• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

کوچنى عمل ستر ثواب – لسمه برخه –

Home اسلامکوچنى عمل ستر ثواب – لسمه برخه –

کوچنى عمل ستر ثواب – لسمه برخه –

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انــــــدیال ساپی

لسمه: برخه…

د مينى محبت او ښی رویې فضیلت

(۱) نیکانو خلکو سره د محبت او ناستی فضیلت:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ».
ژباړه:«ته به له هغه چا سره یې چې ستا ورسره محبت وی»،أنس رضی الله عنه وایې:صحابه د دی حدیث په څیر په بل څه ندی خوشحاله شوی.

(۲) د مؤمنانو نارینو او ښځنيو لپاره د بښنی غوښتلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنِ اسْتَغْفَرَ لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ بِكُلِّ مُؤْمِنٍ وَمُؤْمِنَةٍ حَسَنَةً».
ژباړه:«څوک چې د مؤمنانو سړو او ښځو لپاره مغفرت غواړی، نو الله تعالی به ورته د هر مؤمن سړی او مؤمنی ښځی په مقابل کې یوه نیکی ولیکی».

(۳) چا ته د نیکی او خیر ښودلو ثواب:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ».
ژباړه:« چا چې نیکی او خیر ته لارښوونه وکړه د هغه لپاره د دغه نيکى د کونکی په څیر اجر دی».

(۴) د بی وزله او کونډی سره د ښیګړی او مرستی کولو اجر:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ الله أَوْ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».
ژباړه:«د کونډی او بی وزله سره مرسته کونکی، د الله جل جلاله په لار کې د جهاد کونکی، د شپی تهجد کونکی او د ورځی روژه نیونکی په څیر دی».

(۵) د یتیم پالنی ثواب:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «أَنَا وَكَافِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هَكَذَا, وَقَالَ بِإِصْبَعَيْهِ السَّبَّابَةِ وَالوُسْطَى».
ژباړه:« زه او د یتیم سرپرست به د قیامت په ورځ داسی یو او بیا یې خپله سبابه او منځنی ګوته باندی اشاره وکړه».

(۶) مسلمان ورور عزت نه د دفاع کولو اجر:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه:«څوک چې خپل ورور د عزت نه دفاع وکړی، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د ده مخ د اور نه لیری کړی».

(۷) د ملاقات په وخت کی یو بل ته د لاس ورکولو(مصافحه کولو) ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ، إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَتَفَرَّقَا».
ژباړه:«نشته دوه کسان چې د لیدنی په وخت یو بل ته لاسونه ورکړی، مګر دا چې الله جل جلاله به ورته له جدا کیدو مخکی بښنه وکړی».

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – يوولسمه برخه –

Jan 4, 2018

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان ژباړه: انــــــدیال ساپی يوولسمه:[...]

کوچـــنی عمل ســـتر ثواب – اتمه برخه –

Dec 31, 2017

راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان ژباړه: انــــــدیال ساپی اتمه:[...]

اسانه نيــــــکي یانې مسکا او روڼ تندی درلودل.

Dec 20, 2017

ژباړه: انـــــدیال ساپی ابن حبان رحمه الله وايي: “مسکا او[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022