ژباړه: کوچۍ
دغه لیکنه چې ( که نړۍ د سلو تنو کلی وای) په نوم ده ، په نړۍ کې د انسانانو د ژوند د اسانتیاو په هکله لیکل شوې ده ، دغه لیکنه په لنډو جملو کې موږ ته هغه ستر ستر توپیرونه راښيي چې په دې یوه ګډه نړۍ کې شته.
د نړۍ د ټولو وګړو ۳۰ سلنه ماشومان او ۷۰ سلنه لویان دي.
د نړۍ له وګړو نه ۶۱ سلنه وګړي اسیایان، ۱۲ سلنه وګړي اروپایان، ۱۳ سلنه وګړي افریقایان، ۱ سلنه وګړي په اقیانوسونو کې کې اوسي او ۱۳ سلنه وګړي امریکایان دي.
د نړۍ له وګړو نه ۴۸ سلنه نارینه او ۵۲ سلنه ښځې دي.
په نړۍ کې ۱۷ سلنه وګړي په چینايي، ۹ سلنه وګړي په انګلیسي، ۶ سلنه وګړي په اسپانوي، ۶ سلنه وګړي په روسي، ۴ سلنه وګړي په عربي، ۸ سلنه وګړي په هندي او ۵۰ سلنه وګړي په نورو بیلا بیلو ژبو خبرې کوي.
په نړۍ کې ۷۶ سلنه وګړي لیک او لوست کولای شي، پاتې ۲۴ سلنه نالوستي دي.
په نړۍ کې ۳۳ سلنه وګړي مسیحیان دي، ۱۹ سلنه وګړي مسلمانان دي، ۱۳ سلنه وګړي هندوان، ۶ سلنه وګړي په طبیعت کې په ارواحو ګروهمن دي او ۲۴ سلنه وګړي بې دینه یا له خدای (ج) نه منکر دي.
په نړۍ کې ۷۶ سلنه وګړي برېښنا نه ګټه اخېستی شي او ۲۴ سلنه وګړي پرته له برېښنا ژوند کوي.
په نړۍ کې۸۳ سلنه وګړي له پاکو او روغتیايي اوبو نه ګټه اخلي او ۱۷ سلنه وګړي له دغو پاکو او روغتیايي اوبو نه بې برخې دي.
په نړۍ کې ۵۰ سلنه وګړي په پوره کچه د خوړو توکي نه لري، ۳۰ سلنه وګړي تل د خوړو پوره توکي لري چې د دغو وګړو نیمه برخه د چاغښت په ستونزو اخته ده، ۲۰ سلنه وګړي خوار ځواکي دي، چې له دغې ډلې له هرو شلو تنو نه یو تن یې د خوړو د نلرلو له کبله مري.
په نړۍ کې ۷۴ سلنه وګړي د ټولې نړۍ ۳۹ سلنه شتمني لري، ۲۰ سلنه وګړي د ټولې نړۍ ۲ سلنه شتمني لري او ۶ سلنه پاتې وګړي چې ټول امریکایان دي د ټولې نړۍ پاتې ۵۹ سلنه شتمني په واک کې لري.
په نړۍ کې ۶۸ سلنه وګړي له پاکې هوا نه ګټه اخلي او ۳۲ سلنه وګړي ککړه هوا تنفس کوي.
په نړۍ کې ۴۸ سلنه وګړي د مذهبونو، اندونو، رسنیو او وینا خپلواکي نلري، دغه وګړي د زورلو، نیولو، شکنجه کولو او ان د مرګ له ګواښونو سره مخ دي، ۵۲ وګړي خپلواک وګړي ګڼل کیږي.
په نړۍ کې ۱ سلنه وګړي د HIV په ویروس اخته دي او پاتې ۹۹ سلنه دغه ویروس نلري.
په نړۍ کې ۳۰ سلنه وګړي سپین پوستي او ۷۰ سلنه وګړي رنګین پوستي دي.