لیکنه: محمود فهیم
له کومه وخت چې تاسې Google کاروئ، ګوګل ستاسې پلټنې ته په کتو سره تاسې ته یو پېژندیال Profile جوړوي.
تاسې چې لکه پر لیکه یو څه پلټۍ (Search) ، ستاسې پلټنه آِرویېونه Keywords)) لري. هره پلټنه مو د Google Data Center ته ځي او هلته تر زرګونو کمپیوټرونه د ثانیې په پنځمه برخه کښې تاسې ته نتېجه راباسي، ستاسې کار سوي آرویېونه Keywords ته په کتلو سره Google تاسې ته اعلانات مخې ته راوړي.
د 2019 کال د انټرنیټ د یوې سروې له مخې له 18 کلني ځوانانو څخه تر 34 کلني ځوانانو پورې ډېر د اعلان او اصلي نتېجې تر منځ فرق نسې کولای. کله چې کومه نتېجه لومړئ ورته راواوړي دوی یې کلیک کوي. تاسې چې هر اعلان کلیک کوئ، پر هغه کلیک Google پیسې اخلي، او چې اعلان مو کلیک کړ، ستاسې شخصي معلومات همغه د اعلانانو شرکت ته ورکول کیږي تر څو تاسې ته په راتلونکې کښې نور دغسې اعلانات مخته راوړي.
خبره له لنډه کړم، دلته د هغه معلوماتو لیست شریکوم چې Google یې ستاسې په اړه لري.
لومړئ: ستاسې عمر
دوهم: ستاسې مالي حالت (چې څومره پیسې لرئ)
دریم: ستاسې جنسیت (چې نر یاست که ښځه)
څلورم: واده مو کړی دی که مجرد یاست
پنځم: اولادونه لرئ که یا
شپږم: ستاسې د پلټنې تاریخچه (له کومې ورځې چې مو Gmail اکاونټ جوړ کړی دی.
اووم: ستاسې (تلفون، کمپیوټر، ټیبلیټ، ټي وي)
اتم: ستاسې اصلي موقعیت (چې اوسمهال چیرې یاست)
نهم: ستاسې د اولادونو عمر
لسم: ستاسې د سواد کچه (مکتب مو ویلی دی که یا)
یوولسم: که مو پوهنتون ویلی وي کومه ډګري لرئ
دوولسم: د ورځې Google څومره استفاده کوئ
دیارلسم: په کومه ژبه خبري کوئ
څورلسم: کور مو خپل دی که پردی
پنځلسم: ستاسې د سیم کارت شرکت
شپاړسم: کوم لغاتونه ډیر کاروئ
اوولسم: کومې ویب پاڼې ډیرې ګورئ
اتلسم: کوم شیان پر لیکه Online رانیسئ
نوولسم: کوم شیانو ته مو زړه سوی دی چې رایې نیسئ
شلم: کوم ډول WiFi کاروئ
یوویشتم: د تلفون له پایې څخه څومره فاصله لرئ
دووه ویشتم: له اولې ورځې څخه چې مو Gmail اکاونټ جوړ کړی دی بیا تر اوسه پورې مو کوم اپلیکېشنونه را ډاونلوډ کړي دي
درویشتم: په کوم اپلیکېشن کښې ډیر وخت تېروئ
څلیرویشتم: کوم آپریټینګ سیسټم کاروئ
پنځه ویشتم: ستاسې په ایمیلونو کښې چشي دي
شپږویشتم: په هر ویب سایټ کښې څومره وخت تېروئ
اووه ویشتم: کله چې روان یاست، که په پښو یاست، که په موټر او یا ریل ګاډۍ کښې
ستاسې دغه معلومات د اعلاناتو پر شرکتونو خرڅیږي تر څو Google پیسې وګټي.
که د Google Voice Assistant کاروئ بیا نو ستاسې لاندینیو معلوماتو ته لاسرسئ لري.
لومړئ: له Voice Assistant څخه مو تر اوسه پوري چشي پوښتلي دي او ټول اوازونه مو ثبت دي.
دوهم: هره پلټنه چې مو پر لیکه کړې ده.
دریم: هر ځای ته چې مو سفر کړی دی او یا مو عکس اخیستی دی.
څلورم: هر عکس ته مو لاسرسی لري.
پنځم: هر ایمېل چې مو په ژوند کښې لېږلی دی.