لیکنه: ډاکتر سيد محمد سعيد
د نورو ساری ناروغيو ترڅنګ کینه او بعض هم زمونږ د ټولنی يوه خطرناکه او تبا کوونکی ناروغی ده چه ټولنه مو ور سره لاس او ګريوان ده .
كينه ساتل او پخپل چاپيريال كى خپلو خلكو ته سپك او بى ارزشه ليدل ټولنه ناروغه كوى او ټولنيز پرمختګ په ټپه دروی. همدا په خلكو كى د كينى ، سپکاوی او حقارت احساسات دى چه د ټولنی د کرکترونو په ضعيفوالی او كم ظرفيتى کی اساسى رول لوبوی او د ټولنى وګړي خپل نورمال انکشاف او پوخوالی ته نه پريږدی او په نتيجه کی همدا کم ظرفيته وګړی په يو شكل او يا بل شكل د ټولنی واگي په لاس كى اخلى او ټولنه بدمرغه کوی.
تحقير او سپك شوی خلک د ټولنی توليد دی او د ناپوهى ، غريبى ، د خلكو ترمنځ د فاصلو , موقفونو او په خلكو كى د ژوند د مزاياوو د تفاوتونو زيږنده ده. ډيري وخت نسبتا په ګيډه ماړه او په ځان مين خلک نورو ته د پرله پسى تحقير او سپكاوي په نتيجه كى په لوى لاس په ټولنه كى شخصيتونه ضعيفه ، حقير او عقده من جوړوی او همدا په لوى لاس جوړ شوی حقير کرکترونه د خپلو زړونو د بړاس ايستلو لپاره هر لور ته لاس او پښی اچوی او حتی د ډيرو افراطی ډلو ټپلو سره يو ځای کيږی او اكثريت وخت د ټولنی ؛ کور , کوڅې , کلی , ولسوالی , ولايت او حتی د هيواد ډيری لوړی مادی او معنوی واګی په لاس کی اخلى. زمونږ په ټولنه كى بدبختانه دا يو نه دی دوه نه دى سل نه دی په ميلونونو او كه ووايم چه ټوله ټولنه مو پدی مصيبت اخته ده -مبالغه به نه وى او په پوره قوت سره د يوى ټولنيزى ناروغی په حيث مو ټولنه ثبات او پرمختګ ته نه پريږدی.
په ټولنه كى دا په ميلونونه اوږي او حقير ساتل شوى وګړي (روحى ناروغان) د انسانی فطرت د غوښتنی په اساس هميش تلاش كوى چه مادى او معنوى امكاناتو او ښه موقفونو ته لاس رسى پيدا کړی او پدى لار كى د هيڅ ډول جايز او نا جايز کړنو او وسيلو نه دريغ هم نکوی ترڅو ددى موقفونو او امكاناتو له ليارى د حقارت احساسات مشبوع او ځانونه او اولادونه په ګيډه ماړه کړي .
دا حقير شوى او د عقدو نه ډک خلک هميش د انتفام په لټه کی وی او حتى د لفظى او فزيكى حملو دپاره اماده په موضع كى ناست وي. د سياست او اقتصادى مافيا د جال مالكان او کنټرولونکی په هره كچه همدغه ناروغه وګړي د هغوى ظرفيتونو د ارزونى وروسته د خپلو شومو موښو د لاسته راوړلو دپاره استخداموى، د تربيه لاندى نيسى او ددى ډيرو کوچنيو ناروغو وګړو نه په دروغو غټ غټ خلک جوړوی او بيا حتى د رباطونو په شکل ترى کار اخلی او څه چه وغواړی د ديوو د لياری يي په ډيری اسانی سره په ټولنه كى عملى كوی . حال داچه ډيري دا خلك پخپل ځان هم خبر نه وی او حتى ځانونه ورته په ورځنيو قضاياوو کی ډير معصوم او پاك هم ښکاری.
د طب او ټولنپوهنی دواړو له لحاظه دا خلك معذور شميرل کيږی او په هر وخت كى خاصي توجه او مراقبت ته اړتيا لري په ياد ولرى چه تحقير شوى خلك د تل دپاره د عقدو نه ډک او هره لحظه د انتقام اخستلو په لټه کی وی او هغوى خپل فکرونه , خبری او کړني د خپلو شته عقدو په اساس عياروى او ترهغه خپلو منفی کړنو ته دوام ور کوی ترڅو چه انتقام واخلی او يا خپلي موجوده عقدي په بله كومه وسيله وڅپړي او ځانونه مشبوع کړي.
ددى ناروغانو او عقدمندو خلکو د ټولو نه مغلقه ستونزه داده چه د يوى عقدی څپړل , د منځه وړل او يا د انتقام اخستل يي زيات وخت په بر كى نيسی نو پدی جريان كه په خپل شاوخوا كى يعنى د خپل تاثير لاندى ساحه كى نوی د عقدو نه ډک کرکترونه تربيه کوی لكه ورونه ، ځامن , وريرونه , نژدی خپلوان او نور عقيدتمندان معمولا دا پاک او معصوم خلک وی خو د ععقده مندو يا تحقير شوی انسانانو د مستقيم تاثير لاندى عقده مند تربيه کيږی تر څو اصلى عقده من يي د خپل انتقام اخستلو د پاره د ديوو ځنی وروسته پخپله ګټه کار واخلی نو دا ناروغى همداسى په زنجيرى شكل ټولنه په دوامدار ډول د تحديد لاندی نيسی.
تر څو چه په يوه ټولنه کی د خلكو ترمنځ فاصلي شتون ولرى او د خلکو په ژوند کی ډير زيات تفاوتونه موجود وى، سياسى پوهاوى وجود ونلرى او د عالم او عادی خلکو ترمنځ د اعتماد او د پوهاوی كچه ښکته وی نو خلک به تحقيريږی، سپکيږی او عقده من به جوړیږی .
ترڅو چه ددی اجتماعى ناروغی د تداوی او وقائي يو هر اړخيز پلان جوړ نه شی ډيره مشکله ده چه ټولنه د داسى ناروغانو پاكه , درنه ، د محبته ډكه ، په ګيډه مړه او هوسا شی.
نو تحقير شوى خلك او په تحقيرونو كى لوى شوي نسل گرم مه ګڼی معذور يي حساب کړي او په ناستو او پاستو كى ور سره هم د ډير احتياط نه کار واخلي ، رحم پری وکړی ، محبت ور سره وکړی او په بيا بيا ور سره و خاندی او حتى ور سره وژاړی تر څو اعتماد يي لاسته راوړی، اصلى عقده يي وڅپړی او بيا د انتقام په عواقبو ورسره په ډيرو معقولو دلايلو بحث وکړی تر څو قناعت ورکړی ، تعهد ترى واخلى او د يو پاك او سپيڅلی انسان په صفت يي د عقدو نه خالی ټولنى ته تقديم کړی.
دا په خبرو كى اسانه معلوميږی خو دا اسان كار نه دى دا بايد د خپله ځانه ، د خپله كوره ، د خپل كلى -كوڅی ، ولسوالى او ولايت نه شروع کړو او په حوصله مخكى لاړ شو. ددی ناروغی په منځه وړولو کی د اسلام مقدس دين بهترينه نسخه ده خو چه مونږ د دين په ماهيت ، رسالت او د دعوت په حقيقى معانو پوه او سر مو پرى خلاص شي.
په درنښت
داکتر سيد محمد سعيد ، انګلستان