لیکنه : عطا محمد میاخېل
ګیلاس چې علمي نوم یې Cerasus avium او په انګلیسي کې ورته Cherry وایي؛ جنس یېCerasus دی او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؛ تریو ته مایل خوږه، غوښنه مېوه لري؛ چې د مېوې په دننی برخه کې یو ګرد زړی لري، چې زړی د خوړلو وړ نه دی او په دوبي کې پخېږي .
ګیلاس ډېره ښکلې، په زړه پورې او بې اغزیو ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې ۷ مترو ته رسېږي، شنې بیضوي شکله تېرې څوکې پاڼې لري، چې د پاڼو څنګونه یې ارې ته ورته بڼه لري، پنځه پاڼي سپین ګلان لري، چې د پسرلي پرمهال په ونه کې راڅرګندېږي .
د ګیلاس ونه د لومړي ځل له پاره د آسیا په لویه وچه، په ځانګړې توګه د ایران او روسیې په شمال او قفقاز کې وکرل شوه، چې له دې ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړه. ۱۰ ـــ ۱۲ کاله عمر لري، چې له دې وروسته له منځه ځي.
د ګیلاس ونه په هر ډول ځمکه کې کرل کېږي او ښه وده وکړي، خو یوازې له هغو ځمکو څخه په تېښته کې وي، چې لنده او یا هم ډېره وچه وي او معمولاً د کرلو او پیوند کولو په وسیله یې ډېرښت ترسره کېږي .
د ګیلاس ونې ښاخونه په ډېر پراخ ډول خپرېږي او هغه ستونزه کومه چې تل بڼوال د ګیلاس ونې د ودې پرمهال ورسره مخا مخ کېږي هغه داده، چې په اصولي توګه د ښاخونو پرې کولو چاره ده، د ګیلاس ونې د ښاخونو اصولي پرې کول د ونې په سمه وده او د مېوې په تولید کې اغېزمن رول لري . له روزنې مخکې بڼوال باید په دې پوه شي، چې څه ډول د ونې ښاخونو پرې کولو چارې ترسره کړي، د ګیلاس ونې د ښاخ پرې کولو څخه مخکې بڼوال باید په دې مهم ټکي باندې هم پوه شي، چې د ګیلاس ونه څه ډول وده وکوي؟ د ونې د ښاخ پرې کولو چارې باید په ژمي کې ترسره شي، تر څو له ونې سره مرسته وشي، چې د ودې په موسم کې ښه او بشپړه وده وکړي .
ګیلاس هغه مېوه ده، چې نه یوازې خلک یې په تازه ډول کاروي، بلکې له وچې مېوې او د جوس په بڼه هم ترې ګټه ترې کار اخلي .
ګیلاس په خپل ترکیب کې د ( PP، B2، B1، A او C ) ویټامینونه لري، پر دې سربېره یې په ترکیب کې اسید مالیک اسید، تار تاریک او اسید سیتریک هم شته، چې له پوټاشیمو سره په ګډه ملیني او مدرې ځانګړنې خپلوي. سلولوز هم لري، ځکه نو د باد لامل ګرځي. ګیلاس د ډېر اکسدېشن لامل کېږي او د بدن د زهریاتو مخنیوی کوي .
په هر ۱۰۰ ګرامه ګیلاس کې لاندې مواد شتون لري :
۱ ـــ انرژي ………………………… ………………………… . ۷۲/۰۲ کالوري
۲ ـــ کاربو هایډرېټ ………………………… ………………… ۱۶/۶۰ ګرامه
۳ ـــ پروټین ………………………… ………………………… . ۱/۲۱ ګرامه
۴ ـــ شحمیات ………………………… ……………………….. ۰/۶۹ ګرامه
۵ ـــ کلسیم ………………………… ………………………… .. ۱۴/۷۱ ملي ګرامه
۶ ـــ فاسفورس ………………………… ……………………… ۱۹/۱۲ ملي ګرامه
۷ ـــ اوسپنه ………………………… ………………………… . ۰/۳۸ ملي ګرامه
۸ ـــ پوټاشیم ………………………… ………………………… ۲۲۳/۵ ملي ګرامه
۹ ـــ ویټامین اې ………………………… ………………………… ۲۱/۴۷ ملي ګرامه
۱۰ ـــ ویټامین سي ………………………… ……………………… ۷/۰۶ ملي ګرامه
۱۱ ـــ فولیک اسید ………………………… …………………….. ۴/۱۲ ملي ګرامه .
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري ګیلاس ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي .
ـــ ګیلاس د ینې او مزمن روماتېزم د ناروغانو له پاره ګټور دی .
ـــ هغه کسان چې د هاضمې جهاز یې نارمل نه وي، باید د قند له شربت سره یوځای ترې ګټه واخلي او یا یې مربا وخوري .
ـــ د شکرې ناروغانو او هم هغو کسانو ته چې د غړو پړسوب لري، ډېر ګټور دی .
ـــ اعصاب آراموي .
ـــ وینه او معده پاکوي .
ـــ د سینې او مرۍ سوی له منځه وړي .
ـــ د قبضیت په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي .
ـــ د سوزاک، زړه بدوالي او استفراق ( کانګو ) له پاره او همدارنګه له بادیانو سره یوځای کارول یې د متیازو او د مثانې او ګردې ( پښتورګو ) د تېږې ایستلو او روانولو له پاره کارول کېږي .
ـــ ګیلاس په بدن کې د یوریک اسیدو کچه راټیټوي .