راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
يوولسمه: برخه…
د ښو اخلاقو فضليت او اجر
(۱) د ښو اخلاقو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ».
ژباړه:«یقینا مؤمن په ښو اخلاقو باندی د رژوه دار او تهجد کونکی مرتبی ته رسی».
او همدا شان فرمایې:«وَبَيْتٍ فِي أَعَلَى الْجَنَّةِ لِمَنْ حَسُنَ خُلُقُهُ».
ژباړه:«د ښو اخلاقو خاوند لپاره د جنت په اوچت برخه کې یو کور دی ».
(۲) لاری نه د ضرری شیانو د لیرې کولو ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «لَقَدْ رَأَيْتُ رَجُلًا يَتَقَلَّبُ فِي الْجَنَّةِ؛ فِي شَجَرَةٍ قَطَعَهَا مِنْ ظَهْرِ الطَّرِيقِ كَانَتْ تُؤْذِي النَّاسَ».
ژباړه:« ما یو کس ولید چې په جنت کې د لاری څخه هغه ونی د پریکولو له امله ګرځيدلو، چې خلکو ته یې زیان رسولو».
(۳) غوسی او قهر د کابو کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ كَظَمَ غَيْظًا وَهُوَ يَسْتَطِيعُ أَنْ يُنَفِّذَهُ دَعَاهُ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى رُءُوسِ الخَلَائِقِ حَتَّى يُخَيِّرَهُ فِي أَيِّ الحُورِ شَاءَ».
ژباړه:« څوک چې خپل قهر او غوسه کنترول کړی پداسی حال کې چې هغى د پلى کولو توان لری، نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په مخکی راوبلی تردی چې د حورو په خوښولو کې به اختیار ورکړی».
(۴) د جنجال او درغو پریښودلو اجر:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «أَنَا زَعِيمُ بَيْتٍ فِي رَبَضِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْمِرَاءَ، وَإِنْ كَانَ مُحِقًّا، وَبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْكَذِبَ وَإِنْ كَانَ مَازِحًا ».
ژباړه:« زه د جنت په غاړه کې د کور زموار یم د هغه چا لپاره چې جنجال پریږدی اګر که په حقه هم وی، او همدا رنګه د جنت په مینځ کې هغه چا لپاره د کور زموار یم چې دروغ پریږدی اګر کې په ټوکو کې هم وی».