ژباړه: عطا محمد میاخېل
د کور او کورنۍ مسئله یوه له مهمو موضوعاتو څخه ده، چې باید ورته ډېر پام وشي . په ټوله نړۍ کې هره کورنۍ یوه کور ته اړتیا لري، هغه کور چې ټول ورته پناه وروړي . یوه کورنۍ له پلار، مور، مېرمن او اولادونو څخه تشکیلېږي؛ کېدای شي په ډېری ځایونو کې کورته نږدې جومات یا مدرسه نه وي، حتا د نبي کریم (ص) د بلنې ( دعوت ) یوازې مسجد الحرام و، چې هغه هم د قریشو د مشرکینو په ولکه کې و، چې شاوخوا یې ۳۶۰ بتان ایښودل شوي وو، په هر حال، کېدای شي په یوه ټولنه کې مدرسه او جومات شتون ونه لري، خو هرو مرو کورنۍ وجود لري او د افرادو ډېر وخت په کور کې تېرېږي . نو په دې اساس هر څوک باید په کور کې د روزنې له پاره یو پروګرام ولري .
له کومې ورځې، چې قرآن عظیم الشان نازل شوی، ګورو چې اسلام کور او کورنۍ ته یوه خاصه پاملرنه لري او ډېری شرعي مسلې په کور پورې اړه لري. د چا کورته بې اجازې ننوتل، دومره مهمه مسئله ده، چې الله (ج) په قرآن کریم کې ترې یادونه کړې ده: (یَاأَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُیُوتًا غَیْرَ بُیُوتِکُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ) [ النور ۲۷] .
ژباړه : ای مومنانو هغو کورونو ته مه ننوځۍ، کوم چې تاسو پورې اړه نه لري، مګر اوسېدونکوته یې په سلام اچولو او له هغوی څخه د اجازه غوښتلو وروسته . یاندې دا فرض او اړینه ده، که چېرې یو څوک د چا کره ننوځي، باید اجازه واخلي او که اجازه یې ور نه کړه، نو باید بېرته را وګرځي .
یو بل حکم، چې په کور پورې تړاو لري؛ هغه داده چې د چا د کور دننه ته کتل حرام دي. په یوه روایت کې راغلي دي : یوه ورځ حضرت نبي کریم (ص) په کور دننه په خپله کوټه کې تشریف درلوده او ورسره یوه ږمنځ وه، چې خپل وېښتان یې پرې ږمنځول. یوه کس د کور له سوري څخه حضرت نبي کریم (ص) ته ور وکتل. رسول الله (ص) غوسه شو او وې فرمایل : ( لو علمت انک تنظرو لضربت بها عینک ) . حتا که دروازه پرانیستې وي یا سوری وي او یا هم ستاسو کور په لوړ ځای کې وي، نو بیا هم د نورو کورته دننه ور کتل حرام دي، ځکه چې کور کرامت لري .
یو بل حق، چې له کور سره تړاو لري دادی، چې رسول الله (ص) به مومنانو ته امر کاوه، چې نفلي لمونځونه په کور کې ادا کړي [اجعلوا من صلاتکم فی بیوتکم و لا تتخذوها قبورا (ای کالقبور) ] او په یوه بل روایت کې راغلي : (افضل صلاه الرجل فی بیته إلا المکتوبه) په دې اساس مستحب ده، چې نفلي لمونځونه په کورکې ادا شي، چې په سببونو یې په لاندې توګه رڼا اچول کېږي :
۱ ـــ که چېرې نفل لمونځ په کور کې ادا شي، نو له ریا ( ځان ښودنې ) څخه به خوندي وي.
۲ ـــ د کورنۍ غړي، چې تا ووینې، نو د نفلي لمونځونو ادا کولو ته هڅول کېږي .
۳ ـــ د الله (ج) په ذکر او د لمانځه په ادا کولو سره شیطانان دې له کوره تښتي. که چېرې په کوم کور کې لمونځ وي، نو جومات سره ورته والی پیدا کوي او که په کوم کورکې لمونځ نه وي، نو هغه کور د هدیرې په څېر وي، مګر که په هغو کورونو کې، چې فساد وي، مبتذل فلمونه وکتل شي او له مبتذلو چینلونو څخه ګټه واخیستل شي، پردي کسان ورته تګ راتګ ولري، دا ډول کور هدیره نه، بلکې نوم فاحشه خان، شراب خانه او قمار خانه دی، ځکه چې په هدیره کې دا ډول کړنې شتون نه لري .
اسلام کور ته دا کرامت او مقام ورکړی، چې په هغه کې لمونځ ادا شي؛ په جومات او مدرسې بدل شي او د روزنې زانګوي وي، په دې اساس باید په خپلو کورونو کې د دعوت (بلنې ) چارې پیل کړو. که چېرې په رښتیني ډول خلک دې مسئلي ته پام وکړي، نو یو حیرانوونکی بدلون به رامنځته شي. هېڅو له خپله کوره بهر دومره اغېزمن نه دی، لکه څنګه چې په خپل کور کې اغېز لري . که چېرې یو له خپلو زامنو څخه د خدای (ج) په خاطر د دیني زده کړو له پاره ولېږئ، نو په کورنۍ کې به ډېر اغېز ولري، له ستونزو او انحرافاتو څخه به یې خوندي کړي .
الحمد لله په اوسنیو شرایطو کې له اسلامي ویښتابه څخه برخمن یو، چې دا ډېر د خوشالۍ ځای دی، ورځ تر بلې ځوانان ویښېږي او خپل رښتیني دښمنان پېژني او اسلامي غیرت یې په بدن کې ژوندی کېږي، حتا ځینو لوېدیځو مرکزونو خبر پاڼې خپرې کړي او له دې ویښتابه څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده او اروپا په ډېر چټک ډول د اسلام منلو په لوري ګامونه پورته کوي .
موږ څنګه کولای شو، چې خپلې سترې موخې ته ورسېږو؟ هغه موخه چې په ټوله نړۍ د اسلام خپرېدل دي. لومړی ګام څه دی ؟
لومړی ګام، پیل له خپله کوره دی :
له بده مرغه ځینې ځوانان وینو، چې هیله لري؛ نړۍ ته بدلون ورکړي، مګر د خپل کور په بدلولو کې پاتې راغلي دي. هغه څوک چې دا کوچنی امانت ونه شي زغملی، نو څنګه کولای شي، چې ستر امانت په خپلو اوږو بار کړي ؟ صحابه و پیل له خپله کوره کړی وو او تاریخ د دې شاهدي ورکوي، چې د اسلام مبارک دین ترټولو ستر حامیان صحابیان، زامن یې او د هغوی کورنۍ وې .
په دې برخه کې بل ګام په خپلې کورنۍ باندې پام دی، باید کورنۍ تر نظر لاندې ولرئ او د اشتباه پرمهال هغې ته پام وکړئ .
یوه ورځ حضرت رسول الله (ص) د حضرت علي (رض) کور ته ورغی، حضرت علي (رض) یې پیدا نه کړ او حضرت فاطمه ( رض) ته یې وویل : د تره زوی دې چېرې دی؟ فاطمې (رض) وویل : زما او د هغه ترمنځ لږ خوابدی را منځته شو، هغه خواشینی شو او له کوره ووت . د ماسپښین خوب وخت و، چې حضرت رسول الله (ص) د حضرت علي (رض) په لټه له کوره ووت، تر دې چې هغه یې په جومات کې وموند، په څنګ ویده دی، لنډه دا چې حضرت نبي کریم (ص) بې تفاوته نه و په خپلو مېرمنو او لورګانو یې پام درلوده او له هغوی څخه به یې پوښتنې کولې او همدا راز یې نورو ته امر کاوه، چې د خپل لاس لاندې کسانو څخه پوښتنه وکړي او د هغوی تګ راتګ ته پام وکړي .
له دې کبله باید په کور کې د زده کړې او دعوت چارې پیل شي. رسول الله (ص) د ښځو د زده کړو له پاره، یوه ورځ ټاکلې وه. اما بخاري (رح) په دې حدیث یو باب ایښی دی:
( باب من جعل للنسا یوما علی حده ) .
په کور کې باید د خبرو اترو یوه غونډه جوړه شي، هغه څه چې د جمعې په ورځ د خطیبانو له خولې اورئ، نو د کورنۍ غړو ته یې ور ولېږدوئ، ترڅو د کورنۍ غړي په ډېرو څیزونو پوه شي، په هر حال موږ د دې مسؤلیت لرو، چې خپله کورنۍ له خدای (ج) څخه وډاره کړو او باید هڅه وکړو، ترڅو په کورنۍ کې یو ځوان اغېزمن وي، کله چې د کورنۍ په ټولو چارو کې ځان ښکېل وګڼي او خدمت وکړي؛ نو په پایله کي اورېدونکي هم پیدا کوي .
نن ورځ ډېری ښځې خپل وخت په بازارونو کې تېروي؛ نن ځي تر څو د ځان له پاره یو څه واخلي؛ سبا د خپلې ګاونډۍ له پاره ځي؛ بله ورځ د خپلې ملګرې له پاره ځي او خرید کوي. دا چې له چا سره تګ راتګ کوي، کوم وږ سترګی موټر چلوونکی په بازار کې ورته په تمه دی، چنه وهل یې وګوره او خندا ګانې یې وګوره .
هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي آیا له سمې پوهې سره بېرته راګرځي؟ آیا له خدای څخه وېره لري ؟ آیا ایمان یې ورځ تر بلې زیاتېږي؟ ښوونځي ته په تګ سره په ښوونځي کې له کومو کسانو سره اړیکې لري ؟ آیا دوستان یې نېک انسانان دي او که لېوه صفته ؟ له څه ډول کسانو سره ټیلفوني اړیکې لري ؟ یو ښوونکي وایي : کم عمره نجونوداسې لیکونه مې ترلاسه کړي دي، چې په لوستلو یې زما تندي خولې شو، دې نجونو په دې کم عمر کې داسې څیزونه لیکلي دي، دوستان په دې باندې هېڅ شک ونه کړئ، چې نن سبا موبایل په یوه وېرونکې بلا بدل شوی دی، په ځانګړې توګه هغه موبایلونه، چې له انټرنېټ سره وصل دي؛ وخت ضایع کوي، د دوستان د لیدلو مخه مو نیسي، هغه چې په کورنۍ کې مو پېښېږي، له هغه څخه مو ناخبره کوي، له دې هرڅه څخه ډېر په ټولنه کې جرم نه رامنځته کېږي، مګر موبایل یې وسیله ده .
درنو دوستانو ! که چېرې موږ یوه سالمه او تقوا داره کورنۍ ولرو، نو سالمه ټولنه به هم ولرو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.