• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

یو دي وي خو سم دي وي

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهیو دي وي خو سم دي وي
Abdul-Tawab-Khpalwak عبدالتواب خپلواک‎

یو دي وي خو سم دي وي

ليکوال: عبدالتواب خپلواک/هلمند،لښګرګاه

زموږپه ټولنه کښي چي څنګه کمیت مهم دی تر هغه ډېر،ډېر کیفیت او سموالی مهم دی و ګوری نن سبا موږ د هرڅه شمېر او اندازې ته ګورو چی څومره اوڅو دانې دي؟
خو دا نه ګورو چی د دوی کیفیت ،جوړښت،سموالي،فعالیت او زده کړه څنګه ده  یو ژوندی بیلګه به یی زموږ او ستاسو ښوونځۍ در کړم هر کال د هري ښوونځۍ څخه په لسګونه حتی په سلګونه زده کوونکی فارغیږی د ښوونځی مدیر صاحب،د پوهني رئېس صاحب او وزیرصاحب اعلان کوي او ویاړی چی سږ په دومره ډیر شمیرفارغ زده کوونکی لرو.
خو تاسو خپله پوهیږی چی دوی څه ډول کسان فارغ کوی.ایا د دوی ظرفیت او وړتیا ددی لیاقت لری چی فارغ سی،او ایا دا ښاغلي به بیا هیواد ته ښه چوپړ و کولی سی؟
مالومه خبره ده چی یا،نه هیڅکله نه،ځکه دوی ډیری داسي کسان فارغ کوی چی حتی څو ټکی سم لیکلی او ویلی لا هم نه سی نو دوی به فارمولي،تجربي او ورته …کړني څنګه په ښه ډول سرته ورسوی
مالومه ده چی دپوهني مسئولین شمیر او تعداد ته ګوری استعداد او وړتیا ته نه ګوري ځکه که دوی وړتیا ته کتلی نو نن به زموږ کارونه سم روان وایی لکه نور هیوادونه چي پر مختګ یی کړی دی هر څه به مولرلی او جوړولی سوای.
نو دلته دا په ډاګیږي چي موږ کمیت ته ګورو کیفیت ته نه ګورو.
همداسي نوري بیلګي در واخلی لکه په هیواد کی د کورنیو تولیداتو کیفیت چی ټیټ دی ټول هیوادوال د خپلو توکو پر ځای نورکاروی او واردوی ځکه دهغو کیفیت لوړ وی او زموږ د توکو کیفیت ټیټ وی ځکه نو کورني تولیدات بازار نلری وروستیږی،خرابیږی تر وخت تیریږی او له کاره وځی.
بله بیلګه! دا چی ډاکټر صاحب مو د ورځی ۳۰ او له هغه هم ډېر ناروغان معاینه کوی خو یو نه جوړیږی مالومه خبره ده چی دقت،اخلاص نسته ښاغلی د ناروغانوتعداد(کمیت)ته ګوری دمعاینی کیفت او سموالي ته نه ګوري چی څنګه ده؟
نو ځکه خلک باندی بی باوره کیږی او د یوی ساده ناروغۍ لپاره نورو هیوادو ته ځی هیوادنې شتمني لیږدوي او اقتصادي کمزوري په وجود راوړي.
په همدي ډول کیفیت اوسموالي ته د نه پاملرنی نوری بیلګی هم سته.
نو که کیفیت ،اخلاص او سموالي ته سم نظر ونکړواو عملي ډګر کی یی ګراف لوړ نکړو نو تر ډيره به په چارو کی  پاتیالي،او خپل او د هیواد راتلونکی به مو له خنډونو ډک وی.
ښه به وی چی کیفیت نظر کمیت ته مهم،اړین او غوره وبولو،کار باندی وکړو څو هر ډګر کی ښه کیفیت،وړتیا او … ولرو.
د پورتنیو بیلګو په اړوند باید ووایو چی:
مدیر صاحب یو فارغ کړه، سم يی فارغ کړه
فابریکه والا یو شی جوړ کړه، سم یی جوړ کړه
ډاکټر صاحب یو معاینه کړه،سم یی معاینه کړه
په همدي ډول …
یو دی وي خو سم دی وي
که څنګه

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

فلش ته شفر(پاسورډ)ورکول‎

فلش ته شفر(پاسورډ)ورکول‎

Aug 4, 2016

لیکنه: عبدالتواب خپلواک که په فلش کي مهم مالومات لری[...]

د پیاده تګ پنځه حیرانونکي ګټي
Stanford professor Michel Serres hikes the Dish on a regular basis.

د پیاده تګ پنځه حیرانونکي ګټي

Jan 21, 2016

ژباړه: عبدالتواب خپلواک که په راتلونکي کښي ډاکټر ته ورځئ[...]

د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالب حقایق

د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالب حقایق

Sep 23, 2016

ژباړه: عبدالتواب خپلواک زموږ او ستاسي په نړۍ کي ډېری[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022