راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی
څلورمه: برخه…
د صدقی او خيرات کولو ثواب او فضیلت
(۱) د جومات جوړولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ بَنَى لله مَسْجِداً وَلَوْ كمِفْحَصِ قَطَاةٍ بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتاً فِي الْجَنّةِ».
ژباړه:« څوک چې د الله جل جلاله لپاره جومات جوړ کړی اګر که د (قطاة نومی) مرغی د ځاله په اندازه هم وی، الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی».
(۲) د قرض ورکولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُقْرِضُ مُسْلِمًا قَرْضًا مَرَّتَيْنِ إِلَّا كَانَ كَصَدَقَتِهَا مَرَّةً».
ژباړه:« څوک چې یو مسلمان ته دوه ځلی قرض ورکړی، دا داسی ده لکه یو ځل چې یې صدقه کړی وی».
(۳) د قرضداری او تنګ لاسی سره د اسانتیا کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«كَانَ رَجُلٌ يُدَايِنُ النَّاسَ» ، ” كَانَ يَقُولُ لِفَتَاهُ: إِذَا أَتَيْتَ مُعْسِرًا فَتَجَاوَزْ عَنْهُ، لَعَلَّ اللَّهَ يَتَجَاوَزُ عَنَّا، فَلَقِيَ اللَّهَ، فَتَجَاوَزَ عَنْهُ».
ژباړه:« یو سړی به خلکو ته قرض ورکولو نو خپل خادم(مزدور) ته به يې ویل: چې قرضداری ته ورشی نو اسانتیا ورسره کوه، ښایې الله جل جلاله له مونږ سره اسانتیا وکړی، نو د الله جل جلاله سره مخامخ شو نو وبښو».
(۴) د صدقی او خیرات کولو اجر:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ».
ژباړه:«صدقه او خیرات مال نه کموی».
همدا شان یې بل ځای فرمایلی دی: «سَبَقَ دِرْهَمٌ مِائَةَ أَلْفٍ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ؟ قَالَ: «رَجُلٌ لَهُ دِرْهَمَانِ فَأَخَذَ أَحَدَهُمَا فَتَصَدَّقَ بِهِ، وَرَجُلٌ لَهُ مَالٌ كَثِيرٌ فَأَخَذَ مِنْ عُرْضِ مَالِهِ مِائَةَ أَلْفٍ، فَتَصَدَّقَ بِهَا».
ژباړه:«کله یو درهم د یو لک درهمو څخه مخکی کیږی، چا وویل ای د الله پیغمبره دا څنګه؟هغه وفرمایل: یو سړی سره دوه درهم دی نو په یو باندی صدقه وکړی، او بل سړی سره ډیر مال دی نو د خپل مال څخه یو لک صدقه کې ورکړی».