لیکنه: مهتاب عليمرادي
ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ټولو انسانانو لپاره یوه فلسفه «غوښتل، رسېدل» دي او پر همدې باور لري. ډېره اسانه ده، چې د یوې الهام بښونکې مقالې په لوستلو، د تلوېزیون د یوې خپرونې په لیدلو او یا هم په ځان د بريا په یوه سمینار کې په ګډون کولو سره پر خپل ځان باور پیدا کړئ له خپلې توانمندۍ ګټه واخلئ او د هيلو ماڼۍ مو پرې ورغوئ. دغه رازه یوه ډله بدبین کسان هم شته، چې تل منفي فکر کوي او همدا فکر یې د دې لامل شوی، چې تل په غمونو کې پټ وي، بې له دې چې خپل ځان خراب کړي نور څه یې لاسته نه ورځي. که تاسو پوه شئ، چې په دې ډول کسانو په خپل ژوند کې کوم ډول بدې پېښې تېرږي او له خپل فکر څخه د زېږنده ستونزو له کبله څمره ځورېږي؟ هېڅکله به یې هم ملامت نه کړئ. په هر صورت بدبیني هم د نور پدیدو په څېره د پیدا کېدو ځینې عوامل لري. تر ډېره برید بدبینو کسانو په ژوند کې څو ځله ماتې خوړلې وي او له زیاتو کوښښونو سره سره بیا هم نه وي توانېدلي، چې خپلې موخې ته ځان ورسوي. تجربو او څېړنو ښودلې، چې دغه ډول کسان بلاخره دې پایلې ته رسېدلي، چې موخې ته رسېدل په عزم او ارادې پورې نه دي تړلي، بلکې بریالي کسان یوازې خوش چانسه دي، چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي.
اصلي خبره داده، چې بدبینو کسانو له دې فلسفې څخه، چې« غوښتل،رسېدل دي» ګټه پورته کړې ده، خو له زیاتو هڅو سره سره بیا هم له بن بست سره مخ شوي او هڅو یې کومه پایله نه ده ورکړې. همدا خبره ده کله، چې تاسو له دې ډول کسان سره کېنی دوی پر خپل نفس باندې اعتماد او باور له لاسه ورکړی او دا خبرې، چې انسان پر خپل نفس د اعتماد او تل په مثبت فکر کولو سره خپلې موخې ته رسېږي بابېځه ورته ښکاري.
خو داسې نه ده!
په کلي ډول بریا یوازې په قوي ایمان او ارادې پورې تړلې ده، هغه لاره، چې تاسو د ځان لپاره ټاکلې ده او غواړئ له دې لارې بریا ته ورسېږئ که پوره ایمان او باور پرې ونه لرئ، لرې نه ده چې له سختو توپانونو او خنډونو سره به مخ شئ او بلا خره به خپلې موخې ته په رسېدو کې ناکام شئ.
سمه خبره ده، د دې لپاره، چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې او کار کولو ته هم اړتیا شته خو ایمان او باور یې اصلي لاملونه دي، موخې ته د رسېدو لپاره مو له هغه ستونزو او خنډونو سره مبارزې ته چمتو کوي، چې مخې ته مو راځي.
دا خبره هم سمه ده، چې کېدای شي کله کله موخې ته د رسېد لپاره له یو لړ ستونزو سره مخ شئ او له خپلې موخې مو زړه توري کړي، خو که پوره ایمان او باور ولرئ او غواړئ د نیکمرغۍ دروازې مو پر مخ خلاصې شي نو پر خپل ځان باندې باور له لاسه مه ورکوئ، تل دا دوه شیان په یاد ولري « په مقصد ایمان او د مسولیت احساس» که مو کله دغه دوه ټکي په ځان کې نهادینه کړل پوه شئ، چې نور خپلې موخې ته رسېدلي یئ او په خپله چاره کې بریالي شوي یئ. کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته چندان الهام بښونې نه وي او فکر وکړئ، چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او هغه کسان، چې بریالي دي یوازې چانس یې ور سره مرسته کړې، چې د غرونو په شان ستونزې یې شاته پرې اېښې دي او توانېدلي، چې بریا په غېږ کې ونیسي. که دا ډول فکر در سره وي نو کېدای شي له کوچنیو موخې یې پیل کړي لومړی د ځان لپاره داسې موخې وټاکي، چې په ځان پوره باور لرئ، چې کولای شئ ورته ورسېږي، چې په دې ډول کولای شي پر خپل ځان له لاسه ورکړی اعتماد او باور یو ځل بیا لاسته راوړئ.
بلې! همدا چاره در سره مرسته کولای شي، چې یو ځل بیا پر خپل ځان او نفس باندې باور پیدا کړئ. هر ځل، چې دغه وړو مخو ته رسېږي پر ځان مو باور زیاتېږي او له دې څخه د یوې څه ناڅه لویې موخې تکل کوئ. په همدې ډول وړو کوښښونو سره کولای شئ خپل بلقوه استعدادونه په بالفعل تبدیل کړئ او په پایله کې تر بریا غېږه چاپېره کړئ.
په همدې ډول په موخه باندې ایمان درلودل، هڅه او کار باید تل در سره ملګري وي، تر څو په ډېرې اسانۍ سره وکولای شئ موخې ته د رسېدو لپاره هغه کږې وږې لارې، د غرونو په شان لوې ستونزې تر شا پرېږدی، د توفانونو پر وړاندې خپل مطین عزم له لاسه ورنکړئ ، موخې ته د رسېد لپاره به مو پر خپل ځان اعتماد دوه برابره شوی وي او د غشي غوندې به ور ورسېږئ.
بلې! « پرځان باور، د مسولیت احساس، پرېکړه او کاري وجدان» د بریا درې عوامل دي، چې په څنګ کې ور سره «تل کار او هڅه » مو بریا ته لاس رسی تضمینوي.