ليکنه : محمد جواد مصباح
کيسۍ ته په فارسي کې چيستان او په عربي کې ورته لُغز وايي، ځينې پښتانه ورته اړې، ټيکونه، د مغزو جنګ او دا څه شی دی؟ هم وايي.
دا د پخواني، ځنډن او لرغوني شفاهي ادب يوه داسې برخه ده چې اوس ورو ورو له منځه ځي، د کيسيو خوندي کول به يو غوره او ضروري کار وي،
کيسۍ او چیستانونه د ماشومانو د سرګرمۍ او بوختېدو يوه ښه وسيله ده، يو ماشوم يوه کيسۍ وايي او بل مجبور دی چې ځواب يې ورکړي او که نه نو لوبه او مسابقه بايلوي.
کيسۍ منثور او منظوم دوه ډولونه لري: منظومې کيسۍ په حقيقت کې ساده، سليس او روان شعر دی، چې مطلب په کنايو او اشارو په کې ښودل کېږي او له همدې کنايو او اشارو نه يې بايد ځواب ترلاسه شي؛ ډېرې کيسۍ يو دوه مسريز بيت وي، خو ځينې يې درې مسرۍ، څلور مسرۍ او تر دې زيات هم لري، ځينې کيسۍ په بېلا بېلو ځايونو کې بېل بېل ځوابونه لري، خو د ځينو هماغه يو ځواب وي لکه:
لښته ده زر لښته ده
نه ماتېږي سخته ده
دغې کيسۍ ته په پکتيا کې روژه، په ختيځه پښتونخوا کې مار-منګور او په مرکزي پښتنو کې یې ځواب اوبه دی، په پکتيا کې د اوبو لپاره دغه کيسۍ د ماشومانو په منځ کې وجود لري:
کوړۍ کوړۍ بهېږي
هېـــڅ نــــه درېـــــږي
د منظومو کيسيو لپاره دا څو مثالونه وګورئ:
• تر پاڼ لاندې خونه
پکې ناسته ده زيتونه
(ژبه)
• زما يو ورور دی
په هر بازار يې کور دی
(لمر)
• برېښي کمکی دی
يو سر يې سوری دی
بل سر يې نر دی
جوړوونکی د کالی دی
ملګری يې سپڼسی دی
ووايه کوم شی دی؟
(ستن)
• زما سپينه کوټه
نه يې لار شاته نه کوڅه
(هګۍ)
• راولوېده د تير غوندې
جګه شوه کجير غوندې
(واوره)
• آسمان لاندې
آسمان باندې
آسمان پښې
خوځوي واړندې
(ژرنده)
• په سپين کې تور دی
په تير کې نور دی
سر پرې سپور دی
(سترګې)
• انګړ تاته
انګړ ماته
انګړو خاته
پورته هوا ته
(د سترګو ديد او نظر)
• جنت لري
دوزخ لري
بې شانه د ده زور دی
درياب په بېړۍ سپور دی
(قرآن عظيم الشان)
• چې نيمه شپه شي غبرګ غبرګ وهي ډولونه
يوه يې بوڅه خوله ده څلور يې بوڅ غوږونه
(غړکه)
• سل خولې لري
نه ګېډه نه کولمې لري
(غلبیل)
• وچ کلک
د کولمو ډک
(کټ)
• زما يو شی دی
چې شپه شي راپيدا شي
هر چا ته په خندا شي
(ډېوه)
• چې ورته ووايم راځه، نه راځي
چې ورته ووايم مه راځه، راځي
(شونډې)
• له بره سره سېږه راغله
وليده سترګو خېلو
ونيوه ګوتو خیلو
مړه کړه نوکو خېلو
(سپږه)
• اته اته يې پښې دي
نه لنډې نه اوږدې دي
نه سمې نه کږې دي
(کيني کبر)
منثورې کيسۍ
د ماشومانو ترمنځ د منثورې کيسيو شمېر تر منظومو کيسيو ډېر او زيات دی، په دغه کيسيو کې هم د يوه شي ډېرې لرې نښې نښانې ښودل کېږي او يا يې له يوه شي سره تشبیه راځي چې نور ملګري ماشومان يې ځواب ورکوي، د دوی لپاره ډېرې خوندورې او په زړه پورې وي، که کيسيو ته ځير شو د کيسيو ادبي رنګ او متن ډېر پوخ او ډېر رنګين وي او له يوه نسل بل نسل ته انتقالېږي.
هنری موخه او هدف يې هم پوخ، رسا او په زړه پورې وي، د ماشومانو دغې ادبي پانګې هم ډېر زيات ضايعات ورکړي او ضرور دا ده چې په دغه اړه د پښتو ولسي ادب څېړونکي په کليو او بانډو کې هڅی پيل کړي او د ماشومانو دغه ادبي ستره پانګه له ورکېدو ژغوري او په مينه يې خوندي کړي؛ دا څو به يې دلته د مثال لپاره وړاندې کړو:
• ځي ځي، نه درېږي.
(اوبه)
• ځي ځي، مخ نه را اړوي.
(اوبه)
• شپه ورځ ګرځي، خوب نه لري.
(ساعت-ګړۍ)
• چې ځم رانه پاتې کېږي.
(د پښو پل)
• چې ځم راسره ځي.
(سيوری)
• ګرځي ګرځي، چې شپه شي وازه خوله يې نيولې وي.
(څپلۍ-بوټ-پڼه)
• پلار يې ښورېدلی لا نه وي چې زوی يې د بام په سر وي.
(اور- لوګی)
• چار چاپېره يې لرګي دي، منځ کې یې سره سپۍ غاپي.
(غاښونه-ژبه)
• زما پنځه ګلونه دي، دوه لمر کې، درې په سيوري کې ولاړ دي.
(پنځه وخته لمونځ)
• يوه يې مټه، درې يې بامه.
(شفتله)
• د ورځې ګرځي د شپې په ځان اغزي واچوي.
(سترګه او باڼه)
• د ورځې ګرځي د شپې د يوې پيسې ځای ونيسي.
(لکړه)
• يو يې مشر سل يې کشر.
(تسبيح)
• نازو نازکه ولې ژاړي؟
(شپېلۍ)
• يو وزر، دوه يې جامونه، د الله په حکم يې کارونه.
(تله)
• د پاسه راغی سور پلوڅ، کالي يې پنځه پنځوس.
(پياز)
• په وچه دښته کې تلم، تانده لښته مې پيدا کړه.
(مار)