ژباړه: کوچۍ
نوې او تازه څیړنې: هغه امیندوارې میرمنې چې په شا تخته ویدېږي، د ماشوم د سقط کولو شونتیا یې دوه برابره کیږي.
هغه امیندوارې میرمنې چې د امیندوارۍ یې اوه میاشتې یا ډيرې تیرې وي، د دوی له پاره ښه داده چې په یوه اړخ ویدې شي، برتانوي څیړونکو د سترو او پراخو څیړنو وروسته دې پایلې ته رسیدلي دي:
هغه میرمنې چې په ملا تخته ویدېږي، د نورو امیندوارو میرمنو په پرتله د ماشوم د زیانولو دوه برابره چانس لري، د ښځینه ناروغیو متخصصې Ellen roets وویل:
ستاسو په شا تخته خوب کولی شي چې ستاسو په بدن کې د وینې د بهیر مخه ونیسي.
هغه واړه ماشومان چې له ۲۸ اونیو وروسته مړه پیدا کیږي، نو دا معنی لري چې د امیندوارې له بشپړې دورې تیرولو مړه پېدا کیږي. د بلجیم په هغو سیمو کې چې وګړي یې په نیدرلنډي ژبه غږیږي، په هرو ۷۱۴ ماشومانو کې یو یې وروسته له ۲ اونیو مړ پیدا کیږي. خو دا د هغو میندو او پلرونو له پاره چې د دا ډول پېښو سره مخ کیږي، کوچنۍ غمیزه نه ده، ډیری وخت د ماشوم د زیانیدو ار لامل موند ستونزمن او ناشونی وي، برتانوي څیړونکو په British journal of obstetrics and gynaecologیا BJOG په مستند ډول یو ډیر ستونزمن فکتور موندلی دی چې وروسته ۲۸ اونیو یا ۷ میاشتو د ماشوم د زیانیدو یا سقط سبب ګرځي، دوی د بریتانیا په ۴۱ روغتیايي کلینیکونو کې له زرګونو میرمنو نه د هغوی د ویدیدو د ډول او عادت په اړه پوښتنې ګرویږنې کړې دي.
نو پایله څه وه؟ هغو میرمنو چې د امیندوارۍ له ۲۸ اونۍ نه وروسته په شاه تخته یا ستونی ستغ څملاستې دوی د هغو میرمنو په پرتله چې په اړخ څملاستې ۲،۳ برابره د یوه ماشوم د زیان چانس یا شونتیا ډیره درلوده، دغه څیړنې وړاندیز کوي چې د ماشومانو ۳،۷ سلنې د زیان یا سقط یو لامل هم د ویدیو په څلورم ځل موقیعیت او ډول دی.څیړونکي انګیري هغه میرمنې چې د امیندوارۍ ډیرې میاشتې یې تیرې شوې وي، باید په یو اړخ ویدې شي، ان که یو وړوکی او تنګ ځای هم وي، د مانیچستر Manchester پوهنتون پروفیسور الکساندر هیزل Alexander Heazell وايي چې هغه امیندوارې میرمنې چې په شا تخته له خوبه ویښیږي، دوی باید د ګناه احساس ونه کړي:
ـ تاسو له خوب نه د پاڅیدو په مهال نشئ کولای چې د خپل پاڅېدو موقیعیت او ډول کنټرول کړئ، خو کله چې ویدیږئ نو تاسو دغه کار کولای شئ, پروفیسور هیزل BBC بي بي سي سره ووریل چې:
ـ تاسو کله چې ویدیږئ نو خپل ډیر وخت خپل موقیعیت ته ورکړئ، چې په څه ډول باید ویده شئ، دا ځکه دا ډیر ارزښتمنه چاره ده.
ایلین روتس Ellen Roets د بلجیم هیواد د ګینت په ښار کې د ګینت روغتون یا UZ د ښځینه ناروغیو د روغتیا پالې په حیث کار کوي، او د لوړ خطر یا ګواښ لروونکې امیندواریو په برخه کې هم په ځانګړې ډول تخصص لريهم ټینګار کوي چې امیندوارې میرمنې دې په یو اړ څملي او ویدې شي:
ـ که چیرې تاسو د څو ساعتو له پاره په تخته څملئ، نو ستاسود رحم یا زیلانځ دروندوال به د وینو د بهیر خنډ وګرځي.
هغې زیاتوي چې :
ـ څومره چې ماشومو غټیږي، هماغومره په وریدو او نورو رګو زور یا فشار ډیریږي، دا ډیر مهم او ارزښتمن رګونه دي، دغه رګونه وینه بیرته زړه ته رسوي، د دغه زور یا فشار په وسیله یو ماشوم زړه ورو حرکت کوي، ډاکټره روتس دغه چاره د ماشوم له زیان سره تړي، خو هغه د دغې څیړنې د کارنده میتودونو په اړه پوښتنې هم لري، هغه وايي چې:
– خو دا هم دلیل کیدای نشي چې زړه دې لږ ورو حرکت وکړي او د مرګ سبب دې شي.
هغه زیاتوي چې:
ـ موږ نه غواړو چې میندې دې د ګناه احساس وکړي، خو دا د دې معنی نه لري چې امیندوارې میرمنې دې نور پام نه کوي.