لیکنه: عبدالودود بشریار
هر هوښیاربه د نصیحت په ډول وايي چې د خلکو تر منځ یووالی پکار دی او کله چې یووالی راشي نو هیواد کې به هر څه سم شي. خو کله چې وپوښتل شي چې صیبه، یووالی څنګه منځته راځي، بیا به هم په ساده اوناصحانه ډول وايي:((ټول باید له خپلو شخصي غوښتنو تېر شو او پر یوټغر راټول شو!))
ملي یووالی مهم دی. ملي یووالي کې د ولس پرمختیا پټه ده. ملي یووالي، کې عدالت نغښتی دی. ملي یووالی نړیوال حیثیت دی او نړیوال حیثیت ملي قدرت پیاوړی کوي او قدرت هغسې وړتیا ده چې د نورو چلند په ولکه کیدای شي او د یوهیواد حاکمیت ځواکمنوي.
خو ملي یووالی په سوالونو او نصیحتونو نه راځي. ملي یووالی په قربانۍ نه راځي. د سوال په پایلو کې راغلی یووالی، اصلن یووالی ندی، بلکې تر فشار لاندې راغلي یوځای کیدل دي، چې د فشار له منځه تلو سره، یوځای کیدل هم له منځه ځي.
ملي یووالی خو هغه دی چې بنسټ يې په ګډو ګټو، ګډ احترام او انساني طبیعي اړتیاو ولاړ وي.
که د متحده ایالاتو بیلابېلو ایالتونو کې یووالی ټینګ دی، نو دا معنا نلري چې هلته خلکو د ناصحانو د نصیحتونو او ملایانو د وعظونو په نتیجه کې یووالی رامنځته کړی یا امریکايانو، ځانونه قرباني کړي اوملي یووالی يې ټینګ کړی دی.
که انګریز ولس ملي یووالی لري او هیڅوک نشي کوای چې ملي یووالی یې وګواښي ، دا هم د دې معنا نلري چې هلته ټول خلک قرباني ورکوي او ملي یووالی ټینګوي.قرباني ورکول او سرښندل د پخوا زمانې د سیاستونو اصطلاحات دي چې په اوسمهالي معقول سیاست کې هیڅ ځای نلري.
جاپان، فرانسې، روسيې، جرمني او نورو پرمختللیو هیوادونو کې، که د ملي یووالي شاته وکتل شي نو حتمن به داسې علتونه ومومو، چې ملي یووالی یې معلول او نتیجه ده.
د امریکا په اساسي قانون کې ازاديliberty یو مهم اصل دی، چې د ټولنیزشعور ودې ته يې غوره زمینې مساعدې کړې دي.
ازادي ده، چې انسان ته د مسوولیت ورګرځولو دنده عقلاني کوي. انسان عاقل دی، د عقل له امله انسان ازاد او مختار دی، نو ځکه د ازادۍ په نتیجه کې د کړي عمل مسوولیت لري.
ونې او بوټي عقلانیت نشي کوای، د طبیعت په ولکه کې دي. هر څنګه چې د طبیعت خوښه وي، هغسې وده کوي او له همدې امله مسوولیت نه ورګرځي. همدا دي چې کله ازادي، نه وي هلته چاته مسوولیت ورګرځول یو غیر اخلاقي کار دی. ازادي لومړی او مسوولیت ورپسې دی.
د فکروبیان ازادي، د دین ازادي، د وړتیاو د څرګندولو ازادي او نورې ازادۍ وکړای شول چې انساني غوښتنو: عدالت، سولې، سوکالۍ، ارامۍ، ګټو… په اړه بحثونوته لارې هوارې کړي. وګړنی شعور(فردي شعور) په ټولنیز شعور واوړي، او ټولنیز شعور په ملي شعور واوړي او بلاخره د ټولنې هر وګړی (( د مکلفیتونو او حقونو)) په اساس په هیواد کې خپل ځای وویني.
متحده ایالاتواوځینو نورو هیوادونو کې مدني ټولنه او حکومت دواړه د ((انساني حقونو)) ته ژمنتیا په اساساتو سیاست کیږي. او ددغو ټولنو هر وګړی پر دې باوري دی چې (( حقونه)) يې خوندي دي.
د ظالم او ځان غواړي طبیعت په وړاندې د انسانانو تر منځ یووالی طبیعي انساني اړتیا ده او په یووالي کې تر ((نه یووالي)) ډیر خوندي او خوښمن وي.
هر کله چې یو ملت له سراسري بدبختۍ سره مخ کیږي نو یووالی پکې ډېریږي. د طبیعي پېښو پر مهال هم د خلکو یووالی ډیر وي.ځکه ټول ځانونه په یوه کښتۍ کې ویني او توپیرونه پکې له منځه ځي.
که ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وګورو، که یو څوک دخپل هیواد په خلاف خبره وکړي نو سم د لاسه نور وګړي یې مخالفت کوي. ځکه دوی خپل ځان او د ځان هر څه د خپلو هیوادونو په وجود کې ویني او خپلې ګټې هلته خوندي ګڼي.
خو بدبختانه زمونږ په هیواد کې بې سیاسته، سیاستوال، یووالی په زاریو او ننواتو راوستل غواړي او په وعظونو او نصیحتونو یووالی راولي.
زمونږ هیواد کې یو شمېرخلک نورو هیوادونوته په جاسوسۍ تورنیږي. که د انسان طبیعت ته وکتل شي، دا ځکه چې دوی ځانونه خپل هیواد کې نه ويني او د انساني طبیعت له مخې باید له داسې چا سره یو شي، چې دی خپل ځان پکې وویني، اړتیاوې یې ورپوره کړي او حقونه يې ورخوندي کړي.( مطلب دا ندی چې جاسوسانو ته دې معافیت ورکړل شي، هدف دا دی چې څنګه ملي یووالی او ملي روح له منځه ځي.)
په هیواد کې بدبختانه د (( افغان حقونه)) او ((ټولنیزعدالت)) ارزښتونه مړه دي او یوازې د چارواکو، په واک کې پاتې کیدو لپاره شعارونه ګرځیدلي دي. ولس ته چارواکي د هیڅ ډول حقونو ژمنتیا نلري. چارواکي دولتي شتمنۍ ته د شخصي شتمنۍ په سترګه ګوري. څوک چې حکومت کې دي، هماغه د حقونو او هوساینې خاوندان ګڼل کیږي. څوک چې ټوپک لري، حق د هغه دی. څوک چې ولسي جرګه کې دي حقونه او ګټې د هغوی دي. څوک چې مشرانو جرګه کې دي حقونه، خوندونه او خوشالۍ د هغوی خوندي دي. څوک چې وزیران دي، بچیان د هغوی ښه ژوند لري. همدغسې هغه څوک چې چارواکو سره معاملو کې لتاړ دي، حقونه او ګټې د هغوی ملکیت دی.
پاتې شو، ولس. ولس بې چاره د چارواکو غلام دی، خو په اوسمهالي او موډرن ډول. خوار ولس چې نه زور لري او نه حکومت کې کومه ونډه، حقونه څنګه لاسته راوړي او چې خپل حقونه لاسته نشي راوړای نو حتمن به له چارواکواو نظام نه لېرې کیږي او په وړاندې به یې عقدوي چلند کوي، چې همدا یې حق هم ګرځي.
کله چې په هیواد کې دغسې غیر انساني او غیر عادلانه حالت حاکم وي، خوشحالي، خندا، هوساینې، ښه ژوند، ښه کور، ښه کالي، ښه ډوډۍ، ښه ښځه، ښه مېړه، ښه صحت، ښه ګاډی د حاکمې طبقې او مافیايي کړيو وي، نو خاورې به ملي یووالی حاکم شي او ولس به له هیواد او نظام سره مینه وکړي او دهیواد ساتنه به خپل مکلفیت وګڼي. دغسې حالاتو کې به ټول خلک څنګه په هیواد کې ځان شریک وګڼي او څنګه به یووالی رامنځته شي؟
د پایلې په توګه، تر څو چې د هیواد هر وګړی(چارواکی وي که ولس) یو شان ځانونه د هیواد په ګټه-تاوان، خندا-ژړا، خوشالۍ-غم، ښه-بد کې شریک احساس نکړي تر هغې د ملي یووالي او له هیواد سره د مینې شعارونه ببولالې او د چارواکو لخوا د خلکو غولول دي. (پای)