ژباړه: احمدجاوېد صديقي
د لنډې کیسې د لیکلو لومړنۍ طرحه چې ذهن ته راځي، یوې تاو شوې او غوټه شوې رسۍ ته ورته ده.د لنډې کیسې د لیکلو پیل باید د دغې تاو شوې رسې غوټې را وسپړي او د رسۍ سر پیدا کړي.
په رومان او اوږدو کیسو کې هم پیل مهم دی؛ خو په رومان او اوږدوکیسو کې دا ډول پیل لیکوال ته د دې چانس ورکوي چې د حجم له پلوه غوټه وسپړي. په لنډه کیسه کې بیا دا ډول چانس کم دی له همدې امله د کیسې لومړنۍ جملې لوستونکي ته دا تلوسه ورکوي چې کیسه تر پایه ولولي او د کیسې ژبه او تن ترپایه وټاکي.
ښه پیل کولی شي د کیسې د پاتې برخې لیکل اسانه کړي، خو د پیل لپاره د مناسبو او ښو جملو موندل تر ډيره اسانه نه دي او کېدای شي لیکوال خپل ډېر وخت دې ته ځانګړی کړي چې د لنډې کیسې د پیل لپاره مناسبې، ښکلې او زړه راښکونکې جملې پیدا کړي.د کیسې د ښه پیل لپاره بیلابیلې لارې شته؛ خو هر پیل د هرې کیسې لپاره مناسب نه دی.په دې لیکنه کې هڅه شوې د کیسې د پیل څو معمولې لارې لوستونکو ته ور وپیژندل شي.
فضا جوړونه
کېدای شي یوه لنډه کیسه د فضا جوړونې(Scene-setting) په دودیز میتود پیل شي. په لومړي پرګراف کې هیڅ پیښه نه رامنځته کیږي، بلکې لوستونکی له هغې فضا سره اشنا کوي چې د کیسې لومړی کرکتر په کې دی.د بیلګې په ډول د کيسه ليکوال خالد نویسا د نامرد کیسه په دې جملو پیل شوې:
هرڅه د امرالله، د هغه د دوو زامنو او د ملا دین محمد په مخ کې وشول، هېڅوک په پسرلي کې د باران له ورویدو وروسته چې اسمان شین وي او د لمر ښکلې وړاندې په نمجمه ځمکه خورې وې او زړه راښکونکې هوا خوروي، د کومې بد مرغې پیښې انتظار نه لري؛ خو پیښه همداسې ورځ او همداسې شیبه کې رامنځته کیږي.
هغه ورځ چې سړی فکر کوي چې هوایې نه تکراریدونکې وه. لمر په هغه ډول چې ماشومان په انځورونو کې کښل شوی ځلیږي او د سیند پر غاړه د ونو په نازکو پاڼو او ښکلو شنو بوټو وړانکې خپرولې.
هغه شنه بوټې او واښه چې لکه د نستعلیق خط د الف په څیړ په ځمکه کې ولاړ وو، د سالنګ د د لیوني سیند تر غاړه چې څو ښکلې ونې ولاړې وې او شاوخوا یې د چنار نويو نیالګیو ځانګړی نظم او ترتیب درلود چې د نږدې سیمو لپاره یې دیوال جوړ کړی و. کله چې سړی داسې ښکلې منظره ویني ځان سره وايي، چې داسې ښکلا د قیامت په نوم ورځ کې ورانیږي.
په فضا جوړونې د کیسې پیل هغه مهال مناسب او ښکلی دی چې فضا جوړونه د کیسې یوه مهمه برخه وي او یا هم داسې چې لیکوال وغواړي لوستونکي په ځانګړې فضا کې وساتي چې وشي کولی کیسه په ښه ډول درک کړي.
د بیلګې په ډول که چیرې کیسه په نا پیژانه ځای(د شپې له خوا قبر، زندان یا مریخ) کې رامنځته کیږي د هغه چاپیریال په اړه کېدای شي ښه او ژوندی انځور وړاندې کړي.
خو کله کله د کیسې فکر او طرحه له فضا څخه مهمه وي،په دې صورت کې ښه به وي چې د کیسې پیل له اصلي پیښې وشي. فضا جوړونه کېدای شي په دویم یا دریېم پرګراف کې وشي او داسې هم کیدای شي چې د کیسې په بهیر او د روایت په پرمختګ کې په لازم ډول فضا تشریح کړي.
د بیلګې په ډول که چیرې کیسه په یو ځای یا کلي کې د یو جسد د موندلو په اړه وي، د کیسې لومړنۍ جملې که جسد پورې له اړوندو مسایلو پیل شي ښه به وي نه دا چې د کیسې لومړنۍ جملې د کلي او ځای په اړه وي.
غوټه
که چیرې د کیسې پیل په یوې غوټېConflict وشي کومه ستونزه نه ده او لوستونکي په هماغه لومړیو کې پوه شي چې څه پېښه رامنځته شوې، د کیسې غوټه په هماغه لومړیو کې د لوستونکې پام ځان ته را اړولي او لیکوال ته دا زمینه برابروي چې د کیسې د کرکتر او فضا په اړه لوستونکو ته ډير جزيیات وړاندې کړي، د بېلګې په ډول د هاروکي موراکامي د سمسا مینه کیسه په دې ډول پیلیږي:
کله چې له خوبه پاڅېد پوه شو چې د ګریګور په سمسا مسخه شوی دی، شا په تخته پروت وه او چت ته یې کتل،موده پس یې سترګې له کمزوره بریښنا سره عادت شوې،چت په ظاهر یو عادي چت و، هماغه ډول چت چې هر کور کې موندل کیږي، یو وخت سپین رنګ شوی و، کېدای شي هم روښانه کریمي به رنګ و.
ډیر کلونه پرې تیر شوي او رنګ یې داسې بدل کړی و لکه په ځمکه چې شیدې توی شي،چت ډیزاین نه درلود او ساده وه،د تعریف څه په کې نه و او نه یې هم کوم پیغام درلود،چت یوازې د کوټې د اسکلیت یوه برخه جوړه کړې وه او له دې پرته بله څه نه و.
د دغې کیسې لومړنۍ جملې حتی د هغو کسانو لپاره چې د کافکارمسخې رومان یې نه وي لوستې او د ګریګور له کرکټر سره هم بلد نه وي په زړه پورې دي.لومړنۍ جمله چې سړي ته داسې پوښتنه پیدا کوي چې څوک د ګریګو په سمسا مسخه شوي او ولې، د لوستونکي په ذهن کې پیدا کیږي چې د دغې پوښتنې د ځواب لپاره باید ټوله کیسه ولولي.
موراکامي د دغې پوښتنې ځوابول لوستونکي ته پریږدي او له لومړیو جملو وروسته داډه هم دی چې لوستونکی له ده سره دی فضا تشریح کوي، د کیسې پیښه څو پرګراف وروسته رامنځته کیږي.
په غوټه د کیسې د پیل هنر په دې کې دی چې کیدای شي د کیسې پلات په هماغه لومړیو کې فاش شي. لوستونکی بیا لیواله نه دی چې کیسه تر پایه ولولي ځکه د پایلې وړاندوینه یې په اسانۍ سره کولی شي،نو ځکه داسې پیل د کیسې کره او سم جوړښت غواړي.
ابهام
کله چې کیسه په ابهام mysteryپیلیږي، لومړنۍ جملې یې کیدای شي د کیسې په اړه کوم ځانګړی شی وړاندې نه کړي، بلکې هغو پیښو ته اشارې کوي چې کېدای شي رامنځته شي. کله چې د کیسې پیل په دې ډول وشي لوستونکی دې ته اړ کوي چې ډير ولولي.
په دې ډول پیل کې د ابهام وړ ټکی باید د کیسې یوه برخه وي او په ډیر هنري ډول بیان شي، کله چې د کیسې پیل په ابهام وشي له لوستونکي د ډير فکر انتظار کیږي.په دې توګه لیکوال کولای شي چې لومړنۍ جملې د کیسې په اوږدو کې په هنري ډول بیان کړي او د لوستونکي لومړنی انتظار پوره کړي.
د رواي توضیح
کېدای شي یوه کیسه په داسې جملو پیل شي چې لومړنۍ جملې د کیسې په اړه توضیح وي.کیدای شي دا توضیح د کیسې د کرکټرونو یا وضعیت په اړه وي چې د لوستونکي پام ځان ته اړوي.
په ډول پیل کې باید لومړنۍ جملې ځانګړی لحن ولري او دغه لحن باید د کیسې تر پایه وساتل شي.
په داسې ډول پیل کې چې لحن یې د کیسې تر پایه وساتل شي باید لومړنۍ جملې یې ځانګړی وضعیت توضیح کړي چې دا وضعیت به د کیسې یوه برخه وي.
ډیالوګ
په ډیالوګ د کیسې پیل د کیسه لیکنې د پیل لپاره بله لار ده، که چیرې نقل قول تر دې حده په زړه پورې وي د لوستونکي د کنجکاوي يا پلټنې حس ژوندی کوي او لوستونکي لوستو ته رابولي.
هغه کیسه چې په دیالوګ پیلیږي لوستونکی د پیښې په اړه سوچ کولو ته اړ کوي او دلته ده چې لوستونکی د پیښې مخینې او د روایت تعقیب پسې ګرځي.
په ډیالوګ د کیسې پیل په ابهام د کیسې پیل ته ورته دی په دې توپیر چې په دیالوګ پیل کې د یوه کرکټرغږ دی چې لومړنۍ د ابهام وړ حس رامنځته کوي نه د راوي غږ.
په لومړني نقل قول کې باید ډير دقت وشي چې د لوستونکي د کنجکاوۍ حس ژوندی کړي او د کیسې یوه برخه انځور کړي.د بیلګې په ډول که چیرې کیسه په ډې نقل قول( ما نه دې وژلی) پیل شي په خپله یې د کیسې یوه لویه برخه ویلې، په داسې صورت کې چې په نور ډول پیل کې دې جملې ته د رسیدو لپاره د څو پرګرافونو لیکلو ته اړتیا ده.
معما ډوله پیل
کله کله د کیسې پیل معما ډوله وي؛ په دې ډول پیل کې کولی شو د کیسې غوټه د ابهام په وضعیت کې د معما په ډول وړاندې کړو. ډيرې جنایي، ویرونکې پیښې په دې ډول پیل وړاندې کیږي؛ په دې ډول پیل کې مهمه خبره داده چې د کیسې د پیل ژبه تر پایه وساتل شي، نو په معما ډوله پیل کې باید وکولی شو د لومړنیو جملو هماغه مرموز حس په دوامداره توګه وساتل شي.
البته دا د کیسې د پیل لپاره څو بیلګې دي؛ چې له دې پرته له نوښته ډکې نورې لارې هم شته چې کولی شو کیسې پرې پیل کړو،د کیسې د پیل یادې شوې لارې د کاڼي کرښې نه دي.
لیکوالان کولی شي د کیسې پیل په بېلابېلو ډولو وکړي. د بېلګې په ډول د یوې کیسې پیل هم کېدای شي توضیحي وي او هم معما ډوله. دغه راز فضا جوړونه هم کولای شي د کیسې غوټه هم رامنځته کړي.
[review]