ژباړن:حمیدالله حمیدي
د اروا پوهانو څېړنه:
ډول ډول پوښتن پاڼې شته، چې په ځوابولو سره یې تاسو کولای شئ د خپل شخصیت ټیپ پیدا کړئ، خو د دې پوښتن پاڼې په ځوابولو سره کولای شئ، چې نه یوازې د خپل شخصیت ټیپ پیدا کړئ، بلکې د ځان په اړه ځینې وړاندوېینې هم کولای شئ. دې پښتنو ته په ځواب کې کولای شئ «هو»،«نه»،«نه پوهېږم» څخه یو یې وټاکئ. هڅه وکړئ،چې د « نه پوهېږم» ځواب لږ وکاروئ.
۱- ایا په خپلو خبرو کې په ځینو کلمو تاکید کوئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۲- ایا په تېزۍ سره ډوډۍ خورئ او تېزې خبرې کوئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۳- ایا کله، چې خبرې کوئ په خپلو ځانکړو رفتارونو مقابل کس دې ته هڅوئ، چې خپلې خبرې تېزې کړي. هو- نه- نه پوهېږم.
۴- ایا ستاسو په اند باید ماشومانو ته ښې زده کړې ورکړو، تر څو د ټولنې بر لاسي خلک شي؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۵- ایا کله، چې یو کس ډېر ورو خپل کار تر سره کوي، ورته بې حوصلې کېږئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۶- ایا کله، چې په موټر کې د سپرلۍ د پوره کېدو او یا هم په هوټل کې د ډوډۍ د راتلو په تمه ناست وئ غوسه مو تر لېونتوبه رسي؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۷- ایا کله، چې څوک در سره خبرې کوي، خپل افکار پرې تحمیلوئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۸- ایا ډېر کله مو داسې کړي، چې هم خپل ځان، کالي او وېښتان برابر کړئ او هم سهارنۍ وخورئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۹- ایا تر اوسه داسې پېښ شوي، چې د رخصتیو په ورځو کې مو هم کار کړی وي؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۰- ایا کله، چې تفرېح وکړئ او یا هم خپل وخت بې ځایه تېر کړئ پر ځان غوسه کېږئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۱- ایا په کار دومره مصروف یئ، چې ان خپلې شا او خوا ته مو پام نه وي، مېز او د ناستې ځای مو غیر منظم وي؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۲- ایا په مادیاتو دومره ګرم راغلي یئ، چې ورځني اجتماعي کارونه درڅخه پاتې وي؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۳- ایا هڅه کوئ، چې خپلو ورځنیو چارو ته په ډېره کمه موده کې مهال وېش جوړ کړئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۴- ایا له خپلې وعدې سره سم هغه ځای ته ځان رسوئ، چې له خپل ملګري سره مو وعده کړې او په وعده ولاز کس یئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۵- تر اوسه داسې شوي، چې د خپل نظر د څرګندولو پر مهال خپل لاس ومروړئ او یا یې یو پر بل و وهئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۶- ایا تل هڅه کوئ، چې کارونه مو په ډېر ګړندي ډول او همدا اوس تر سره کړئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۷- ایا د دې لپاره، چې کارونه مو زر پر مخ ولاړ شي له ښو وسایلو او سامانونو کار اخلئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۸- د لوبو کولو پرمهال تاسو ته د ډېر اهمیت وړ بازۍ ګټل دي او که نه یوازې لوبه کول؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۱۹- ایا تل د نورو خبرې ور پرې کوئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۲۰- ایا کله، چې نور خلک ستاسو پر وړاندې په خپلو کارونو کې ځنډ کوي په غوسه کېږئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۲۱- ایا د ډوډۍ له خوړلو وروسته مخکې له دې، چې دسترخوان ټول شي له ځایه پورته کېږئ هو- نه- نه پوهېږم.
۲۲- ایا تل داسې احساس کوئ، چې بیړه مو ده؟ هو- نه- نه پوهېږم.
۲۳- ایا د اوسنیو کړنو څخه مو نا راضه یئ؟ هو- نه- نه پوهېږم.
پایله:
د «A» ټیپ شخصیت درلودونکي: که د «بلې» ځوابونوشمېر مو تر ۲۰ زیات وي پوه شئ، چې تاسو د «A» ټیپ شخصیت درلودونکي یئ.
د دې ټیپ ځانګړنې: تاسو ډېر مبارزه کوونکي، رقابت کوونکي ، بې حوصلې کسان یئ او د هېڅ خبرې د تحمل وړتیا نه لرئ. تاسو هېڅکله هم مشاورې ته نه حاضرېږئ او اجازه نه ورکوئ نور کسان ستاسو دنده تر سره کړي. دغه ډله کسان ډېری وخت د زړه په ناروغۍ اخته کېدای شي.
د «B» ټیپ شخصیت درلودونکي: که ستاسو د بلې ځوابونو شمېر تر ۵ کم وي نو تاسو د«B» ټیپ کسانو په ډله کې راځئ.
د دې ټیپ ځانګړنې: تاسو د ډېر آرام فکر خاوندان یئ، په ژوند کې تر کمیت نه کیفیت ته ډېره پاملرنه کوئ. له نیکه مرغه تاسو به هېڅکله هم د زړه په ناروغۍ اخته نه شئ.
که ستاسو د «بلې» ځوابونو شمېر د ۱۳ او ۲۰ ترمنځ وي نو تاسو د «A» ټیپ ته میلان لرئ او که مو د «بلې» ځوابونو شمېر د ۵ او ۱۳ ترمنځ وي نو بیا مو تمایل د «B» ټیپ کسانو ته زیات دی.
د «C» ټيپ درلودونکي کسان: که تاسو د «A» د ټیپ درلودونکو کسانو په څېر فکر کوئ او د «B» د ټیپ کسانو په څېر عمل کوئ، نو اروا پوهان تاسو په یوه بل «C» ټیپ کې را ولي او د دې ټيپ کسان زیاتره ځان غوښتونکي او له بده مرغه ډېری یې د سرطان په ناروغۍ اخته کېدای شي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي د ماشوم سترول، د فولادو د کلا[...]
روغتیایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فیبر[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي له شک پرته هر انسان غواړي، چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی