یوټیوب YouTube د ویډیو شریکولو تر ټولو مشهوره انټرنټي پاڼه ده چې مرکز یې د امریکا د کلفورنیا ایالت د سانبرونو په سیمه کې دی. دا خدماتي پاڼه د د پې پال شرکت د دریو پخوانیو کارکوونکو لخوا په 2005 کال کې جوړ شوی او د 2006 کال راهیسې په انټرنېټ کې د مخکښ شرکت ګوګل مال ګڼل کېږي.
دا انټرنټي پاڼه کاروونکو ته د ویډیوګانو د کتلو او شریکولو امکانات په وړیا ډول برابروي. ددې پاڼې ویډیوګانې د آډوب فلش ویډیو Adobe Flash Video او HTML5 د تکنالوژۍ په کارولو سره تیارې شوي.
په دې پاڼه کې د انفرادي اشخاصو لخوا شریکې شوې، د شرکتونو لخوا شریکې شوې او د نورو تلویزیونونو لخوا شریکې شوې ویډګانې موندلای شئ. هغه شرکتونه چې په پراخه کچه ددې پاڼې له خدمتونو کار اخلي له CBS, BBC< VeVo او Hulu یادولای شو.
د یوټیوب محتویات هر څوک کتلای شي خو د ګوګل جیمېل ګډونوال کولای شي چې په نامحدود ډول ویډیوګانې دې پاڼې ته د خپل اکونټ له لارې پورته کړي او هغه له عالم او یا له محدودو ملګرو سره شریکې کړي، په دې پاڼه کې راجستر کاروونکي کولای شي چې یوه پېښه په ژوندۍ بڼه لکه یو تلویزیون چې خپرونې کوي، په يوټیوب کې خپره کړي.
ددې پاڼې د تیوري پنځوونکي Steve Chen، Chad Hurley او Jawed Karim دي چې بیا د 2006 کال په نومبر کې په رسمي ډول دا پاڼه په 1.65 بلیون ډالره وپلورله او اوس د ګوګل د نورو پېژندل شویو خدمتونو په ډله کې په ټولیز ډول چوپړ کوي.