لیکنه: ریچاردټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
يوڅلوېښتم قانون:
((د اوسنۍ پېړۍ تر ټولو لوړې احتراعګانې د الوتکو او کمپيوټر په برخه کې دي، چې د مبتکرانو له لورې منځ ته راغلي، هغو کسانو چې د هغه څه په اړه يې فکر کاوه، چې موجود نه و او ورته يو نه حل کېدونکی سوال و ـ د دې لپاره چې يو قوي کارکوونکی واوسو نو اړتيا ده، چې د دې مبتکرينو الهام واخلو او يو غوڅ تصميم ونيسو او د ارزښتنو د رامنځه کولو لپاره هڅې وکړو.))
برنای ميلانو
پوهېږم، چې ستاسې ټول وختونه د کار په کولو کې په مصرف رسېږي. یواځې د اداري لیکونو او د کارونو د هماهنګ کولو لپاره. مګر ستاسې په ډول یو بریالی مدیر چې تاسې ياست په اونۍ کې نیم ساعت د شرکت د ای. ټي. کارونو لپاره بېلوئ. کوښښ وکړئ د خپل ځانه اسانه پوښتنې ولرئ:«څنګه کولی شم پېر زيات کړم؟ څنګه وکړم، چې د حسابدارۍ سيستم لوړ کړم؟ څنګه کولی شم، نورو برخو ته لاره پيداکړم؟ څه وکړم چې د خپل ټيم غړي دېته وا دار يا چتمو کړم؛ څو ډېر، تېز، سخت او ښه کار ترسره کړي؟ څنګه وکړم څو ناستې اداره کړم، ترڅو ډېرې شېبې مصرف نه شي؟»
یو پخوانی متل دى، وايي:«که چېرې هغه کار ترسره کوئ، چې مو پخوا ترسره کړی، هغه څه به په لاس راوړئ، چې مو پخوا لاسته راوړي.» تاسې بايد تل هڅه او کوښښ وکړئ، ترڅو له ښو ښه شئ او پرمختګ وکړئ.
کيښتۍ په اوبو کې تل مخ پر وړاندې ځي او هېڅکله شاته نه ځي او نه درېږي، تاسې هم باید یوه کيښتۍ واوسئ او مخ پر وړاندې ځئ.
ځکه، که چېرې تاسې مخ پر وړاندې حرکت ونه کړئ، ډېر وګړي شته، چې هیله لري ستاسې پر ځای دا کار وکړي.
((يوه کيښتۍ واوسئ او مخ پر وړاندې حرکت ته ادامه ورکړئ.))
او باور وکړئ، زه د حرکت پایلې پېژنم. کله چې تاسې خپل ایمیل خلاصوئ، نو د لیکونو به ډک وي. د پستې له لارې به تاسې ته هم ډېر خطونه راغلي وي. بیا د کارکوونکو له برخې بیا به د نهاري وخت، بیا به هغه کارونه، چې غرمې وروسته سرته ورسېږي، بیا به یوه چټکه هڅه وي، د ضروري او مهمو لیکونو، بیا به یو کم وخت د چایو څښلو لپاره، بیا د هر څه د راټولولو لپاره او بالاخره به کور ته د تګ وخت راشي.
اوس که د دومره کارونو وروسته په لاره کې یو څوک درسره مل شي او درته ووايي، چې نیم ساعت باید د راتلونکي د فکر لپاره بېل کړي… هو! باید همداسې وشي.
په دغه دېرشو دقیقو کې کولی شئ، بل څوک هم کار ته ودروئ.
تاسې کولی شئ، په اونۍ کې یو ځل بهر د خوراک لپاره لاړ شه او فکر وکړئ؛ د راتلونکي او د هغه څه په اړه چې کولی شئ، تاسې یو قدم مخکې یوسي. خو باید د دې نهاري یا خوراک یا هم څښاک او بهر تګ په وخت کې یواځې واوسئ او که نه بیا به مو د نظریاتو مزاحم کوونکي شي.