راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
دولسمه: برخه
د ځینو ایتونو فضیلت
(۱) د ایت الکرسی ویلو اجر .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ، إِلَّا الْمَوْتُ».
ژباړه:«څوک چې د هر فرضى لمانځه څخه وروسته ايت الکرسى ووايې پرته له مرګ څخه به يې بل څه جنت له ننوتلو منع نه کړي».
(۲) سورت کهف اولنی لسو ایتونو د یادولو فضییلت:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ».
ژباړه:«چا چې د سورت کهف لومړنی لس ایتونه حفظ کړل، نو دجال له فتنی څخه به وساتل شی».
(۳)« قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ» د ویلو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: « مَنْ قَرَأَ: قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ عَشْرَ مَرَّاتٍ بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّة».ِ
ژباړه:«چا چې: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ، لس ځله ووایه، الله جل جلاله به ورته په جنت کې ماڼی جوړه کړی ».
ديارلسمه او وروستى برخه
الله جل جلاله سره د تعلق ساتلو فضیلت
(۱) د اخرت په یاد ساتلو اجر:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنْ كَانَتِ الآخِرَةُ هَمَّهُ جَعَلَ اللَّهُ غِنَاهُ فِي قَلْبِهِ وَجَمَعَ لَهُ شَمْلَهُ، وَأَتَتْهُ الدُّنْيَا وَهِيَ رَاغِمَةٌ».
ژباړه:«څوک چې د اخرت په غم او فکر کې شی، نو الله تعالی به یې په زړه کې قناعت پیدا کړی، او په اتفاق به یې کړی، او دنیا به ورته پداسی حال کې راځی چې ذلیله به وی».
(۲) په الله جل جلاله باندی په ریښتنی توکل کولو فضیلت:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «لَوْ أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللَّهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ؛ لَرَزَقَكُمْ كَمَا تُرْزَقُ الطَّيْرُ، تَغْدُو خِمَاصًا، وَتَرُوحُ بِطَانًا».
ژباړه:«که چیرته تاسو په الله جل جلاله په ریښتنی سره توکل وکړی، نو تاسی ته د مرغانو په څیر رزق درکړی، چې سحر تشی ججوری ځی او ماښام ډکی ججوری راستنږی».