راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
دويمه: برخه…
د اذان او لمونځونو فضیلت:
(۱) سحر د سنتو کولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا».
ژباړه:«د سحر دوه رکعته سنت د دنیا او هغه څه نه غوره دی چې په دنیا کې دی».
(۲) سحر د فرضی لمونځ اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ».
ژباړه:«چا چې د سحر لمونځ په جماعت سره وکړ دا د الله جل جلاله په ﺫمه کې دى».
(۳) تکبیر تحریمه(اولنی تکبیر) د رانیولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنْ صَلَّى لِلَّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا فِي جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبِيرَةَ الأُولَى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ».
ژباړه:«څوک چې الله جل جلاله د رضایت لپاره څلویښت ورځی د جمع لمونځ وکړی، حال دا چې تکبیر تحریمه رانیسی، د ده لپاره به دوه دوه ډوله نجات ولیکل شی:جهنم د اور څخه نجات او بل د منافقت نه خلاصی».
(۴) جمعی مانځه لپاره تیاری نیول او هغی ته د وختی تللو ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَن غَسَلَ يومَ الجُمُعةِ واغتَسَلَ، ثمَّ بكَرَ وابتكرَ، ومشى ولم يَركَب، ودنا مِن الإمامِ فاستَمعَ ولم يَلْغُ، كانَ له بكُل خُطوةٍ عَمَلُ سنةٍ أجرُ صِيامِها وقِيامِها».
ژباړه:«څوک چې د جمعی په ورځ غسل وکړی او بیا وختی جومات ته پیاده لاړ شی، او امام ته نږدی د خطبی اوریدلو لپاره کیښنی، او عبث کارونه ونه کړی، نو د ده لپاره به په هر قدم باندی یو کال د تهجدو او روژی ثواب ولیکل شی».
(۵) د اذان او لومړی صف کې د لمونځ کولو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«لوْ يَعلَمُ الناس ما في النداءِ والصفِّ الأَوَّلِ؛ ثم لم يجدوا إلا أن يَستَهمُوا عليهِ لاستَهموا».
ژباړه:«که چیرته خلکو د اذان او لومړی صف د لمانځه فضیلت پیژندلی، بیا به دوی نه موندلی بی لدی چې له یو بل سره پری خسڼی(قرعه اندازی) واچوی».
(۶) د موکدو سنتو کولو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَنْ صَلَّى فِي يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً بُنِيَ لَهُ بَيْتٌ فِي الْجَنَّةِ: أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَهَا، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْمَغْرِبِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْعِشَاءِ، وَرَكْعَتَيْنِ قَبْلَ صَلاةِالْفَجْر». ژباړه:«څوک چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته سنت لمونځ وکړی، نو الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی»څلور رکعته ماسپښین د لمانځه څخه مخکی او دوه ترى وروسته، دوه رکعته د ماښام نه وروسته، دوه رکعته د ماخوستن نه وروسته او دوه رکعته د سحر لمانځه نه مخکی.
(۷) د ماخوستن او سحر لمونځ په جمع باندی د کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ».
ژباړه:«څوک چې د ماخوستن لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان نیمه شپه عبادت کړی، او څوک چې د سحر لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان ټوله شپه عبادت کړی دی».
(۸) سحر د لمانځه نه وروسته تر لمر ختلو پوری د الله تعالی ذکر کول او بیا دوه رکعته لمونځ کول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ صَلَّى الْفَجْرَ فِي جَمَاعَةٍ، ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ تَامَّةٍ، تَامَّةٍ، تَامَّةٍ».
ژباړه:«څوک چې سحر لمونځ په جمع سره ادا کړی، او بیا د لمر ختلو پوری د الله جل جلاله ذکر ته کیښنی، او بیا دوه رکعته لمونځ وکړی، د ده لپاره به پوره د حج او عمری هومره ثواب وى».