لیکنه: ارش ننګیال
په نړۍ کې ډول، ډول راډیویي خپرونې جوړېږي او خپرېږي، خو زمونږ په هېواد کې بیا ډېرې ابتدایي خپرونې جوړېږي او یا خو، تر ډېره تقلید وي. همدا ډول موږ چې ساینس او نورو برخو کې ابتکار او نوښت نه دی کړی، په ژورنالېزم کې مو هم د پام وړ پرمختک نوښت او تخلیق نه دی کړی. دا چې ولې؟ ډېر لاملونه لري، چې بحث کول پرې زموږ موخه نه ده او نه مو له موضوع سره اړخ لګوي. خو دومره ویلی شو چې راډیو ته چې څومره کار پکار دی هاغومره کار نه دی شوی.
فورم/ قالب (Program Format)
فورم یا قالب د پېغام د وړاندې کولو وسیله او شکل دی، یا د خپرونې ډیکور او ډیزاین دی. د پروډیوسر لخوا د خپرونې موخې ته په پام سره د خپرونې محتوا، پیغام، د خپرونې اغېز، د پیغام د وړاندې کولو شکل یا د فورم انتخاب دا هرڅه د پروډیوسر لخوا انتخابېږي.
د نړۍ تقریبا ډیری راډیوګانې له لسو راډيويي فارمټونو یا لس ډوله راډیويي خپرونو نه ډېره ګټه اخلي. خو پروډیوسرانو ته پکار ده چې له محدودیتونو ځان اوباسي، نوې خپرونې او نوي شکلونه رامنځته کړي. له نیکه مرغه په دې وروستیو کې دې برخه ته هم د ځینو پروډیوسرانو پام شوی دی او کوښښ کوي چې نوي فارمټونه رامنځته کړي. یانې موږ دا وړتیا لرو چې بالکل افغاني فارمټونه جوړ کړو چې زموږ له ټولنې سره برابري او هم غږي ولري.
دا لس فارمټونه چې تاسو به ورسره ښه اشنا یاست په دې ډول دي.
– راديويي مجله (Magazine) ځینې ځانګړې مجله وې، لکه د زراعتي خپرونو په هکله، د زراعت په هکله مختلف مواد برابرېږي او د وړاندې کوونکي لخوا دغو موادو ته لینک یا اړېکې ورکول کېږي.
او یوه بیا راډيويي مجله ده چې هرډول مواد پکې شامل دي، لکه هټۍ چې هر ډول څېزونه پکې پیدا کېږي.
– مرکه( Interview): د سوال او ځواب له لارې پیغام یا هم مالومات وړاندې کوي.
– ډرامه(Drama) : هغه داستانونه چې د ممثلینو یا ممثیل لخوا تمثلیږي او اورېدونکي هم پوهېږي چې دا یوه ننداره ده.
ـ د اندونو اظهار (Testimony) د شخصی عقایدو بیان، څوک چې خپله شخصی عقیده او اند په مستقیمه توګه له اورېدونکو سره شریک کړي.
راپور (Report): د یوې ځانګړې موضوع په هکله خبریال مالومات راټولوي، یا د یوې مشخصې موضوع په هکله دقیق او پوره مالومات وړاندې کوي.
– تدوین( Montage ) : ثبتي مواد ترتیبېږي او برابرېږي البته پرته له کوم چلوونکي نه خپرېږي.
– بحث (Discussion) : د یوې موضوع په هکله پراخه بحث او خبرې اترې.
– مسابقه (Game): لکه پرزنټر له ګڼو کسانو سره یوه لوبه پر مخ وړي.
– روایت (Demonstration): لکه د اخلي پخلي خپرونې یا هم زراعتي خپرونې چې یو کس له نورو کسانو یا هم بل کس سره چې د کار ټول جریان یې اورېدونکو ته وړاندې کېږي.
(Actuality) د هغو پېښو په هکله مالومات چې د رامنځته کېدو په حال کې وي.
که موږ پرته له دې چې نوي شکلونه یا فارمتونه جوړ کړو، د همدغو لسو شکلونو له یو ځای کلولونه هم ښې او نوې خپرونې جوړولی شو.
You also might be interested in
لیکنه: ارش ننګیال زموږ په هېواد کې د راډیوګانو یوه[...]
لیکنه: ارش ننګیال په اوسنۍ نړۍ کې هېڅوک هم د[...]
راټولونه: ارش ننګیال لومړنۍ چله د کوژدې یا واده چله[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی