لیکنه : ډاکټر ابراهیم شینواری
امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو ته د کمخونۍ د مخنيوي لپاره د اوسپنې او فوليک اسيدګوليوورکول.
که د یوې امیندوارې مېرمنې د بدن اوسپنه پوره وي، او زېږېدلی ماشوم یې د ژوند په لومړیو ۲۴ میاشتو کې کمخونه نشي، د دغسې ماشوم ذهانت (IQ)به تر کمخونه ماشومانو ۲۵ درجې اوچته وي. لاندې معلومات د همدغه اهمیت له مخې په غور ولولئ او عملي یې کړئ. |
اوسپنه څه شی ده او په څه شي کې پيدا کېږي؟
اوسپنه یو منرال او د وینې د سرو حجرو اساسي توکى دى، چې د بدن ټولو برخو ته اکسیجن لېـږدوي. اوسپنه په دې خوړو کې پیداکېـږي: ځیګر، شنه سابه لکه پالک، دال، لوبیا او سويابين. چې باید له ښو منابعو په پوره اندازه واخیستل شي.
فوليک اسيدڅه شی دی او ولې مهم دی؟
فولیک اسید د ټولو حجرو د ودې او پوخوالي لپاره ضروري دى.
کمښت یې زیاتره په ماشومانو او امیندوارو ښځو کې د کمخونۍ سبب کېـږي.
فولیک اسید په ډېرو نباتي خوړو کې شته. د فولیک اسید د کمښت یوه سخته بده نتیجه د مور په نس کې په ماشوم کې راپیداکېدونکی د ملا د تير زیان دی چې د امیندوارۍ په لومړیو کې رامنځته کېـږي او بېرته نه ښه کېـږي. ځکه فولیک اسید باید د امیندوارۍ په لومړیو ورځو، حتی ترې مخکې پیل شي. د امیندوارۍ په لومړۍ میاشت کې د فولیک اسید کمښت د داسې خطرناکو پيښو سبب کېدای شي: (انځور وګورئ)
کمخوني څه شی ده؟
له نارمل حد څخه د وینې د هیموګلوبین کمښت ته کمخوني وایي.
(د ښوونځي تر عمر کمو ماشومانو په یو دیسي ليتر وینه کې له ۱۱ ګرامه کم هیموګلوبین، د ښوونځي د عمر ماشومانو کې تر ۱۲ ګرامو کم، په امیندوارو ښځو کې تر ۱۱ ګرامو کم، او په شیدې ورکوونکو کې تر ۱۲ ګرامو کم هیموګلوبین د کمخونۍ څرګندونه کوي).
د اوسپنې د کمښت او کمخونۍ عواقب څه دي؟
د نوي زېږون او لومړني کوچنیتوب په وخت کې: د دماغي ـ حرکي سیستم او پېژندګلوۍ په وده کې ځنډ.
د امیندوارۍ او زېــږون پر مهال: د میندو او ماشومانو مړینې.
په بالغانو کې: د کاري ظرفیت او کاري حاصل کمښت.
په هر ګروپ کې: د میکروبونو پر وړاندې دبدن د مقاومت کموالی.
ولې اوسپنه په اميندوارۍ کې ډېره ضرور ده؟
په امیندوارۍ کې باید مور د خپل بدن او خپل مخ پر ودې ماشوم زیاتېدونکې اړتیاوې پوره کړي، نو ځکه ډېرې اوسپنې ته اړتیا لري. مور زیاتره پدې دوره کې د اوسپنې له کمښت او کمخونۍ سره مخ کېږي.
د اوسپنې د کمښت مخنيوی (وقايه)
امیندوارې مېرمنې باید له اوسپنې څخه غني خواړه لکه ځیګر، د پالکو په شان شنه سابه ، دال او لوبیاګانې (سويابين) وخوري. البته که غني شوي اوړه په مارکیټ کې پیدا کېږي، هغوی ته دې ترجیح ورکړي.
هره امیندواره ښځه باید د امیندوارۍ پر مهال لږ تر لږه د اوسپنې او فولیک اسید ۱۸۰ دانې او د شیدو ورکولو پر مهال ۹۰ ګولۍ وخوري (د ورځې یوه دانه). هره ګولۍ باید ۶۰ ملي ګرامه اوسپنه او ۴۰۰ میکرو ګرامه فولیک اسید ولري.
د اوسپنې پـــر جــذب اغېزناک فکټورونه
د ويټامین سي ښې منابع لکه د ستروس مېوې (نارنج، مالټه، لیمو …) او رنګارنګ حیواني او نباتي خوړو لکه ځیګر یو ځای خوړل بدن ته د اوسپنې جذب زیاتوي. له غذا سره جوخت د زیات چای یا قهوې څـښل، د زیات فایبر لرونکو خوړو خوړل او ډېر کلسیم اخيستل بدن ته د اوسپنې جذب کموي.
د اوسپنې/ فوليک اسيد ګټې
د میندو د کمخونۍ او د اوسپنې د کمښت او د ماشوم د کم وزنه کېدو مخنیوی کوي.
د اوسپنې او فوليک اسيډ د ګوليواړخيزې اغېزې
د غایطه موادو د رنګ تورېدل، قبضیت، زړه بدوالی او په خوله کې د اوسپنې خوند، چې ژر تېرېدونکي دي او د ډېر تشويش وړ ندي.
ګولۍ باید تر ماښامنۍ غذا وروسته او تر خوب د مخه استعمال او د ورځې په اوږدو کې زیاتې اوبه وڅښل شي!