• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اوومه برخه –

Home اسلامکوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اوومه برخه –

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اوومه برخه –

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی

اوومه: برخه…

د ښه نیت،علم او عدالت کولو فضیلت

(۱) د نیک نیتی ثواب:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَثَلُ هَذِهِ الْأُمَّةِ كَمَثَلِ أَرْبَعَةِ نَفَرٍ: رَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالًا وَعِلْمًا، فَهُوَ يَعْمَلُ بِعِلْمِهِ فِي مَالِهِ، يُنْفِقُهُ فِي حَقِّهِ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ عِلْمًا وَلَمْ يُؤْتِهِ مَالًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ هَذَا عَمِلْتُ فِيهِ مِثْلَ الَّذِي يَعْمَلُ”، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: “فَهُمَا فِي الْأَجْرِ سَوَاءٌ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالًا وَلَمْ يُؤْتِهِ عِلْمًا، فَهُوَ يَخْبِطُ فِي مَالِهِ، يُنْفِقُهُ فِي غَيْرِ حَقِّهِ، وَرَجُلٌ لَمْ يُؤْتِهِ اللَّهُ عِلْمًا وَلَا مَالًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ ما لهَذَا عَمِلْتُ فِيهِ مِثْلَ الَّذِي يَعْمَلُ” قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: “فَهُمَا فِي الْوِزْرِ سَوَاءٌ».
ژباړه:«د دی امت مثال د څلورو کسانو په څیر دی:لومړى هغه څوک دى چې الله جل جلاله ورته علم او مال دواړه ورکړی وي، د علم له لاری خپل مال په خپل ځای(د الله په لار) کې مصرفوی، بل هغه څوک دى چې الله تعالی ورته علم ورکړی خو مال یې ندی ورکړی هغه وایې: که چیرې له ما سره د پلانی په شان مال وی نو ما به د هغه څیر مصرف کړی وي، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دواړه په ثواب او اجر کې سره یو شان دى، بل هغه کس دی چې الله تعالی ورته مال ورکړي وي خو علم یې نوى ورکړي، نو هغه پخپل مال کې ګډوډ وی، بی ځایه يې(په ناحقه) مصرفوی، او بل هغه څوک دی چې الله تعالی ورته علم او مال دواړه نوی ورکړی خو دی وایې:که چیرې ما سره د پلانی په شان مال وی نو ما به د هغه په څیر مصرف کړی وی، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دواړه په ګناه کې سره برابر دی».

(۲) د علم د ﺯدکړى فضیلت:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَبْتَغِي فِيهِ عِلْمًا، سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّة،وَإِنَّ العَالِمَ لَيَسْتَغْفِرُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَمَنْ فِي الأَرْضِ…».
ژباړه:«چا چې علم د زدکړی لار ونیوله نو الله تعالی به یې د جنت لور ته سیده کړی، او یقینا د عالم لپاره دځمکو او اسمانونو اوسیدونکی بښنه غواړی».

(۳) د عدل کولو فضیلت:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:« إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَنِ وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا».
ژباړه:« یقینا عدالت کونکې به د الله تعالی په وړاندی د رڼا په منبرونو باندی د هغه خی لور ته وی او د الله جلا جلاله دواړه لاسونه خی دی(څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب دی) ، دا هغه کسان دی چې دوى پخپله پاچاهی، اهل او دوی ته په ورسپارل شوی شیانو کې عدالت کوي».

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

داســــلامى ټولـــنې ځانــګړتياوې

داســــلامى ټولـــنې ځانــګړتياوې

Dec 12, 2017

ژباړه: انـــــدیال ساپی اسلامى ټولنه چې اسلام يې بنسټ ربانى[...]

د سحر لمــــــونځ کونکی لپـــــــاره لس زیرې

Dec 4, 2017

لیکنه: اندیال ساپی لــومړی: زیــــــــــــری: رسول ﷺ فرمايې:”بَشِّرِ الْمَشَّائِينَ فِي[...]

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – څلورمه برخه –

Dec 26, 2017

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان ژباړه: انــــــدیال ساپی څلورمه:[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022