پيژندنه
ګل آغا احمدي وردګ د وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګلدرې یا ګنډه کول د لیګي باباخېلو د کلي اوسېدونکی دی چې په ۱۳۴۵ هجري لمریز یا ۱۹۶۶ زېږدیز کال په میدان وردګ ولایت کې زېږدلی دی.
زده کړې
ګل آغا احمدي وردګ خپلې لومړنۍ او منځني زده کړې د ګوربت په منځنۍ ښوونځۍ کې چې ( اوس مهال لېسه ده) د ۱۳۵۱ او ۱۳۵۸ کلونو تر منځ کړې، ثانوي زده کړې یې د پېښور د مجاهد په عالي لیسه کې په ۱۳۶۵ کې سر ته رسولې دي. په ۱۳۶۷ کې یې په پېښور کې د ښوونکو عالي دارالمعلمین څخه فراغت حاصل کړی او په ۱۳۷۴ کال کې د ساینس او تکنالوجۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي څخه لېسانس لاسته راوړی دی. احمدي همدارنګه په ۱۳۸۳ کې د پرېستون پوهنتون د سوداګریزې ادارې په څانګه کې د ماسترۍ سند لاسته راوړی دی.
کاري تجربه او رسمی دندې
ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۶۳ کال یو کلیوال ښوونځی د نورالمدارس په نامه تاسیس کړ. احمدي به هغه مهال چې په پېښور کې زده کوونکی و، نوموړي ښوونځي ته د درسي کتابونو د رسولو او د رخصتي پر مهال د تدریس او ادارې په برخه کې همکاري کوله.
په ۱۳۶۷ کې کوېټ میشتې لجنه الدعوه الاسلامیه موسسه وردګ، غزني، پروان او پکتیکا ولایتونو کې د تعلیمي او روغتیایي فعالیت په موخه افغانستان ته راوسته او د لومړي ګام په توګه یې د وردګو د دایمرداد د جلګې د تنګي سیدان په سیمه کې د یوه سیمه ایز روغتون په جوړولو پیل وکړ او په ۱۳۶۸ کال کې یې د امام ابي حنیفه ( د ګوربت عالي لېسه) فعاله کړه.
په سیمه کې تر دوه کلن تعلیمي فعالیت وروسته د لوړو زده کړو د بشپړولو په موخه پېښور ته ولاړ او هلته یې د لوړو زده کړو تر څنګ د افغان ښوونکو د عالي دارالمعلمین یا HTI په تعلیمي موسسه کې د ښوونکي او د کتابتون د مسوول په توګه په دنده بوخت شو. نوموړې دنده یې د ۱۳۸۰ تر وروستیو پورې د تحصیل تر څنګ د LDI ، HTI او FAIS په تعلیمي موسسو کې سر ته و رسوله چې په پېښور کې یې موقعیت درلود او د افغان محصلینو لپاره یې تعلیمي خدمات سر ته رسول.
په هیواد کې د سولې او بیا رغونې د بهیر له پيل کېدو وروسته ګل آغا احمدي وردګ هم خپل هیواد ته راستون شو او لاندې دندې یې سر ته رسولې دي:
۱. د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د APA او SDF د موسسو اداري مسوول
۲. د ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۳ پورې په کابل کې د اماراتو د سفارت د سرې میاشتې سکرتر
۳. د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۵ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر د عرایضو او اداري څانګې مدیر
۴. د ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۶ پورې د IRD او USAID موسسې د انرژۍ د څانګې ژونالیست
۵. د ۱۳۸۶ څخه تر ۱۳۸۷ پورې د مخابراتو د وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د ظرفیتونو د لوړولو مدیر
۶. د ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د افغانستان د جمهوري ریاست د ولسمشر د دفتر د شکایتونو د اوریدلو او مکاتباتو د څانګو رییس
۷. د ۱۳۸۹ په لومړیو دریو میاشتو کې د سولې د ملي مشورتي جرګې ویاند او د فرهنګي او مطبوعاتي کمیټې رییس
۸.د ۱۳۸۹ د چنګاښ د میاشتې څخه را وروسته تر ۱۳۹۰ پورې ګل آغا احمدي د پوهنې د وزارت د ویاند وو.
۹.له ۱۳۹۰ کال څخه وروسته تر دې مهاله د پوهنې وزارت د مطبوعاتي سلاکار په توګه دنده اجرا کوي.
۱۰.په ۱۳۹۲ کال کې ښاغلی احمدي پر دې سربېره چې د پوهنې د وزارت مطبوعاتي سلاکار دی، د ۱۳۹۳ کال د نوروز د جشن د نمانځلو د کمسیون د دارالانشا ریاست هم په درلوده او د ۱۳۹۳ کال د جشن مراسم یې د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې په ۸ مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارګ د سلامخانې په ماڼۍ کې جوړ کړل.
لیکلي او چاپ شوي آثار
ګل آغا احمدي وردګ د ۶۵ په شاوخوا کې لیکلي آثار او کتابونه لري چې له دغه شمیرې څخه یې تر دې مهاله یې یوازې ۱۸ کتابونه د چاپ په بڼه ښکلي شوي.
د سولې تر عنوان لاندې د ښاغلي احمدي لس زره ټوکه کتابونه چاپ شوي.
د سولې د کتابتون لومړۍ برخه د هغو ۳۰ عنوانه کتابونو له جملې څخه ۱۰ عنوان کتابونه دي چې د دې کتابونو لیکوال ګل آغا احمدي وردګ یې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې، چټکتیا، پیاوړتیا، څیړنې او د سولې د حقیقي تصویر د وړاندې کولو په موخه د لیکلو تابیا لري او له نېکمرغه له دې ډلې څخه لومړني لس عنوانه کتابونه بشپړ شوي، چاپ شوي او د درنو هیوادوالو درانه چوپړ ته وړاندې شوي دي.
دغه ۱۰ عنوانه کتابونه د ۱۳۹۲ کال د پيل سره جوخت د بهیر په مطبعه کې له چاپه را ووتل او د ګرانو هېوادوالو د مطالعې وړ و ګرځېدل. دا ۱۰ عنوان کتابونه چې ټولټال ۱۷۵۰۰۰ کلیمې یا لغتونه کېږي، د ۱۰۳۷ مخونو په چوکاټ کې برابر شوي.
۱. ارمانجن ( پښتو شعري ټولګه) د چاپ کال ۱۳۸۰ پيښور، پښتونخوا
۲. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د چاپ کال ۱۳۸۷ کابل، افغانستان
۳. د محمد ارسلان سلیمي ژوند لیک د چاپ کال ۱۳۸۸ کابل، افغانستان
۴. نهمه مڼې ګل مشاعره ( شعري مجموعه) د چاپ کال ۱۳۸۹ کابل، افغانستان
۵.خیښي ( د وردګو د واده پانګه) په ۱۳۹۱ کې چاپ شوی، بهیر مطبعه کابل، افغانستان
۶.سوله په آیتونو کې د چاپ کال ۱۳۹۱ د کب میاشت، بهیر مطبعه، کابل، افغانستان
۷.سوله په حدیثونو کې //
۸.سوله په حکمونو کې //
۹.سوله په سیرتونو کې //
۱۰.سوله په نظرونو کې //
۱۱.سوله په شخصیتونو کې //
۱۲.سوله په بنسټونو کې //
۱۳.سوله په مکتبونو کې //
۱۴.سوله په شعرونو کې //
۱۵.سوله په نثرونو کې //
۱۶.غلام فاروق وردګ شخصیت او مدېریت ۱۳۹۲ کال، بهیر مطبعه، کابل، افغانستان.
۱۷.د نوروز کلتوري آرونه، د خپرېدو کال ۱۳۹۲ هـ ل، خپرندویه موسسه بیهقي، د افغانستان داسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، آزادي مطبعه، کابل، افغانستان.
۱۸.سل لومړۍ ورځې د محمد اشرف غني د واکمنۍ، د چاپ نېټه د ۱۳۹۳ کال د کب میاشت، کابل، افغانستان
د لیکوال ناچاپ آثار
ګل آغا احمدي وردګ د سولې او د ژوند په بېلابېلو برخو کې ۴۷ عنوانه لیکل شوي آثار لري چې تر دې مهاله ندي چاپ شوي.
کلتوري خدمتونه
ګل آغا احمدي وردګ د خپلو ادبي ملګرو په ملتیا د ۱۳۹۱ کال په وروستیو کې د کابل ادبي بنډار بنسټ په پلازمینه کابل کې کېښود او د همدې بنډار مشرتوب ور په غاړه دی. کابل ادبي بنډار په هرو دوو اونیو کې یو ځل غونډه کوي چې د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې یې ۴۵ منظمې ادبي غونډې سر ته رسولې او نوموړی بنډار د خپل بریالیتوب پړاوونه وهي او په لسګونو ځوانانو ته یې د روزنې زمینه برابره کړې ده. احمدي همدارنګه و کولای شول چې د کابل د غازي محمدجانخان په مېینه کې د یو منځني ښوونځي بنسټ کېږدي چې د کابل ادبي بنډار غونډې هم په نوموړې ښوونځي کې کېږي.
ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۷۱ کې د رسمي بوختیاوو او تحصیل تر څنګ لیکنو ته هم مخه کړه او د پښتو شعر، نثر او د ورځې د تودو موضوعاتو په برخه کې یې په سلګونو لیکنې کړي دي چې په داخل او بهر کې د افغاني چاپي او بریښنايي مطبوعاتو له لارې خپرې شوې دي. د احمدي زیاتره لیکنې په هېواد کې د سولې د تامین، ښوونیزې، کلتوري او هراړخیزې پراختیا په هکله معلومات له لوستونکو سره شریکوي او د خپلو لیکنو د محتویاتو په لړ کې د یوه پرمختللي، سوله ایز، سمسور، ښوونیز، آباد او ښیرازه افغانستان هیله کوي. همدارنګه نوموړی په لسګونو افغاني کلتوري ټولنو کې د موسس، شرکت کوونکي او غړي په توګه د مدني ټولنې په جوړښتونو کې برخه اخیستې ده چې افغان ادبي بهیر، میوند ادبي بهیر، افغان ادبي انجمن، د جغتو مدني او کلتوري بهیر، د افغان کلتوري ټولنو جرګه، د وردګو کلتوري یون، د محصلینو ټولنې، جغتو شورا، د وردګو قومي شوری، کابل ادبي بنډار او د سولې د ښوونیزې او روزنیزې ادارې د جوړیدو په برخه کې د نوموړي فعالیتونه د نمونې په توګه یادولی شو. نوموړی هر کال د مڼې ګل د مشاعرې په جوړولو کې خپله ونډه اخلي او د وردګو د کلتوري یون له خوا تر دې مهاله څو لویې غونډې او مشاعرې جوړې کړې دي. پر دې سربیره احمدي هر کال د محصلینو سره د دوی د فراغت په نمانځغونډو کې فعال ګډون کوي او له محصلینو سره د دوی د علمي فعالیتونو د سمون په برخه کې ونډه اخلي.
احمدي همدارنګه د خپلو ملګرو په همکارۍ د جغتو مهالنۍ مڼې مجلې د بنسټ ایښودلو ویاړ په غاړه لري او اوس مهال د رسمي بوختیاوو تر څنګ د مڼې د مجلې د مسوول مدیر په توګه دنده مخته بیايي. د وردګو کلتوري یون چې مشري یې ګل آغا احمدي وردګ کوي په ۱۳۸۷ کې تاسیس او د هېواد په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د وردګو تاریخ چې د ښاغلي حامد حلیمي لیکنه ده او د غازي محمد جانخان د کارنامو کتاب چې د ښاغلي حیات الله حلیم لیکنه ده، د چاپ پر ګانه ښکلي او د هیوادوالو د مطالعې وړ یې و ګرځول. د سولې د ملي مشورتي جرګې او د پوهنې د وزارت د ویاند په توګه د خپلو رسمي دندو په جریان کې ګل آغا احمدي وردګ له ملي او نړیوالو چاپي، رادیويي، تلویزیوني او بریښنايي رسنیو سره له ۱۵۰۰ څخه زیاتې مرکې په پښتو، دري، عربي او انګریزي ژبو کړې او د خپل هیواد حالات یې ورته تشریح کړي دي.
په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون
ګل آغا احمدي وردګ د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، هندوستان، بنګله دېش، ترکیې، پاکستان، اېران او د امریکا د متحده ایالاتو هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي او په مختلفو نړیوالو کنفرانسونو کې یې د افغان لوري په استازیتوب ویناوې هم کړې دي. په ۱۳۸۷ او ۱۳۹۳ کلون کې دوه ځلې سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو په موخه تللی او د (مینا) په نوم یې د حج یونلیک هم لیکلی دی.
د لیکوال په شخصیت لیکل شوي آثار
ګل آغا احمدي وردګ د افغانستان د علمي کړیو، محصلینو او فارغانو زړه ته لاره کړې ده، نوموړی په خپلو ویناوو کې ستايي او تر دې مهاله یې پر ژوند ۸ ځلې آثار او مونوګرافونه لیکل شوي چې لنډه معرفي یې په لاندې ډول ده:
۱.په ژوند یادوو یار، د کابل پوهنتونو د استاد ښاغلي عبدالبصیر بهیر لیکنه، د لیکلو کال ۱۳۸۶ هجري لمریز
۲.د ګل آغا احمدي وردګ ژوند او ادبي هڅې، د ښوونې او روزنې د پوهنتون څخه د یوې ښځینه فارغ التحصیلې آغلې رڼا مونوګراف، ۱۳۹۱ کال
۳.د ګل آغا احمدي وردګ تحقیقي او تخلیقي آثار، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د فارغ التحصیل ښاغلي محمد داود محمدي دوراني مونوګراف، ۱۳۹۲ هجري لمریز کال،
۴.د ګل آغا احمدي وردګ ژوندلیک، په ۱۳۹۲ کال کې د وردګو او میدان ولایت د دارالمعلمین د فارغ التحصیل ښاغلي عبدالستار سیرت لیکنه
۵.د ګل آغا احمدي وردګ ادبي آثار، په ۱۳۹۲ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي پښتو دیپارتمنت د فارغ التحصیل ښاغلي نور آغا کوچي مونوګراف
۶.د ګل آغا احمدي وردګ د ادبي آثارو غورچاڼ، د فاریاب پوهنتون د محصل ښاغلي بریالي وردګ مونوګراف
۷.د ګل آغا احمدي وردګ نثري او شعري کلام، په ۱۳۹۱ کال کې د ښوونې او روزنې د پوهنتون ښاغلي احسان الله فیاض مونوګراف
۸.همدا اوس د هرات د ولایت د ادبیاتو د پوهنځي محصل ښاغلی عبیدالله عبید د احمدي په ژوند او آثارو خپل مونوګراف لیکي.
ستاینلیکونه، مډالونه او جایزې
په ۱۳۹۰کال کې ګل آغا احمدي وردګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له لوري د سولې مډال تر لاسه کړی دی.
احمدي ته په ۱۳۹۲ کال کې د وردګ ولایت د ولس او د ولایت د مقاماتو له لوري د سولې د لیکوال لقب ورکړل شوی دی.
همدارنګه احمدي د خپلو رسمي او کلتوري دندو د اجرا پر مهال په لسګونو ستاینلیکونو، مډالونو، ډالیو او جایزو نازول شوی او په هیواد کې د سولې د تامین د لارې د یوه ریښتني فعال په توګه یې خپل رول ثابت کړی دی.