لیکنه: رفيع الله آرمان
که تاسوځان دمصروفيتونو په ایسار کې وينئ او ددې موقيع درسره نشته چې خپل موفقيتونه درک کړئ دا په دې معنی ده چې تاسو يو موفق شخص ياست خو خپلوبرياو ته متوجه نه ياست .
کيدای شي موږ هر يوه داد تجربه او درک کړي وي چې ژوندزموږ په خوښه نه دی روان حتاکه دژوند په ټولو چارو ځغلنده نظروکړو له بهرنيوکړنو څخه نيولې دکور ترکارونو پورې به زموږ دبرياومخه ونيسي .
د دې مطلب په لمن کې مو ځينو هغه ټکو ته ځای ورکړی دی چې ډيره ورته متوجه نه يو .يو ځل يې ولولۍ بيا خپلوځانګړنوته پام و کړئ ځکه کيدای شي تاسو هم په خپل ژوند کې دموقفه کسانو له جملې څخه وئ خو تاسو برعکس فکر کړی وي .
۱ -له نورو څخه دستاينې تمه:
له نورو نه د ځان په هکله د مثبت نظر اخيستل عموماً د نوې ځوانۍ په وخت کې له سړي سره پيدا کيږي .
۲ -له کشمکش نه لرې آرامه ژوند لرئ: چې داسې ده نو کولای شئ وواياست چې تاسو موفقه ژوند لرئ.
۳ -دژوند لپاره مهال ويش لرئ : خپلې کړنۍ ديوه چوکاټ په داخل کې تاسو کولای شي هغه ځای ته ورسوي چې غوښتلي مو دي .
۴ -سهار وختي پاڅيږئ: دژوند دهرې چارې دسمبال په خاطر که سهار وختي موخپل مخ کينی عادت ترناوخته ويده کيدل په وختي پاڅيدلو بدل کړئ ځان ته مو دژوند يوه نوې لاره پرانيستې ده .
۵- دټولنې له نظره تاسو يو فعال کس ياست : دبري راز په بيلابيلو طريقوکې دی په رتبه اومقام پورې محدود نه دی . که دمختفلوټولنو په منځ کې ځان خوښ وينئ ،تاسو په ژوند کې بريالي ياست .
۶- متقابل احترام لرئ : بريا له ستونزو او ويرې سره ستاسو له مخامخ کيدو پرته بله څه نه دي همدارنګه داحترام او ادب ساتل دي .
۷ -له نورو سره دمرستې مينه لرئ : که تاسو دنور دموفقيت لپاره زمينه سازي کوئ او دهغې لپاره يوه تکيه ياست .کاميابۍ ته ډير نژدي شوي ياست .
۸ -دکارپه لټه ياست : که لستوڼي بډ وهئ او دهغه دچټليدوخيال له ذهن څخه وباسئ ترڅوموفقيت ته ورسئ له هغه نه هم بهتره ياست چې فکر يې کوئ.
۹ -له ماتې وروسته برياته رسيدلي ياست :له بحراني شرايطونه تيريدل او برياته رسيدل د اوسپنيزو ارادو خاوندانو کارد ی چې پرته له شکه په ژوند کې بريالي دي .
۱۰ -بانظمه ياست : د کاميابۍ دبيلګوڅخه يو هم دنظم مراتول او له تيروکړنوڅخه زده کول دي .
۱۱ -صبرناک ياست : په بې صبرۍ سره کيدای شي ستاسو په خپل کار او شخصي ژوند باندې دخپل طبعي اثرپريوتلو مخه هم ونيسئ.
۱۲ -خپل وخت په ښه ډول رهبري کړئ : که وتوانيږو چې خپل وخت داسې تيرکړئ چې يو مهم کس واوسئ نو دکاميابو کسانو په جمله کې شمار يې .
۱۳ -کامياب دوستان لرئ :که تاسو د برياليوکسانوپه منځ کې اوسيږئ په آسانه دخلاقيت او پرمختګ پوړيوته رسيږئ .
۱۴ -نور نه تهديوئ : که دژوند داسې پړاو ته رسيدلي يئ چئ ځان دخپلو تيروتنو مسول ګڼئ او نوردخپلو ناکاميوپه وجه نه تهديوئ ،نو دا ومنئ چې بريالي ياست .
۱۵ -په آرامه خپل افکاراو عقيدې بيان کړئ : که نوروته خپل دلايل په شفاف ډول اونرمۍ ور واوروئ، دهغې توجه راجلبوئ او ددې سبب کيږي چې مقابل لوری په دې پوهيږي چې هغه هم خپلو افکاروته اړتيالرئ .
۱۶ -خپلې تيروتنې په نورو نه ورتپئ : خپلې تيروتنې دنورو مخ ته اچول آسانه کار دی خو دکاميابۍ هيڅ لاره نه ده .
۱۷ -په خپلوتوانمنديو تکيه کوئ : تاسوپوهيږئ چې له پخوانه ډير توانمند ياست ، په دې طريقه کولای شئ دشک اوګمان پر وړاندې مبارزه وکړئ ترڅو وکولای شئ هغه څه ته چې هيله مو يې درلوده ورسيږئ .
۱۸ -وړې ستونې وړاندې ترلوئيدو له منځه يوسئ : په دې کارسره هميشه وخت په خپله ګټه کارولی شئ که دستونزودحل لپاره اوږده مبارزه ونه کړئ وروسته به يې دحل لپاره له دې نه هم ډير وخت ته اړتيا ولرئ .
۱۹ -هميشه خپل کړه داسې عيارکړئ چئ دټولو دخوښې وړ وي : خپل چلند، دټولنې د رواجونو احترام ،له مهمواواساسي ټکو څخه دي کم يې بايد ونه شماروبلکه دامو دنده ده چې دټولنې دهر وګړي احترام وساتو.
۲۰- داړيکو رول په ژوند کې مهم وګڼئ : تاسوپرته له دې چې په کوم دام کې ګيرشئ داړيکوپه واسطه دنورو دتائيد وړګرځئ اوله هغوی سره په دنيایي چاروکې يوه پياوړې راطبه ټينګوئ .
۲۱ -دښه اوريدلو مهارت لرئ: پوهيږئ کله چې يوه رابطه ټينګيږي دښه اوريدلو مهارت نه يوازې دا چې همدا راطبه غزوي بلکه لا يې پياوړې او ډاډمنوي .په حقيقت کې ښه اوريدل يوازينۍ پديده ده چې په هره چاره کې ورته اړتياده .