لیکنه: تاج محمد تمکین
د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد
گټه دملي عايد هغه برخه ده چي يو متصدي ته دهغه د خدماتو بدل کي ترلاسه کيږي يعني داهغه پيسي دي چي نوروتوليدي عواملوته دهغوي دبديل مثلااجارې،سود او مزد د اداکولووروسته دمتصدي سره باقي پاتي شي.دگټې تعریف داسي کوو:
دگټې نه هدف هغه توپير دي چي ديو متصدي يا اقتصاد د مجموعي حاصلاتو اومجموعي توليدي مصارفو ترمنځ رامنځته کيږي.
دگټې دمعلومولولپاره لمړي دشي دخرڅ ټولي پيسي رااخلو اوبيا ددي نه دشي ټول مصارف منفي کوو لکه مزدونه ،کرايه،خام مواد،دسون مصرف،سود اونور اوباقي چي څه پيسي پاتي شي هغه گټه ده.يعني دامتصدي ته دهغه دکارونو دتاديي بديل دي چي هغه ئي چاته سپارلي نشي اونه کوم بل توليدي عوامل دهغه ذمه داري اخلي.
دگټې ډولونه:
گټه په دوه ډوله ده:
1. خالصه گټه
2. مجموعي ياناخالصه گټه
1) خالصه گټه(Net profit):ددي نه هدف هغه گټه ده چي متصدي ته دهغه دتنظيمي خدماتو د اداکولواو په کاروبار کي دگټې اوتاوان د ذمه داري دمنلو په عوض کي ملاويږي.دمتصدي دټولونه غټ کار دادي چه هغه کاروبار په کاميابي سره وچلوي اوهغه په کاروبارکي دخطراتواوغير يقيني حالاتو مقابله وکړي اوچي کله په کاروبارکي ئي تاوان وشي هغه برداشت کړي ددي کار په بدل کي چي هغه ته څه حاصليږي هغي ته دده خالصه گته ويل کيږي
دخالصي گټې تعريف داسي هم کيداي شي(( دخالصي گټې نه هدف هغه باقيمانده ارزښت دي کوم چي دټولوانواعو پولي مصارفودمنفي کولو نه وروسته حاصليږي.)) ددي نه چي اداکيدونکي تکس منفي شي نوباقيمانده پيسي دتصدي دمالکانو عايد گڼل کيږي.
Net profit is the residual value arrived at after deducting all money costs. After deduction of tax it represents the surplus available for distribution to the firm’s owners as income
2) ناخالصه گټه:په ناخالصه گټه کي دخالصي گټې نه علاوه لاندي پيسي هم شاملي دي:
1. دمتصدي دخپل ځمکي اجاره:دمتصدي يوکاردکاروبار تنظيمول او دغيريقيني حالاتو مقابله کول دي چي ددي مقابل کي ورته خالصه گته لاسته راځي اودبل کا رپه کولوسره ددي نه علاوه هغه ته بديل ملاويږي مثلاهغه دخپلي ځمکي نه کاروبارکي استفاده وکړي نو دهغه حق دي چي هغه دگټې نه علاوه ددي اجاره هم واخلي.ځکه چي که دابل چاته کرايه باندي ورکړي نو هغه ته کرايه يا اجاره پلاس راځي نوځکه که هغه خپله ځمکه خپل کاروبارلپاره استعمال کړي نودهغي اجاره هغه خپله گټه کي په شاملولوسره حاصلوي البته دااجاره دهغه په خالصه گټه کي دشاملولوپځاي په ناخالصه گټه کي شامليږي
2. دپانگې سود:که متصدي دکاروبارلپاره دبل چانه پور اخلي نو سود ورکوي اوس که دي پځاي خپله پانگه کاروبار کي ولگوي نو هغه به دخپلي گټې سره ددي پيسو سود هم حاصلوي ځکه که هغه داپيسي چاته پورورکړي نوهغه ته به ددي پيسو سود ورکول کيږي.
3. دکاراجوره:که يو متصدي کوم مديرځان سره کارمند ونه نيسي اوپه خپله دمدير په حيث کار وکړي او دنظم او څارني کار پخپله وکړي نو ددي خدمت معاوضه هم هغه اخلي چي دهغه په خالصه گټه کي شامله ده
4. اتفاقي گټه:بعضي وخت شرايط بدليږي او داشياو دکمښت او دقيمتونو د ختلوپوجه دمتصديانو گټه زياتيږي چي دازياته گټه د دوي دشخصي استعداد پوجه نه بلکه داتفاقي شرايطودبدلون پوجه حاصليږي.مثلادجنگ وخت کي قيمتونه لوړيږي او گټه هم زياتيږي که دولت دکوم هيواد کوم شي واردول بند کړي نو دسوداگرودموجوده سټاک ارزښت فورا زيآتيږي آو هغوي ته اتفاقيه گټه پلاس ورځي.
5. داجاره داري گټه:بعضي وخت دمتصدي په ناخالصه گټه کي داجاره داري گټه هم شامله وي کله چي متصدي ته ديو شي په عرضه باندي کامل اختيارحاصل وي (دهغه مقابل کي بل عرضه کوونکي وجود ونلري) نو هغه دمروج نه زيات قيمت ترلاسه کوي او گټه لاسته راوړي.
دگټې مختلف نظريات:
متصدي ته گټه وي حاصليږي.پدي باره کي مختلف نظريات وړاندي شوي چي لاندي پکي د ذکر وړ دي:
1) دگټې اوتاوان ذمه داري:کله ؛چي يومتصدي کاروبارشروع کوي نو هغه ته يقين نوي چي هغه به لازمآ گټه کوي ځکه کيداي شي دهغه دتوليد قيمت کم شي يا ورته تقاضا کمه شي يا دده مقابل کي دخارج نه شيان راواردشي نو ځکه متصدي دکاروباردشروع وخت کي ډير خطري مني.دهمدي خطراتو پوجه متصديان کم وي او دگټې اندازه لوړه وي.کاروباري خطرات دوه قسمه دي:
هغه چي مخکي ئي پيش بيني کيږي او مخکي دمخکي بيمه کيږي لکه تصدي کي د اورلگول
هغه چي متصدي دهغي پهکله په يقيني ډول څه نشي ويلاي مثلادقيمت کمښت دوارداتي جنس زيادت ياددنه بهتر شي بازارته راوتل نو ځکه ددي پيش بيني نشي کيدلاي پده وجه که هغه په حالاتو باندي قابو حاصله کيږي نو ويل کيږي چي گټه دهمدي خطراتو بديل دي.
2) گټۀ اوغير يقيني حالات:دشکاگوپوهنتون اقتصادپوه فرانک ناشت وائي چي گټه ددي خبري معاوضه ده چي متصدي دغيريقيني حالاتو سره مخامخيږي دآينده باره کي هغه يقين سره هيڅ نشي ويلاي نو ځکه دداسي حالاتو نه دبچ کيدولپاره چي هغه کوم محنت کوي دهغي بدل کي هغه ته گټه ترلاسه کيږي.اوسني وخت کي متصديان دخلکو دتقاضا اندازه معلوموي او اشيا توليدوي ن داشيادتوليد او خرڅلاوترمنځ يو وقفه راځي چي دکومي دوران کي ډير تغيرات راتلاي شي لکه اندازه غلطه ثابتيداي شي ،حالات بدليداي شي نو ځکه متصدي هر وخت په غير يقيني حالاتو کي لويدلي وي چي داغير يقيني حالت څو وجي لري لکه د مصرف کوونکو په فيشن کي تبديلي،دتقاضا مقدارکي تبديلي،دنووماشينوايجاد،دنوي توليدي طريقي رامنځته کيدل په يوآزاد اقتصادکي داتغيرات راځي،نوکه پدي بي يقينه شرايطوکي نه يواځي محفوظي فيصلي کوي بلکه خپل مال وساتي هم په خطر کي راچوي ځکه چي ځمکه،پانگه او مزدور خو خپله معاوضه په هر حال کي حاصلوي ولي که په کاروبار کي نقصان وشي نو متصدي دخپلووسايلونه هم محروميږي،نوځکه گټه يوداسي معاوضه ده چي دکومي په کومک سره خلک تشويقيږي چي د تشبثانه ذمه وايو د د اخيستلو په منظور راوړاندي شي دپوهانو په منظور هر قسم گټۀ دعدم يقيني سره تړلي ده ځکه چي ددي پوجه دآينده باره کي رامتوقع حالات او واقع کيدونکي رااصلو حالاتو ترمنځ فرق پيداکيږي ددي فرق نوم گټه يا تاوان دي.اوکه په دنيا کي داسي حالات راشي چي هر شي ثابت اوساکن وي يعني نه تقاضا کي تغيرراشي نه توليدي مصارف بدل شي ن داقتصادي نړۍ نه عدم يقينيت ختم شي او دگټې ضرورت به هم ورسره ختم شي.
3) دگټې محرکه نظريه:بعضي اقتصادپوهان وائي چي گټه ددي بديل ندي چي متصدي دتاوان ذمه پخپله غاړه اخلي،کاروبار چلوي يا دغير يقيني حالاتو سره مقابله کوي پوهان وائي که حالات ساکن اوغير متغيروي په کاروباري دنياکي نوسان رانشي،کوم تغيررانشي،تودوالي يايخوالي رامنځته نيشي يعني دتوليدپه تخنيک او معلوماتوکي ،دخواهشاتو په څرنگوالي،دپانگي په مقدار،اودنفوسو تعداد کي اونورو عواملو کي تبديلي رانشي نو دکامل رقابت پوجه به دگټې عنصر بيخي غايب شي.گټه صرف پدي وجه منځته راځي چي اقتصادي حالت هروخت متغير اومحرک وي.چي دکومي په پيش بيني سره يومتصدي خپل کاروبار په سالم ډول پرمخ بيائي.په ساکن حالت کي هرشي واضيح وي.دهري خبري پيش بيني کيداي شي په دي کي کوم خطر نوي کوم عدم يقينيت نوي نوځکه دگټې جوازپکي نه پيداکيږي .ليکن حقيقي کاروباري نړۍ چي محرکه او متغيره ده ديو متصدي لپاره دچلينج مثال لري.داتغيرات دوه ډوله دي:داخلي او خارجي
دداخلي نه هدف هغه اصلاحات دي چي يو متصدي ئي پخپله دتوليدي مصارفو دکمښت پخاطر عملي کوي يعني توليدي طريقه بهتر وي.داشياومعيارلوړوي.او دنوي نوومعلوماتونه استفاده کوي خارجي تغيراتونه هدف دادي:کاروباري نوسانات دخلکو په ذوق کي بدلون،په دولتي تگلاروکي تغير،دپول په ارزښت کي تغيرات،طبعي آفات مثلاجنگ شروع شي.سيلاب راشي،جهاز ډوب شي په لنډه توگه دحالاتو دبدلون اومتحرک په کاميابي سره دمقابل کولومعاوضه گټه ده.دگټې محرکه نظريه امريکائي اقتصادپوه جي بي کلارک وړاندي کړيده.
4) دنوښت يا ابتکارنظريه:دانظريه دهارورډپوهنتون اتريش نژدي اقتصادپوه جوزف شومپيټر(١٨٥٠-١٨٨٣) وړاندي کړي دهغه په نظر گټه ددي خبري معاوضه ده چي يو متصدي دتخليفي صلاحيتونو نه په استفادي په خپل کاروبار کي نوښت راوړي.مختلف تغيرات راوړي او دمتقابل متصديانو مخکي کيږي.نوي ايجادات په خپل کاروبارکي استعمالوي يعني دمتصدي اصله وظيفه ده دنوښت راوړي يعني نوي خام ملاپيداکيږي په توليدي تخنيک کي داسي تغير راوړي چي ورسره توليدي مصرف کم شي.داسي تگلاره اختيارول چي دهغه دتوليد معيارورسره لوړشي يا دخرڅلاو اندازه ئي لوړه شي نوښت دوه قسم کيداي شي. اول داسي اقدامات کول چي ورسره توليدي مصارف کم شي لکه نوي ماشينونه استعالول،داجناسو دتوليد بهترينه طريقي رامنځته کول،نوي قسم خام مواد استعمالول دتصدي داخل نوي اداري اصلاحات راوړي وغيره.دوهم داسي چي ورسره دتصدي دتوليدلپاره تقاضا لوړه شي مثلامارکيتنگ نوي طريقه پلي کول،نوي بازارونه لټول،بهترين شي توليدول يا دمستهلکينو دذوق مطابق دشي اصلاح شوي شکل پيش کول.يعني دي ټولوکارونو سره دمتصدي گټه زياتيږي. البته ديادوني وړده چي دنوښتگرۍ عمل يو مستقل دي ځکه چي متقابل متصديان دنوښتگر متصدي تقليد کوي او لمړي متصدي يو قدم نورهم مخکي ځي هغه نوري تگلاري او نوي طريقي اختياروي.اگرچه دانظريه يوه اندازه درسته ده مگر شومپيټر پدي کي عدم تقينيت او خطر عناصر دپامه لاندي غورځولي دي.
5) گټه داضافي ارزښت په حيث:دمسټر کارل مارکس (١٨٨٣-١٨١٨) نظردي چي دملي عايد هغه برخه چي مزدورته ورکول کيږي(لکه اجاره،سود ياگټه) اضافه ارزښت دي.يعني گټه داضافي ارزښت دوهم نوم دي.دهغه په نظر دټولواشياو ارزښت وقيمت ددي ((په ټولنيزډول سره ضروري کار)) سره مساوي ده چي دهغوي په جوړولوکي مصرفيږي.اودهمدي نگاه نه دمختلفواشياو خپل منځي قيمت ټاکل کيږي مثلا که دخوراکي اشياوديوخاص مقدار دتوليد لپاره ٦ ساعته کارته ضرورت وي او درخت دمقدارلپاره ١٢ ساعته نو درخت قيمت دخوراکي اشياو په نسبت دوه چنده ټاکل کيږي .يعني کارل مارکس اودهغه هم فکرانو دکاردا ارزښت نظريه وړاندي کړي چي دکومي دنگآه نه په GNP (په هيواد کي دتوليدونکو اشياومقدار) باندي صرف دکارگرانو حق دي دجايداد پانگې نه.ځکه چي دهغوي په نظر ټول ملکيت((غلا)) دهAll property is theft
(( گټه په اصل کي دهغه برخه ده چي مزدوران ئي جوړوي ليکن پانگه والي ئي غلاکوي نوځکه داپه حقيقت کي غيرگټل شوي عايد دي)) يعني داسي عايد چي پانگه والو پخپله نوي گټلاي.کارل مارکس وائي چي پانگوال نظام کي پانگوال مزدوران نيسي نوځکه مزدورانو ته دهغوي دتوليد شوي مقدارنه کمه معاوضه ورکوي اونور د اضافي ارزښت گټې پشکل پخپله اخلي او په همدي ډول هغوي دمزدورانو استحصال کوي.
Of each 12 hrs work day. the worker soil 6 hrs for themselves 6 hrs for the exploit capitalist
په لنډ ډول دکارل مارکس په نظرگټه داضافي ارزښت څخه لاسته راځي يعني گټه داضافي ارزښت او استحصال شوي پيسودوهم نوم دي. دانظريه دارزښت دکارپه نظريه ولاړه ده او څرنگه چي نوموړي دکار د ارزښت نظريه ناقصه ده نو دگټې دانظريه هم ناقصه ده.