راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
نهمه: برخه
د خپلوی پاللو فضیلت
(۱) خاوند د خوشحاله ساتلو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ، وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ، دَخَلَتِ الْجَنَّةَ».
ژباړه:«هره ښځه چې مړه شی او خاوند تری راضی وی، نو جنت ته به داخله شی».
(۲) لوڼو د روزنی او پالنی ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنِ ابْتُلِيَ مِنَ الْبَنَاتِ بِشَيْءٍ، فَأَحْسَنَ إِلَيْهِنَّ، كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ».
ژباړه:«څوک چې د لوڼو څخه په څه ازمیښت شی، له هغوی سره د احسان او ښه رویه وکړی، دا به یې له اور څخه پرده شی».
(۳) خپلوی د پاللو ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَأَنْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».
ژباړه:« که څوک خوښه ګڼی چې رزق يې پراخه شی او عمر یې زیات شی نو خپلوی دی وپالی».