• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اتمه برخه –

Home اسلامکوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اتمه برخه –

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اتمه برخه –

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی

اتمه: برخه…

د صبر او جهاد کولو فضیلت

(۱) په کار کې د سختی اسانتيا:

یوه ورځ فاطمه رضی الله عنها د نبی صلی الله علیه وسلم نه د خادم غوښتنه وکړه رسول صلی الله علیه وسلم فاطمه او علی رضی الله عنهما دواړو ته وفرمایل:«أَلَا أُعَلِّمُكُمَا خَيْرًا مِمَّا سَأَلْتُمَا إِذَا أَخَذْتُمَا مَضْاجِعَكُمَا أَنْ تُكَبِّرَا اللَّهَ أَرْبَعًا وَثَلَاثِينَ وَتُسَبِّحَا ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ وَتَحْمَدَاهُ [ص:93] ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمَا مِنْ خَادِمٍ».
ژباړه:«ایا تاسو ته هغه څه نه درښایم چې هغه ډیر غوره دی د هغه څه نه چې تاسو یې غوښتنه کړی؟کله چې د خپل خوب ځای کې اړخونه ولګوی نو (۳۴)ځلی الله اکبر ووایې، (۳۳) ځلی سبحان الله ووایې،او(۳۳)ځلی الحمد الله ووایې دا ستاسی لپاره د خادم نه غوره دی».

(۲) په سختیو او تکلیفونو باندی د صبر کولو ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ، وَلَا وَصَبٍ، وَلَّاهَمٍّ، وَلَا حَزَنٍ، وَلَا أَذًى، وَلَا غَمٍّ، حَتَّى الشَّوْكَةُ يُشَاكُهَا، إِلَّا كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ».
ژباړه:«نشته یو مسلمان چې هغه ته ستړتیا، پریشانی، انديښنه، زیان او غم ورسی، تر دی چې اغزی یې په خپه کې لاړ شی مګر دا چې الله جل جلاله به يې پدی سره ګناهونه ورژوی».

(۳) د الله جل جلاله له ویری  یو کار د پریښودلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «إِنَّكَ لَنْ تَدَعَ شَيْئًا اتِّقَاءً لِلَّهِ إِلَّا أَعْطَاكَ اللَّهُ خَيْرًا مِنْهُ».
ژباړه:«یقینا ته د الله تعالی له ویری کوم شی نه پریږدی مګر دا چې الله تعالی به درته د هغی غوره درکړی».

(۴) د ژبی او شرمګاه د ساتنی ثواب:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».
ژباړه:« څوک چی د هغه څه ضمانت راکړی چې د دو ژامو او خپو ترمنځ دی(ژبه او شرمګاه) نو زه به ورله جنت ته د ننوتللو ضمانت وکړم».

(۵) الله جل جلاله نه د ریښتنی شهادت غوښتلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ، بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ».
ژباړه:«څوک چې الله تعالی نه په په ریښتنی د شهادت سوال وکړی الله جل جلاله به یې د شهیدانو مقام ته ورسوی اګر که پخپله بستره کې هم مړ شی».

(۶) د الله جل جلاله په لاره کې د څوکی کولو ثواب:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې:«رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللهِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَمَوْضِعُ سَوْطِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا».
ژباړه:« د الله جل جلاله په لاره کې یوه ورځ څوکی د دنیا او څه چې په دنیا کې دی له هغی غوره ده،په جنت کې ستاسی د لښتی (چوکی) په اندازه ځای له دنیا او څه چې په دنیا کې دی له هغی غوره دی».

(۷) د الله تعالی له ویری د ژړلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:« عَيْنَانِ لَا تَمَسُّهُمَا النَّارُ: عَيْنٌ بَكَتْ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ، وَعَيْنٌ بَاتَتْ تَحْرُسُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ».
ژباړه:«دوه سترګی دی چې هغی ته اور نه رسی، یوه هغه سترګه ده چې د الله تعالی له ویری ژاړی او بله هغه سترګه ده چې د الله جل جلاله په لار کې څوکی کوی».

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

داســــلامى ټولـــنې ځانــګړتياوې

داســــلامى ټولـــنې ځانــګړتياوې

Dec 12, 2017

ژباړه: انـــــدیال ساپی اسلامى ټولنه چې اسلام يې بنسټ ربانى[...]

د اﺯميښت حکمت، او د راتلو پر وخت يې روا کړنې

Dec 5, 2017

لیکنه: اندیال ساپی ازمیښتونو، مصيبتونه ستونزې او کړاوونه د الله[...]

کوچنى عمل ستر ثواب – لسمه برخه –

Jan 3, 2018

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان ژباړه: انــــــدیال ساپی لسمه:[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022