ژباړه: احمد جاوید صدیقي
د لیکوال په اړه:
بهار راتي موخربي هندی الاصله امریکايي لیکوال دی چې په ۱۹۴۲ کال کې د بنګال په جوروانګر ایالت کې زیږیدلی دی.
بهار راتي له څه مودې وروسته له خپلې کورنۍ سره له جورو انګر څخه مومبيي ته کډه شو او د سینت جوزفکرنونټ په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې پای ته ورسولې او وروسته یې د مهار اشترا له پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.
دغه لیکوال د رات کي راني(د شپې ملکه)،وهي رات،وهي کهاني(هماغه شپه، هماغه کیسه)،تمهارې سایه،همارې سات هې(ستا سیوری له ما سره دی) په نومونو د لنډو کیسو درې ټولګې او د جنیفر خدای پامان په نوم یو عاشقانه رومان لري چې دغه رومان یې په انګریزي ژبه خپور شوی دی.
موخربي په ۱۹۸۰ میلادي کال کې امریکا ته ولاړ او د جنیفر خدای پامان رومان له خپریدو وروسته د امریکايي وګړي په توګه ومنل شو.
سره له دې چې هغه په امریکا کې د امریکايي وګړي په توګه ومنل شو؛خو هیڅ کله یې له هندي وګړو سره اړیکې پرې نه کړې او تل یې په هندې،مراتي او اردو ژبو کیسې او مقالې لیکلې.
په ۱۹۹۸ میلادي کال کې یې د “Happiness” يا خوښيو په نوم کیسه په انګریزي ژبه خپره شوه چې د ده دغه کیسه د کال غوره کیسه وټاکل شوه او له دې امله یې یوه جایزه هم ترلاسه کړه.
یوې هندې مجلې له دغه لیکوال سره د کیسې په اړه مرکه کړې چې پښتو ژباړه یې تاسو ته وړاندې کیږي:
پوښتنه: ستایو په اند کیسه د لیکوال د رازونو د غوټو سپړنه ده او که د دې خبرې برعکس، د مخاطبانو د غبرګون پر وړاندې کوم ځانګړی عمل دی چې غواړي له ځانه یو نوي کشف ته ورسي؟
ځواب:زما په اند هر لیکوال د لیکلو پرمهال د ځان په اړه ډيرې تشریح ته لیواله دی.شخصیت او فضا جوړونه،په یو ډول د ځان په اړه بلې خواته تلل دي، چې د لوستونکي د زړه راښکون او د ذهني همغږي لپاره د کیسې شخصیتونه په سم ډول وپيژني.په بله وینا د هر کیسې لیکل د لیکوال دروني حالات بیانوي.په هره کیسه کې د لیکوال وینه په جریان کې ده.
په زړه پورې خو داده چې په کیسه لیکوالۍ کې لیکوال په کلمو او جملو کې ځان ښکاره کوي،په خپلې وینې د کیسې کرکټرونو او فضا ته ځان ور بښي،تاسو چې کله د کاترین آن بورتر کیسې او لیکنې لولئ پوهیږئ چئ د ده دروني حالات څه ډول دي.
میرمن ویپل د خپل ژوند په هره دوره کې، له خلکو سره د چلند، د ژوند له مادي او ماشینې کیدو او راتلونکي ته د فردي ځانګړنو له مخې ګوري یعنې دا چې لیکوال په کیسه کې خپلې ځانګړې بیانوي.
کله چي د کیسي د لوستونکي خبره کیږي،د لیکوال فردي لید په ټولیز ډول وړاندې کیږي او کیسه له فردي اړخه ټولیز اړخ ته لیږدول کیږي.ځکه لیکوال خپلې ټولې کړنې او غبرګونونه له ټولنې اخلي ځکه دی د ټولنې اوسیدونکی دی او خپلې ټولې اړتیا او لیوالتیا د ټولنې له وګړو اخلي.د لوستونکي او لیکوال ترمنځ ګډ حس دواړه د ټولنې محصول دي چې په یوه ټولنه کې رامنځته کیږي.
د کیسه لیکلو پرمهال د لیکوال فردي ځانګړنې لکه،د لیکنې ډول، فضا جوړونه او کرکټر ښکنه د لیکوال ځانګړي سبک پورې تړاو لري،خو د لیکوال دغه کړنه د لوستونکو له ټولیزو لاسته راوړنو سره اړیکې لري.
پوښتنه:تاسو یو نارینه لیکوال ئئ،په خپله یوه کیسه(د سیند ترڅنګ یوه ښځه) کې مو تر ډيره د یوې ښځې په رواني ځانګړنو خبرې کړي،دغې مسلې ته ستاسو د لیوالتیا لامل په څه کې دی؟
ځواب:زه له دې چې یو نارینه لیکوال یم د ښځې او نر ترمنځ توپیر نه منم او د ښځینه او نرینه ادبیاتو په نوم څه نه پيژنم. د لیکوالۍ په ډګر کې ښځینه او نرینه لیکوال دواړه د خلکو په ذهن کې د پيښو د بیانولو پرمهال یو ډول انځور جوړوي.ځکه د دغې اصطلاح تر شا ځینې منفي دودیز مفاهیم پراته دي.
زه د داسې لیکوال په توګه چې د بشریت لپاره لیکنې کوي او دا بشریت له نر، ښځې، ماشوم،ځوان او زوړ څخه جوړ او په ټوله کې انسانان دي په هیڅ ډول ښځنیه او نرینه توپير باندې باور نه لرم،لیکوال،لیکوال دی او د ښځینه او نرینه لیکوال اصطلاح زما له نظره مسخره ده.
د سیند ترڅنګ د یوې ښځې کیسه،د یوې ښځې د ژوند انځور دی چې په یوه تر ډيره په اصطلاح یوه نارینه ټولنه کې سر اوچتوي،خو شاته پاتې ټولنه او ناوړه دودونه یې له ستونزو سره مخ کوی او پر وړاندې ډیر تاوتریخوالی رامنځته کوي.
په دې کیسه کې کرکټرونه جوړ شوي؛خو واقعیت ته نږدې دي.پریاجونیر او ویر ښځه او میړه دي چې په هند کې د ناوړه دود له مخې یو له بل سره په اجبار واده کوي،پریا سره له دې چې کلیواله څیره لري؛خو دا چې ښارې لیوالتیا او په ښار کې ژوند کول خوند ورکوي،کلیوال ژوند تر ډيره خوند نه ورکوي،زړه یې غواړي ښار ته ولاړه شي او له یوه تحصیل کړي ځوان سره واده وکړي.
د میړه (ویر)بوی ناکه خوله یې یاد ته راځي چې له دې سره د ویدو کیدو له امله دا ځوروي او هغه په ډيرې کمزورې سره ځان ور سپاري؛خو هیڅ کله له خپل میړه سره د اړیکې له امله خوند نه اخلي؛نو د دې کیسې لیکل نر او ښځې ته یو شان دي،لیکوال ته د ښخې او نر درک یو شان دی هیڅ کله توپیر نه کوي.
پوښتنه: ولي ستاسو د کیسو لوستونکي د ټولڼې یوه ځانګړې ډله ده،ایا کله هم په کیسه کې د داسې څه په فکر کې شوي یاست چې ټولو ته د منلو وړ وي؟
ځواب:
ځواب:زما په اند هیڅ کیسه د ټولو لپاره په یو شان د منلو وړ نه ده،د کیسې هر لوستوکي د کیسې له لوستو بیله بیله اخیستنه لري،هیڅ لیکوال سل په سل لوستونکي او لیوال نه لري.هر لوستونکي د خپل ذهن او روان له پلوه د یوه اثر یا یوې کیسې لیواله دی،ټول منلي د لیکوالۍ په ډګر کې لویه ستونزه ده چې لیکوال له طبعي پرمختګه باسي او په کیسې د تولید برخه له ستونزې سره مخ کوي.
د ټول منلی مقوله د عام والی له امله لیکوال له خپل اصلي ځایه لرې کوي او لیکوال ته یو ډول عوامانه شخصیت ورکوي.
[review]