ليکوال: مطيع الله همدرد
کابل ادبي بنډار خپله ۶۴ مه دوه اونيزه غونډه د روان لمريز کال د لېندۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه چې د جمعې له ورځې سره برابره وه، قرغې ته نيږدې په غازي محمد جان خان منځني ښوونځي کې وکړه.
د خورشيد احمد فطرت په غوښتنه چې د سټېج چارې یې مخته وړلې، ښاغلي ميکائيل غونډه د الهي کلام په څو سپېڅلو آیتونو پرانیسته. ورپسې خوږو ماشومانو پخپلو خوږو غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.
له ملي سرود وروسته مطيع الله همدرد ته د تېرې غونډې د راپور د وړاندې کولو له پاره بلنه ورکړل شوه چې په کره کتنه کې د غونډې د ګډونوالو له خوا د لارښوونو په ترڅ کې وستایل شو.
د غونډې مشري ښاغلي نصیر احمد احمدي کوله او مېلمانه یې ښاغلی جلال امېد او ښاغلی رشيد وو. له ژمنې سره سم ښاغلي نصیر احمد احمدي د کيسې په اړه اوږد لکچر وړاندې کړ. د ښاغلي احمدي لکچر د کيسې په موضوع، انځور او د کيسې او ناول پر توپیر راڅرخېده او زیاته یې کړه چې په کيسه ليکلو کې باید د موضوع په غوراوي کې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي. ښاغلي احمدې وویل: د موضوع پیدا کول ډېر آسانه دي خو باید ورته یوه نوې زاویه ومومو.
زیاته يې کړه چې د موضوع ښه انتخاب لوستونکی دې ته اړ کوي چې کیسه تر پایه ولولي، او په وینا یې کيسه کې باید یوه اصلي غوټه وي چې د هغه تر خلاصولو پورې باید د لوستونکو تلوسه له ځان سره وساتې، په دې مانا چې په کيسه کې باید داسې نور ټکي هم وي چې لوستونکی دې ته اړ باسي څو کیسه تر پایه ولولي.
ښاغلي احمدي د کيسې او ناول په توپير هم خبرې وکړې؛ ده وویل چې کيسه او ناول داسې مانا لري لکه یو ښاخ او ونه، ښاخ د کيسې مانا لري او پوره ونه بیا د یو ناول. ښاغلي احمدي د دې دواړو نثرونو په توپير هر اړخيزې خبرې وکړې چې د ګډونوالو سره یې د یو آزاد بحث په ترڅ کې ځوانانو ته هم دا وړانديز وکړ چې په کيسه ليکلو کې باید له تقليدي کلیمو لکه:
((بادامي سترګې، تور اوږده وېښتان، د زاڼې په شان غاړه …)) څخه کار وانه خلي، بلکې هر هغه څه چې مو خوښيږي باید په کيسه کې ورته ځای ورکړی، نوو تصويرونو ته فکر وکړئ، ځکه شاید د ځينو به بادامي سترګې یا د زاڼې په شان غاړه نه خوښېږي.
د غونډې په همدې برخه کې د کيسې په انځور هم خبرې وشوې، ښاغلي احمدي وویل چې په کیسه کې یو مړ انځور وي او بل ژوندی؛ که غواړو مړ تصوير را ژوندی کړو نو وایو به:
((د دروازې کړپ شو، پردې باد رپولې، د بوټانو ترپا تر غوږو کېده او داسې نور…))
احمدي زیاته کړه چې که په کيسه کې انځور نه وي نو بې له شکه چې خوند به یې هم نه وي، ځکه د ده په وینا لوستونکو ته باید کيسه کې تصويري ماحول جوړ کړو.
احمدي د نثر په اړه ډېرې اړینې او له پنده ډکې خبرې وکړې، دومره چې د ټولو ځایول یې په یو راپور کې ناشوني دي؛ نوموړي همدا راز په کیسه کې د ډیالوګونو په اړه هم خبرې درلودې او ویې ویل چې ډیالوګ باید په کیسه کې ډېر اوږد نه شي، بلکې له یو پاراګراف وروسته یې پاتې برخه مخته یوړل شي. دا چې د وخت د کمښت له امله د لنډې کيسې، ژبه، کرکټرونه، غوټه او داسې نورو برخو خبرې ونه شوې، احمدي ژمنه وکړه چې په يوه بله همداسې غونډه کې به بيا هم له موږ سره معلومات شريکوي.
دا چې د غونډې ډېره برخه لېکچر ته ځانګړې شوې وه نو مشاعره کې یوازې دریو کسانو هر یوه ښاغلي د غازي محمد جان خان مدیر محمد رجب فاني، حبیب مظلومیار او وړوکي ایمل وقار خپل شعرونه او زمزمې ګډونوالو ته واورلې.
د یادونې وړ ده چې د ښاغلي مظلومیار خوږو شعرونو او جالبو خاطرو د غونډې ګډونوال د خوښۍ په ټال وزنګول، ورپسې د غونډې مېلمه ښاغلی رشيد د غونډې د ارزونې لپاره دريځ ته وبلل شو، ښاغلي رشيد د کابل ادبي بنډار له مشرانو څخه مننه وکړه چې خپلې پوهنيزې هڅې یې جاري ساتلې دي.
په پای کې د راتلونکې غونډې لپاره اجنډا وټاکل شوه، چې ښاغلی ګل آغا احمدي به د ماشومانو له پاره د کيسه لیکلو په اړه پرېزنټېشن ورکوي. له همدې سره ښاغلي محمد داود غريب دوست غونډه د لنډې دعايیې په ویلو پای ته ورسوله.
پای