لیکنه: شفیق امیرزی
په خپل ذهن کې به ځينې کیسې لرئ، کېدای شي ډيرې داسې انځورونه ولري چې تاسې ته به عجیبه وي، ستاسې په ذهن کې به د دېو د نامه په اورېدو هغه انځور تداعي کېږي چې مشرانو تاسې ته در پېژندلی، د ښاپېرۍ په اورېدو مو ښايي په ذهن کې داسې یو څوک انځور شي چې یوازې ښکلې نه وي بلکې نور مهارتونه هم لري.
دا لړۍ زموږ په ادب کې له ډيرو پخوا زمانو را راونه ده، هغه وخت چې زموږ ولس د اسطورو جوړلو ته مخه کړه، او پخپل ذهن کې یې ځینې موجوداتو ته انځورونه جوړ کړل، ښايي موخې به یې بېلې وي؛ لکه مذهبي، فکری یا سیاسي خو دوی به دا انځورونه د خپلو کیسو کرکټرونو ته ورکول، یا به یې هغه د خپلو خونو په دیوالونو رسمول، هغه به عجیب غریب موجودات و، سر به د سړي وو، تنه به د آس، یا به یو کس و، اته لاسه به یې لرل، په ځينې هندي مذهبونو کې اوس هم دا انځورونه او مجسمې لیدلی شو آن د دغو مجسمو کیسې هم لوستلی شو؛ دا ټول د ګروتیسک تر ګړنې لاندې مطالعه کېدلی شي.
ګروتسک د خیال او واقعت ګډوله ده، دا مفهوم تر ډیره په ادبیاتو او هنرونو کې کارول کېږي، ګروتسک له یوه شي سره د هغه د مقابل یا ضد شي یو ځای کول دي، کېدای شي داسې یو حالت هم وښيي چې غیر عادي را ته ښکاره شي، بې تناسبه او وهمناک شی هم د ګروتسک په ډله کې راځي خو په ټولیزه توګه ګروتسک بېل تعریفونه لرلی شي.
په انګلیسي کې د (Grotesque) کلیمه د ویروونکي او بدرنګ شي په مانا ده، د دغې ويي کارول په شپاړسمه پېړۍ کې دود شول، پوهان په دې اند دي چې د دغې کليمې اصل له ایتالیایي ژبې (Grotto) راوتلې ده چې په یاده ژبه کې د غار مانا ورکوي، او هغو انځورونو ته اشاره ده چې لومړنیو انسانانوبه په غارونو کې رسمول، په تېره د هغو غارونو په دیوالونو به یې ډېر دا رسمونه کول چې هلته به یې عبادت یا خوب کولو، ځکه دوی له دغو انځورونو ځینې مذهبي موخې لرلې.
کله چې په ایتالیا کې د غارونو پلټنې او څېړنې پيل شوې نو په هغه وخت کې داسې رسامۍ او انځورونې هلته ولیدل شوې چې د شلم قرن (د پلټونو وخت) له رسامیو سره یې اړخ نه لګولو او له بلې خوا ډيرې بدرنګې او زړه بوږنوونکې وي نو ځکه دغې ډلې پوهانو ورته د ګروتسک کلیمه وکاروله، سره له دې چې ځينې دغه رسامۍ خارق العاده دي، د انسان او حیوان یو ګډ ترکیب دی خو بیا یې هم ځينې بدرنګۍ انځور کړې دي، نو ځکه ورته ګروتو کلیمه وکارول شوه چې اوس په ګروتسک مشهوره ده.
په شپاړسمه پېړۍ کې دا ګړنه ادبیاتو ته راغله، په ځانګړې توګه په فرانسوي ادب کې یې جرړې و ځغلولې، چې تر ډيره به یې دغه ګړنه د ظاهري بدرنګیو او نیمګړتیاوو لپاره کاروله، په ۱۹مه پېړۍ کې دا ګړنه په انګلیسي او آلماني ادب کې هم دود شوه، چې د هغو کاریکتورونو لپاره به کارول کېده چې د حقیقت او هنر ګډوله به وو او یوازې د خندا لپاره کارل کېدل.
خو یوه خبره مهمه ده هغه دا چې ګروتسک یوازې د ډاروونکو صحنو د انځورونې لپاره نه کارول کېږي، کېدای شي ښې موخې ولري لکه د پینوکیو په کیسه کې هغه ماشوم چې له لرګي جوړ دی ډاروونکی نه دی، د آلیس په کیسه کې د (عجایبو په نړۍ کې) کېدای شی کرکټرونه ډاروونکي وي خو تر څنګه یې خندني حرکتونه د سړي له زړه هغه ډارونه وباسي، په دغې داستان کې نه یوازې کرکټرونه بلکې فضا او صحنې یې هم خندوونکې دي، ډیری داسې ادبي مکتبونه شته چې د ډاروونکي او خندونکي کرکټر د یو ځای کولو پلویان دي لکه سور ریالیسم یا پخپله ګروتسک تیاتر چې د ګروتسک د ښکاره کولو غوره بېلګې دي دوی تر ډيره ډار او خندا سره یو کوي، ګروتسک په دې وختونو کې ډير مخ ته ولاړ مهم آثار د همدې ګړنې تر سیوري لاندې رامنځ ته شول، لکه د فرانس کافکا د (مسخ) اثر، د (پوزې) کیسه د نیکلای ګاګول، د ادبي آثارو نمونې دي چې د ګروتسک ښې بیلګې یې بللی شو.
د ګروتسک کارونه په یوه ځانګړي فورم یا ژانر پورې نه ده تړلې، ډیری داسې کسان شته چې د ګروتسک له ګړنې سره بلد نه دي خو بیا یې هم په لیکنو کې دا غېز وي، په یوه نه یوه ډول یې ګروتسک په خپلو لیکنو کې څرګند کړی وي، آن هغه کسان چې د ریالیزم د مکتب پلوي هم وي د ګروتیسک له لیکلو بې برخې نه دي او خوند ترې اخلي.
سره له دې ګروتسک تر ډير د بدن د فزیکي جوړښت په هکله څه ویلو، لیکلو او انځورولو ته کارول کېږي، تر ډيره دا د انسان او حیوان د فزیکي وجود یوه ګډوله وي، آن کله دا هم لیدلی شو چې د انسان یا یوه نبات ګډوله وي، ونه خوله لري، ونه د سړي غوندې سر لري یا د سړي غوږنه د ګل غوندې جوړښت ولري.
په سینما کې هم دا ګړنه د خیال او واقیعت له یو ځای کولو را منځ ته کېږي ډیره فلمونه به مو لیدلي وي چې انسان نیم یو ډول دی نیم بل ډول یا ډير خندونکی وي یا ډير ډاروونکی په سینما کې د ګروتسک ځای تر ټولو ډیر او مهم دی.
دا ژانر په اوس وخت کې د هغو انځورونو لپاره هم کارول کېږي چې د ټکنالوژۍ پر مټ جوړېږي لکه په فوتوشاپ کې یا په ځينو نور پروګرامونو کې؛ سړی یو ډول وی، خو پښه یې بدله کړي یا سر د یوه کس وي تنه د یوه نبات.
په شرق کې هم د ګروتسک ګړنه پر خپل ځای ده، زموږ د پخوانیو ملتونو باورونه، د هغوی په خیال کې پرتې کیسې ټول د ګروتسک مفهوم تداعي کولی شي، زما پخپله یاد دی چې کله به مې د مشرانو له خولې کیسې اورېدلې نو ځينې شیان به مې په ذهن کې انځورېدل لکه ویل به یې: پلاني دیو داسې سر لاره په سره کې یې دوه ښکر و، یا مې د هغه کس کیسه نه هېرېږي چې په لاره روان وي پر یوه واده ور برابر شي له هغه ځای نه ډول وتښتوي له بله ځایه مستې خو قسمت یې د دېو پر کور وربرابر کړي، ماښام چې دیو راشي دی په کندو کې ترې پټ شي دېو، سړي ته ورته وي خو دوه غاښونه یې راوتلي وي په سرکې دوه ښکر لري، د ګوتې نوکان یې اوږده وي او سړی پخپلې دغې څېره په مرګ ګواښي.
دا یوه خیالي اسطوره بللی شو خو دګروتسک مفهوم یې دېو په انځورونه کې لیدلی شو، چې له عادي انسان سره توپير لري، او سړي ته یو څه وېروونکې ښکاري.
د پېریانو حمام د جهاني صیب یو نظم دی، په دغه نظم کې د ګروتسک ښه بېلګه لیدلی شو، دا د خندا او وېرې یوه ګډوله ده؛ د پېریانو دحمام کیسه داسې ده چې یو کس حمام ته ورځي، د شپو شپو سفر ستړی کړی وي، خو د دې لپاره چې ځان یې یو څه سپک شي حمام ته ورځي که ګوري چې په حمام کې داسې کسان دي چې ده تر ننه نه دي لیدلي، ګردې ګرډې پښې لري، تر ورنو ببرې دي او خندا یې د ځناورو غږ ته ورته ده.
د دغې نظم یوه برخه داسې ده:
چى ناڅاپه څوك حمام ته سو دننه
داسي څوك ليدلى نه و ده تر ننه
پښې د اوښ وې نور وجود يې د انسان و
دى له وهمه لړزېدى ورته حيران و
دوه درې نور سول ور دننه لنګ وهلي
پښې د ټولو په يوه شان وې ناولي
د يوه د آدم زاد نه وې خپړي
پښې د ټولو وې ګردۍ د اوښ څپړي
په پورته برخه کې وینو چې سړی له داسې کسانو سره مخامخ کېږي چې نه سړي دي او نه اوښان، په دې توګه داسې یو انځور راکوي چې رښتنی نه دی بلکه د خیال او حقیقت ګډوله ده؛ انځور یو څه وېرونکی دی، کېدای شي خندونکی هم وي خو د ګروتسک ښه بېلګه پکې پرته ده.
کېدای شي دا برخه یې خندونکې وي:
دواړي سترګي يې وې هېښي را ختلي
حمامي ته يې پيسې لاس كي نيولي
وې راغلي دې حمام ته انسانان دي
نيم وجود يې د سړيو نيم اوښان دي
د څپړو په رقم يې ګردۍ پښې دي
تر ورنو پوري وړۍ ورباندي شنې دي
حمامي له جامو خپله پښه ښكاره كړه
د سړي پر زړه يې لا تبه سپره كړه
د ده هم خپړي اوښ غوندي ګردۍ وې
د سړيو له ټولۍ څخه پردۍ وې
په پورته برخه کې هم وینو چې سړی حمامي ته شکایت کوي په هېرېدلي غږ ورته وايي: ستا حمام ته خو داسې بلاوې راغلي دي خو حمامي هم خپله پښه ورته پورته کوي وايي: داسې پښې خو به یې نه وې سړی حیران شي چې دا څه را وشول، د دې لپاره چې پر موضوع پوره پوه شئ د دغې نظم تر پایه لوستل بې ګټې نه دي.
You also might be interested in
لیکنه: هارون سمون څارګر لید یا په “هرڅه پوه زاویه”[...]
لیکنه: شرر ساپی د ادبیاتو او په ځانګړي توګه د[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي په لړزېدولو قدمونو د مغازې پر دروازه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی