لیکنه: دلاور رضا معروف خيل
رياضي پوهه چاته ويل کېږي؟
رياضي د لاتينې کلمیې Mahatmata) ( څخه اخيستل شوی چه معني يې جمناستيک دی، ځکه چه پخوانيو يونانيانو فکر کاوه لکه چه جمناستيک د بدن فزيکي فعاليتونو کې رول لري دغه رنګه رياضي هم د دماغ په سالم ساتلو او فعاليتونو کې رول لري .
که چيرې يو څوک په رياضي پوهيږي او رياضي پر هغه تاثير کړی وي نو لاندې خواص به په هغه کې ليدل کېږي. ۱ـ خدای پيژوندونکی، دويم ځيرکتيا، درېيم منطقي فکر، څلورم پراخه ليد، پنځم لطيف روح او اخري ټکی نظم په واقيعت سره رياضي پوهه دی، څرنګه چې د پېښو او تعجب کونکې نظم څخه باخبره دی.
رياضيات د ذهن او فکر د انکشاف او ودې له پاره ډېر ګټور او اغيزمن دی، لکه د ورزش او بدن ښکلا (باډي بلډينګ ) لپاره تمرينات ضرور دی همدارنګه د مغزو وده، پراختيا او حرکت لپاره د ریاضی زده کړه اړينه ده .يعنی په دي معنی که څوک غواړی چې پراخه ليدلوری ولري، غښتلی منطقي نظر ولري نو رياضي دې زده کړي .
هغه ماشومان چې کم ذهنه او ګوپل وي نو بهترينه خبره ده چې په نوموړی ماشوم باندی د حساب د زده کړی تمرين او کوشش وشی.
په يو مطلب کې راغلی دی چې لومړۍ نړيواله جګړه د کيميا پوهانو ترمنځ وه، دويمه نړيواله جګړه د فزيک پوهانو تر منځ وه او خدای د ونکړي که چيري دريمه نړيواله جګړه پېښه شي نو رياضي پوهانو ترمنځ به وي.
دافلاطون د اکاډمي په دراوزې ليکل شوي ول، هر هغه څوک چې په هندسه نه پوهيږی د ننه راتلای نشي.
رياضي پوهه ټايلور وويلي ول چې هندسه هغه پل دی چې انسان د ظلم نړۍ څخه د حقيقت يو نوراني ښار او محل ته رسوي.
افلاطون وایي: د رياضي د کار کولو محصول د طبيعت ښکلا ده او هغه څوک چې پر رياضي نه پوهيږي نو د طبيعت ښکلا په ښه ډول نشي درک کولای.
راجر بيکن وايي: رياضيات د علومو د دروازې کيلي ده، په رياضياتو کې لټي کول ټولو علومو ته صدمه رسوي.
اريک تمپل بل وايي : ټول رياضي پوهان د رياضي ښوونکي ندي او ټول د رياضي ښوونکي رياضي پوهان ندي.
ګاليله وايي : په رياضياتو کې څه مهم دي؟ فکر کول، رياضيات الفبا دي چې د همدې الفبا پر مټ الله ج نړۍ خلق کړې ده.
له حضرت علي کرم الله وجهه څخه يو چا پوښتنه وکړه چې اوښان دا رنګه وويشي چې اول نفر برخه ، دويم برنفر برخه، دريم نفر برخه واخلي او د قربانۍ يو اوښ هم حلال نشي؟
حضرت علي کرم الله وجهه يو نفر ته وويل چې يو اوښ له بيت المال څخه راوړي او له اوښانو سره يې يو ځای کړي چې اوښان کېږي او د معينه نسبتونو د ويش څخه وروسته پورته ذکر شوې برخې په لاس راځي يعنې : اول نفر ته اوښان ، دويم نفر ته اوښان او دريم نفر ته اوښان وويشل شول ، چې ټول اوښان کېږي او د بيت المال اوښ يې بيرته بيت المال ته وسپارلو.