لیکنه:اکبر راحل
په اوبو کې زمزم، په تیارو کې سپوږمۍ، په ښکلا کې ښاپیرۍ، معشوقه کې سترګې او په ګلانو کې ګلاب د نړۍ او خصوصآ په پښتو،فارسي او اردو ادبیاتو کې د تشبیهاتو غوره بیلګې ګرځیدلې دي.که څه هم اوس دغه تشبیهات سولیدلي او بي خونده شوي خو لا هم څوک د نویو شیانو په اړه هڅه نه کوي.
په ګلونو کې ګلاب ته د ښایست،خوشبویۍ او نازکوالي له امله تر نورو ګلونو لوړ مقام ور په برخه شوی دی او همدا د ادبیاتو برکت دی چې د ګلاب له اهمیت څخه مو خبروي او راته وایي چې که معشوقې پسې دې تږی یې تنده دې په ګلاب ماته کړه.
په پښتنې ټولنه کې چې د مینې اظهار په اسانۍ سره نه کیږي، د نورو ټولنو خلک ددې کار لپاره له سور ګلاب څخه کار اخلي او چاته یې چې ډالۍ کوي مطلب ترې د مینې اظهار اخستل کیږي.
. ما چې یو وخت ګلاب ته کتل دا بیت مې ولیکه:
هغه شیبه دې ددې لطف هیڅ ځواب هم نه و
تا چې اظهار وکړ له ما سره ګلاب هم نه و
ما نه غوښتل چې د میني اظهار دې بي رنګه او یوازې اظهار وي، ما غوښتل په دې اظهار کې باید جذبات،عواطف او احساسات همه واړه ولیږدول شي تر څو مقابل ته یې تاثر لا خوندور شي نو ځکه مې پکې د ګلاب یادونه وکړه.
په پښتو ادبیاتو کې ګلاب تر ډیره د معشوقې مخ،د جذباتو او احساساتو لیږد تشبیه شوی او تر څنګ یې شاعران د میني د اظهار ښه ذریعه بللې ده.
رحمت شاه سایل یې سترګې هم بولي:
په شبنم لوند ګلاب یې بوله که سیالي وکړي نن
نن یې په سرو اوښکو کې ډوبي خندیدلې سترګې
ګلاب چې روښانه رنګ، نازکې پاڼې لري د مستۍ او چک لګولو عمر یې څو ورځې وي،که له ډیرې میني غواړو چې راسره وي خو له شکولو وروسته یوازې څو دقیقې راته ځان تسلیموي او بیا په ناز پیل وکړ مطلب چې ژر مړاوی کیږي، د ګلابو دا عمل د معشوقې له اداګانو سره ورته دی معشوقې هم کله کله په ښو کارونو او خبرو ناز و نخرې کوي،او بله دا هغه څه چې ډیر یې وینو ژر ترې مړیږو او هغه څه چې لږ وخت لپاره وي ارمان یې کوو همدا سبب دی چې د ګڼو شاعرانو پام ورته اوښتی دی.
پروفیسر رحمت الله درد یو چاته ګلاب وایي خو بي وفایي یې ورته ښه نه ښکاري،دلته شاعر د یو چا په اصلیت پوه شوی او ورته وایي:
رښتیا دي ګله! چې ګلاب چیرته بي خاورو نه وي
هر څه درکړي دي خدای تاته، له وفا نه بغیر
د ریحان ګل شاید له ګلابه تیز بوی ولري خو شاعران یې د معشوقې مخ یا کوم بل اندام سره نه تشبیه کوي یا شاید ما لږ لیدلي وي،د ریحان رنګ چې تور دی او د نازکوالي کومه نښه پکې نه ښکاري، د تور والي له امله له تورو ویښتانو سره ښه تشبیه کیږي، خو خوشحال بابا په یو بیت کې ستایلی دی:
په بل چا مې پیرزو نه یې د یار غمه
ته زما د زړه د مات کودي ریحان یې
یو بل شاعر چې ډیر نا هیلی شوی دی د ګلاب سپیڅلتوب داسې راته بیانوي:
د اغزي سپیره فطرت به بدل نه شي
که اوسیږي په سایه کې د ګلاب هم
په پښتو ادبیاتو کې د ګلاب ګڼ تشبیهات د شاعرانو په شعرونو کې لیدلی شو، ارواښآد صاحب شاه صابر چې کله د غم په څپو کې لالهانده کیده یا به یې د چا لیدو ته هوس و داسې به یې ویل:
نه مې ساقي نه مې شراب یادیږي
ماته د یار د مخ ګلاب یاديږي
یا:
په فطرت کې مې مستي ده اضطراب دی
چې مو خوږ په میخانه زړه په ګلاب دی
ځوان شاعر محب الله ارمل نه چې کله لیلی ورکه شي دی یې دلته لټوي:
نا څرګنده موسقـــي ده په رباب کې رانه ورکه
د يار مينه پښتنه غـوندې حجاب کې رانه ورکه
لکه څاڅکی رانه ولوېده او پټه شوه اوبو کې
لکه عــطر ده خاموشه په ګلاب کې رانه ورکه
جلال امرخیل چې چاته په زړه کې لکه رڼه اوبه پاکه هیله لري د اظهار انتظار ورته ډیر سخت دی، دی پر معشوقې غږ کوي:
تر څو چې ته د زړه ګلاب راته رالیږې پکې
اوبه اوبه به وي له مانه په ویاله کې ګوتې
او شاعره نبیله د خپل ګلابي نظر اثر تر ټولو زورور بولي:
کاڼي به هندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما
شپې به نا کرارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما
دا زمونږ د کلي دا کافرې بي حیا پیغلې
ټولې به دیندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما
ګلاب په ولسي ادبیاتو کې هم خلک ښه یاد کړي،زما په ګومان له ګلاب نه وروسته رامبیل چامبیل تر ټولو ډیر مینوال او خوښوونکي لري، زه وایم رامبیل چامبیل ښه ګل دی خو د ګلاب محبوبیت ته هیڅ ضرر نه شي رسولی،ځکه ګلاب له پیړیو پیړیو راهیسي تر ننه خپل مقام لمړی ساتلی دی په یوه لنډۍ کې لولو:
ګلاب د اصله شهزاده دی
رامبیل چامبیل یې نوکران نیولي دينه
یا:
د جینۍ مړاوې مړاوې سترګې
لکه ګلاب چې د دوه نیمو ورځو شینه
په ادبیاتو کې د ګلاب یادونه رنځپوهان هم متوجه کړي او د ډیریو انساني ناروغیو لپاره یې ګټور بللی دی.
په یوه مقاله کې مې لوستي و چې دد ګلاب شاوخوا ۶۰۰ ډولونه پیژندل شوي دي چې په بیلابیلو رنګونو کې ټوکیږي، خو هنري لیکنو کې زیاتره د سره ګلاب یادونه کیږي.