لیکنه:صفي الله سلطاني
اکثره ځوانان دې ته ډیر لیواله وي چې ښه واوسي، درناوي یې ووشي، او د نورو له خوا یې خبري او نظریات واوریدل شي، د دې لپاره یوه لار وجود لري هغه دا چې د ځان او نورو د ژوند لپاره د یوې ښې وضعې ټاکل دي، چې د دې ښې وضعې او ښو کړو وړو لپاره باید لاندې څو ټکي په نظر کې ونیسو:
مه قهریږي (غصه کیږئ): په عادي خبره غوصه کیدل یا قهریدل د یوه هوښیار ځوان سره نه ښایي، د دې لپاره چې تاسو په هر حالت کې خپله غصه کنټرول کړئ نو دری اوږدې ساوي (نفسونه) واخلي او تر لسو حساب وکړئ، چې په پایله کې به مو غصه ختمه شي.
نورو ته غوږ ونیسئ: نورو ته غوږ ونیسئ چې هغه څه وایې، د خبرو په جریان کې چیغي مه پرې وهئ، د هغوئ له هري خبري سره په هغوئ په ټوکه هم لاس مه پورته کوئ، یا داسي هم نه چې خبرو ته یې ګونګ کیني د هو او نه په کلیمو سره یې ځوابونه ورکړئ، بلکې یو سم استدلال او د نورو د خبرو اوریدل او بیا خپل نظر پرې څرګندول به ډیر مثبت تمام شي.
تل قسمونه مه خورئ: یواځي هغه وخت قسم یاد کړئ کله چې تاسو هغه ته واقعا اړتیا ولري د بیلګي په توګه یو سړی ستاسو څنګ ته مړ کیږي نو مجبورا باید قسم وخورئ چې تاسو ورسره څه نه دي کړي، خو که تاسو هر چا ته په حق او ناحق شي قسمونه وخورئ نو بیا به مو مخاطب د خبرو له اوریدو څخه ستړی کیږي او نه به غواړي چې حتی مجلس درسره وکړي.
کمک کولو ته مو لیوالتیا زیاته کړئ: تل هڅه وکړئ چې له خپلو والدینو، خپلوانو، ملګرو او لویدلو خلکو سره کمک وکړئ، د دې دوه ګټي دي یو خو به د اړتیا په وخت کې همدا کسان ستاسو لاسنیونه او کمک وکړي او بل به مو په ټولنه کې موقف مثبت وي.
د هر انسان درناوی وکړئ: په عامیانه لحجه که یې ووایو په هیچا یې هم غټه مه وایاست، دا په یاد ولرئ چې هر یو انسان ده او هغه انسان ستا په څیر له انساني حقوقو څخه برخمن دی.
د بل جنس والا احترام وکړئ: مطلب ښځه د نر او نر دې د ښځي درناوی وکړي، یو د بل احساسات باید درک کړي او د احساساتو درناوی یې باید ووشي.
د میني خورولو تبلیغ وکړئ: د منفي فکرونو او بدبینئ تر لرلو باید د ټولني د وګړو زړونه له میني او مهربانئ ډک کړل شي، چې د دې کار په کولو سره به تاسو د ټولني د وګړو په زړونه کې ځانګړی ځای خپل کړئ.
په هره خبره کې له اندازې زیات غالمغال او جنګ مه کوئ: جنګ او غالمغال د دې پر ځای چې تاسو د هدف په لاسته راوړلو کې بریالی کړې بلکي نوره مو هم کرکه زیاتوي.
د نورو په اړه بې اساسه شایعات او کرکې مه خپروئ: دا یواځي د دې پرځای چي تاسو ټیټ وښیي او ذهن مو مخشوش کړي نور هیڅ ګټه هم نه لري.
د خلکو په واړندي ښکلي و اوسئ: که تاسو د خلکو په وړاندي ښکلي واوسئ نو تاسو به هم ښکلی عکس العمل ووینئ، ښکلا څه ده: له ښکلا څخه دلته مطلب دا ده چې تاسو د خلکو خبرو ته ښه غوږ ونیسئ، هغوئ درک کړي، هغوي ته ښې مشورې ورکړئ، له هغوی سره تل په موسکا روغبړ او مخه ښه وکړئ.
له خلکو سره ښه چلند ولرئ: خلک به تل ستاسو درناوی ستاسو د ښې رویې او ښه چلندله مخي کوي.
ښه او شریف انسان اوسه: هڅه وکړه چې له ځان څخه یو ښه او شریف انسان جوړ کړي نه دا چې تل ټکان ورکوونکی یې مطلب تل داسي اعمال ترسره کړئ چې د ټولنی هر وګړی یې په اوریدو او لیدلو ناراحته نه شي.
د ښو خلکو له ټولئ سره ناسته پاسته ولرئ: ځکه که تاسو له ښو خلکو سره ښکته او پورته شئ او ملګریتا یې وکړئ نو په اتومات ډول به تاسو هم د هغو عادتونه خپل کړئ او ښه خلک به درڅخه جوړ شئ.
ښه او معلوماتي کتابونه مطالعه کړئ: تل هڅه وکړئ چې ښه او معلوماتي کتابونه مطالعه کړي، تر څو د دې مطالعي په وسیله تاسو په سمه لار برابر شئ، اکثره ځوانان مطالعه کوي خو خپل د مطالعې وخت په ډیرو بې خونده کتابونو تیروي، یا ناولونه لولئ یا قصه ییز یا د نقلونو کتابونه مطالعه کوئ.
هیڅکله او په هیڅ وخت کې نشه یي توګي مه کاروئ: د نشه یې توکو د استعمال لپاره تاسو په هر حالت کې ډیر واړه یاست، که مو نشه یې توکو ته نه وویله نو ژوند او صحت به مو وځلیږي او تل به په خپلو هدفونو کې برلاسي اوسئ.
سګریټ، شراب او دې ته ورته شیانو ته هم نه ووایاست: اکثره خلک سګریټ یا نصوار ډیر عادی شی بولي او باالکل یې د صحت په تاوان نه بولي. سګریټ او نصوار نه یواځي دا چې ستاسو د صحت دښمن دي بلکي ستاسو اقتصاد هم ورځ په ورځ کمزوری کوي او په کورنۍ کې مو په ماشومانو باندي خورا بدي او ناوړه اغیزي لرلای شي.
تفکر وکړئ: کله چې تفکر کوئ نو یو ډیر ښایسته احساس به ولرئ، تل هڅه وکړئ چې د ژوند د ستونزو څخه د خلاصي او بریاوو په اړه فکر وکړئ.
تر هیڅ چا هم نظر مه اړوئ: مطلب هیڅ چا ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ ځکه هر سړي په خپله کاري ساحه کې ډیر ماهره او تکړه ده.
مطمئن اوسئ: کله هم ځان مه زړه توری کوئ، په دې باور ولرئ چې هرڅه کولای شئ، کله هم له خپل ځان څخه د اطمینان اخیستلو هڅه مه کوئ.