بل ته ځانونه لا نږدې کړئ. په ورځ کې یو څه وخت شریک ورزش وکړئ، بهر ته شریک لاړ شئ لکه پارک ته د پیاده ګرځېدو، خپلوانو لیدلو، د دوستانو د خوښۍ او غمرازۍ مراسمو ته او په مناسبو ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو کې د شریک ګډون لپاره. د رسول کریم (صلی الله علیه و سلم) د حدیث مفهوم دی چې ښه شخص هغه دی چې د خپلې مېرمنې سره ښه وي. او زه تر ټولو له خپلې کورنۍ سره ښه یم.
د ژوند شریکه اړیکه ډېره پاکه ده او په مینه او باور یې دایمي کړئ. د مېړه او مېرمنې تر منځ پاکې، مشروع او باکیفیته کورنۍ اړیکې هم د یو روغ او خوشاله ژوند لپاره ډېر زیات اهمیت لري، پدې باب باید تر واده مخکې پوره معلومات زده کړئ، په دیني متونو کې هم پدې باره کې ډېر جامع معلومات شته او د طب، ټولنیزو اړیکو او ارواپوهنې له نظره هم پدې باب ډېر ښه کتابونه لیکل شوي دي، که دغسې کتابونه ولولئ د کورني ژوند له بري او په نتیجه کې مو له روغتیا، نېکمرغۍ او خوښۍ سره ډېره مرسته کولی شي. یو ځل چې مو واده وکړ، بیا تر مرګه یو له بله بیلېدای نشئ، نو هغه څه وکړئ چې ټول عمر مو روغ او هوسا وي.
د محرميت ساتل
ستر، پرده او محرميت د اسلامي اخلاقو یوه لویه برخه ده، چې اوس ورته د بشري حقوقو په لست کې ځای ورکړل شوی دی. د کورنۍ غړي تر هر چا یو بل ته نږدې دي، خو دوی هم باید پخپلو کې یو د بل د محرمیت حدودو ته درناوی وکړي. زموږ دین موږ ته امر کوي چې خپل کوراو حتی د مېرمنې او مېړه کوټې ته هم باید له مخکنۍ خبرتیا پرته داخل نه شو.
په کورنۍ کې چې ماشومان ۷ کلن شي، باید د خوب ځای یې بېل شي، بالغ ورونه او خویندې هر یو د خوب جلا کوټې ولري او کله چې ورورنه ودونه کوي، نو د یوه ښځه د بل محرمه نده، لدې څرګندېږي چې هر یو جلا استوګنځی ولري. د ژوند دا عالي ډول یو لوړ ټولنیز او اقتصادي حالت ته ضرورت لري او فکر کوم موږ مجبوروي چې د اقتصاد پرمختیا ته هم توجه وکړو. د کورنۍ د اقتصادي پرمختګ پرته موږ نشو کولی هغه څه خپلې کورنۍ ته برابر کړو چې د یو روغ ژوند لپاره ضرور دي.
کورنۍ لانجې
په کورنیو کې هم د ټولنې په شان لانجې راپیدا کېږي. د لانجو موجودیت یوه طبیعي خبره ده، خو موږ باید د لانجو د حل توانایي او پوهه پیدا کړو. لانجې په حکمت حل کړو. اخلاص او عدالت له لاسه ورنکړو او د کورنۍ د غړو تر منځ د درز پیدا کېدو او زړه بداوي مخنیوی په هر صورت وکړو. که د ستونزو په حل کې په مشخصه موضوع تمرکز وکړو او فرعي مسایل، تېرې ګیلې ګوذارې پکې راګډې نکړو، پدې صورت کې لانجه په اسانه حلولی شو.
د خواښې او ننګور مسئله
که په شریکه کورنۍ کې اوسېږئ، د مور او مېرمن تر منځ د احترام او توجه توازن ته مو باید خیال وي. مور له اولاد سره بې حده مینه لري. د ماشوم له پیدایښت څخه چې هر ښه شی چې ویني، غواړي خپل زوی ته یې واخلي. کله چې یې د ښځې وخت شي، نو بیا هم تر ټولو ښایسته او ښه ښځه ورته ګوري، خو چې ننګور را واده کړي، پوه شي، چې دا یې د زوی لپاره د خوشالۍ یوه ساده اله نده، بلکې یو ژوندی او مستقل موجود دی چې د زوی زیاته توجه او وخت یې ترې اخلي. پدې صورت کې مور دا نه شي زغملی چې هغې ته تر ټولو ګران موجود یعنې زوی یې د یو بل چا شي. ښځه هم چې د یو کور نازولې لور وي، موروپلار او ټوله کورنۍ د یو ځوان سره د نوي ګډ ژوند په تمه پرېږدي، نو چې وګوري له هغې څخه یوازې د یوې الې په توګه کار اخیستل کېږي، په هیڅ صورت یې نه زغمي او غواړي چې خاوند یې باید د هغې وي، ځکه هغې پسې خپله ټوله کورنۍ پریښې ده.
خواښې باید ننګور د اولاد په شان وګڼي او هغه وخت را په زړه کړي چې دا د یوه کور نوې ناوې وه او د استقلال او خپل شخصیت ته د درناوي غوښتونکې وه، نو باید خپلې ننګور ته ته هماغسې ارزښت ورکړي چې دا یې غوښتونکې وه. ننګور هم باید خواښې د مور په شان وګڼي او پوه شي چې تر یو وخته د یو سرپرست او یوې مور مشورو، مشرۍ او لارښوونې ته ضرورت لري. عادي قهر او نیوکې يې جدي ونه نیسي او لکه د مور لارښوونه چې یې منله، د خواښې مشري دې هم ومني.
که څوک پدې باب د توازن په مراعاتولو پوه شي او مور او ښځې دواړو ته متناسبه او مناسبه توجه وکړي، د کور فضا د لانجې پر ځای د مینې په فضا بدلېږي او که نه نو، بیا د خواښې او ننګور په عنعنوي لانجو کې د ټول کور خوشالي له منځه ځي.
د کور په منځ کې باور
د کورنۍ غړي یو د بل د امنیت، حیثیت او مقام درناوی د زړه له کومې کوي او ځکه کورنۍ کې باید باور تر هر څه مهم وګڼل شي.
باور د کورنۍ اړیکو د ټینګولو سریښ دی .
ځان ته پام
بله مهمه خبره داده چې ځان ته هم پام وکړئ. په الوتکه کې چې د مصئونیت لارښوونې کوي، نو وایي چې د اړتیا په صورت کې لومړی خپل د اکسیجن ماسک واچوئ، بیا له ماشومانو او نورو سره مرسته وکړئ. دا پیغام مو هر سهار ځان ته در یاد کړئ او پدې نیت اوسئ، چې که تاسو روغ، خوښ او فعال یاست، نو کورنۍ، دوستانو او ټولنې ته زیات خیر رسولی شئ. پښتانه هم له پخوا پدې پوهېدلي دي او وایي: اول ځان پسې جهان. ځینې داسې شریف انسانان مې لیدلي دي، چې ځان یې تر خپلې کورنۍ، دوستانو او ټولنې ځار کړی دی، خو پخپله او اولادونه یې وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. په هر کار کې توازن او حد ساتل د یوه روغ او متوازن ژوند بنسټ دی. دا بنسټ تل په پام کې ساتئ.
لکه د یو ماشوم سالمه روزنه چې د یو ښار تر ابادولو سخته ښودل شوې ده، دغسې د یوې روغې، متحدې او فعالې کورنۍ جوړول او ساتل هم د یو نېکمرغه ملت د جوړولو لومړنی بنسټ دی. کورنۍهمدومره مهمه وګڼئ؛ په حوصله، ژمنه او متداوم کوښښ دغسې کورنۍ جوړه کړئ او ویې ساتئ. ستاسو کورنۍ تاسو ته هغه عزت درکوي چې د نړۍ بل هیڅ ځای یې نشي درکولی.
خپلوان
دا چې زموږ افغانانو د کورنۍ دایره ډېره پراخه ده او نږدې خپلوان هم پکې شامل دي، نو زموږ مسئولیت نور هم زیاتېږي. له خپلوانو سره اړیکې یوازې ټولنیز نه، بلکې دیني مسئولیت هم دی. په اسلام کې له خپلوانو سره اړیکو پاللو ته صله رحمي وایي. د رسول (صلی الله علیه وسلم) د یو قدسي حدیث مفهوم دی چې چا صله رحمي پرې کړه الله تعالی به پرې خپل رحم بند کړي. د خپلوۍ د اړیکو پرېښودل په هیڅ صورت ښه کار ندی. خپلوان په خوښیو او بدو ورځو دواړو کې زموږ له تر ټولو نږدې ملاتړو دي. له خپلوانو سره په اړیکو کې تللو، شمارلو او بدلې ته ضرورت نشته. باید له خپله اړخه د هغوی سره د اړیکو، مینې، مرستې او همکاري روحیه ولرو او ویې ساتو. دې ته باید منتظر پاتې نشو، چې خپلوان زموږ سره دغه اړیکې څومره پالي.