راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
دريمه: برخه…
د ناروغانو پوښتنه او د مړی جنازه کول:
(۱) د جنازی لمونځ کول او بیا مړی د خښولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ شَهِدَ الجَنَازَةَ حَتَّى يُصَلِّيَ، فَلَهُ قِيرَاطٌ، وَمَنْ شَهِدَ حَتَّى تُدْفَنَ كَانَ لَهُ قِيرَاطَانِ»، قِيلَ: وَمَا القِيرَاطَانِ؟ قَالَ: «مِثْلُ الجَبَلَيْنِ العَظِيمَيْنِ».
ژباړه:«څوک چې د جنازی لمانځه ته حاضر شو نو د هغه لپاره د یو قیراط په اندازه ثواب دی، او څوک چې جنازی ته حاضر شو تر دی چې مړی دفن شی نو د هغه لپاره دوه قیراطه اجر دی، چا وپوښتل چې قیراط څه شی دی؟ هغه وویل: د دو لویو غرونو په څیر»عبد الله بن عمر رضی الله عنه وویل: یقینا مونږ ډیر قیراطونه ضائع کړی دی.
(۲) مصیبت ځپلي ته د تسلی ورکولو اجر:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَنْ عَزَّى مُصَابًا فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ».
ژباړه:«څوک چې مصیبت ځپلی ته تسلی ورکړی نو د هغه لپاره به هم د هغی په شان اجر وی».
همدا شان فرمایې:«مَا مِنْ مُؤْمِنٍ يُعَزِّي أَخَاهُ بِمُصِيبَةٍ، إِلَّا كَسَاهُ اللَّهُ سُبْحَانَهُ مِنْ حُلَلِ الْكَرَامَةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه:«هیڅ یو مسلمان خپل ورور ته د مصیبت پر وخت تسلی نه ورکوی، مګر دا چې الله جل جلاله به ورته د عزت جامی ورواغوندی».
(۳) ناروغ د پوښتنی ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، فَإِذَا عَادَهُ عَشِيَّةً صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ».
ژباړه:«نشته هیڅ مسلمان چې د سحر په وخت د بل ناروغ مسلمان تپوس وکړی مګر دا چې تر بیګاه پوری به ورله (۷۰۰۰۰) ملاېکې د رحمت سوال کوی، او که چیرته د شپی لخوا یې پوښتنه وکړه نو تر سحره پوری به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوی، او د ده لپاره به په جنت کې د خرماو باغ وی».